شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهامریکا هایپرسونیک توغندی وازمایه

امریکا هایپرسونیک توغندی وازمایه

تاند (جمعه، د حمل ۳ مه) امریکايي رسنیو نن (پنجشنبې) راپور ورکړ چې د دغه هیواد هوايي ځواک په لومړي وار یو هایپرسونیک کروز توغندی په ارام سمندر کې ازمویلی دی.

سوپر سونیک تر غږ چټک ته وايي او هایپرسونیک تر سوپرسونیک ۵ برابره چټک ته وايي.

د امریکايي رسنیو پر اساس، د امریکا هوايي ځواک دا توغندی د مارچ په ۱۷ مه (د تېرې یکشنبې په ورځ) ازمېښت کړی دی.

امریکايي شنونکو د دې توغندې ازمېښت چین ته یو پیغام بللی او وايي چې امریکا په دې توګه پیکینګ ته وايي چې په هایپرسونیک ټکالوژۍ کې برلاسی دی.

د سي این این د راپور له مخې، د امریکا د هوايي ځواک له لوري ازمېښت شوی توغندی (ARRW) نومېږي او په ارام سمندر کې د امریکا په ګوام ټاپو کې له یوې بي – ۵۲ الوتکې څخه وتوغول شو.

د دې توغندي سرعت په ساعت کې نژدې ۶۴۰۰ کیلومتره دی چې معنا یې دا ده چې مخنیوی یې خورا ګرانه دی.

1 COMMENT

  1. بیغمه اوسۍ د امریکې جهادي پلویانو ! تاسي خو امریکایانو ته د طاغوتي جهاد په وخت کې کتابي ورور ویل سره فرنګي. او روس مو بې کتابه بلل . ددغو ستاسي د جهادي کتابیانو کتاب play boy ده. مګر د بې کتابه روسي د سوډر بلا ددوۍ کتابي وګرزه. انشاء الله تعالی ستاسي د کتابي سیهونیستي ورور مرګ به د بې کتاب روس د لاسه وي.تاسي ډیر مه ورته نڅیږۍ پښتو متل له یاده مه باسۍ ( میږتون سي ورکې ته نیږدې سي وزر وکړي) د تاسي کتابي ورور سیهونیست سوډر اسرائیل او کافرستان دوهم د اسرائیلو فرنګي چیچئ ټول به ورکیږي. 👍

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب