شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهداعش د کندهار د خونړۍ حملې مسوولیت ومانه

داعش د کندهار د خونړۍ حملې مسوولیت ومانه

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲ مه) د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېرې کېرن ډیکر د کندهار د انتحاري حمله وغندله او هغه یې وحشیانه وبلله.

د دې برید مسوولیت داعش سختدریځې ډلې، چې په ډیرو ځایونو کې خوارج بلل کېږي، په غاړه واخیست.

کېرن ډیکر پر خپله ایکسپاڼه د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه،  ویې ویل چې افغانان باید پرېښودل شي چې په سوله او له هر راز بیړې پرته روژه ونیسي.

دې لیکلي چې دوی د ترور ټول اعمال، که هغه د کابل په دشت برچي کې کېږي یا د کندهار د نوي کابل بانک مخ ته، غندي او وحشیانه یې بولي.

د کندهار په پرونۍ انتحاري حمله کې شاوخوا ۲۱ تنه ووژل شول او ۵۱ نور ژوبل شول.

 د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن له حملې وروسته وویل چې دا برید خوارجو کړی چې منظور یې داعش و.

داعش په خپله هم نن ناوخته اعلان وکړ چې دا برید دوی کړی او هدف یې طالب ځواکونه وو خو ټولې نښې ښيي چې په برید کې عادي مامورین چې په روژه کې د معاش د اخیستو لپاره د کابل بانک څانګې ته تللي وو، وژل شوي دي.

3 COMMENTS

  1. له دې مالومیږي چې داعش هم د پنجابیانو مزدوران دي . دوی هغه کارونه کوي ، چې مخکې نورو خوارجو کاوو او پرخپلو شومو اعمالو به یې افتخار هم کاوو .
    الله تعالی ج فرمايي: (ومن يقتل مؤمنا متعمدا فجزاؤه جهنم خالدا فيها وغضب الله عليه ولعنه وأعد له عذابا عظيما)
    النساء (93).

  2. لنډه ترجمه
    هرچاچی یومومین په قصد سروه ووژولو جزایی جهنم دی او عذاب به وی سخت دوی لره

  3. د امریکی پخوانی خارجه وزیری ( میرمن کلینټون) په ډاګه اعتراف وکړ چی داعش د امریکی پلاس جوړه سوی یوه تروریسټی پروژه ده البته خوارج هم د ځینو خلیفه ګانو د غفلت محصول دی چی د اسلام په صدر کی ئی ستری فجایع را منځته کړی.
    نبی علیه السلام د رحلت مخکی سپارښتنه کړی وه چی د حجاز څخه باید ټول یهود او منافقین وشړل سی خو د هغه مبارک ځای ناستو دا کار ونکړ او اسلامی ټولنه ئی د ستونزو سره مخامخ کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب