شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ورستون شوم، چې راستون شي / حیات ژوند

ورستون شوم، چې راستون شي / حیات ژوند

کلا ته نږدې شوم، شا ته مې وکتل، تورتم و، سر مې ټيټ کړ، خټينې پولې ته له ورته لخکي مې پښه واړوله، کلا ته دننه شوی وم. پاس اسمان ته ګورم، د سپوږمۍ پر بدن غټ تور غاب اېښوول شوی دی، فضا انګازو په سر اخیستې، وپوهېدم، چې تندر نیولې ده.

له ځان سره مې وانګېرل: «دا شپه د راتلو وه؟ بخت دې کوټه شه، بېړا!» جابک روان یم، هر څه روښانه وینم، کوټې خاورې ته درېږم، چارچاپېر پرې غټې تراشل شوې ډبرې اېښوول شوې دي. زنګون پر ځمکه لګوم، «اه» کوم، تېره شګه مې زنګون ته برابره شوې وه. کیڼ غوږ پر ځمکه ږدم، چوپه چوپتیا ده، ډاډه کېږم. په هيښ انداز شا ته ګورم، هېڅوک نه برېښي، زه هر څه وینم، بس تر زنګانه لاندې شګې ته مې نه و پام شوی.

وېرېږم، چې سترګې مې شوبین خو نه کوي او هسې نه لکه څراغونه بلې وي، له جېبه هېنداره راباسم، ځان ته پکې ګورم، هېڅ نه وینم، هېنداره تشه ده، یوازې د تندر نیولې سپوږمۍ عکس پکې لړزان برېښي، تور غاب نور هم د سپوږمۍ پر ټټر ورپرېوتی دی، انګازې نورې هم اوچتې شوې دي، فضا سورو نارو نیولې، تر خاورې لاندې چوپه چوپتیا، ارامه دنیا.

نوکان پر خاورو لګوم، ناپېژانده ځواک راکې ريښې غځوي، د اسمان ستونی دوړې نیسي. د ځان په اندازه کنده کینم، لکه ګورکښی یا ککوه په مړي پسې راوتلی یم او که د اسمان ستونی نور هم له دوړو ډک شي او وټوخېږي، انګازې پر ما راماتېږي او تندر پر ما راپرېوځي.

کنده یوه بلې سوړې ته پرې شوې ده، لومړی سوړې ته پښې ورښکته کوم، څنګلې په دېوالو پورې نښلوم، لکه په غلا پسې چې راوتلی یم، د مړو غلا یا د سکون په غلا پسې یا د سکون لمن ته غواړم ځان ور واچوم. څنګلې د کندې له دېوالونو جلا کوم، تنه مې له کندې خطا وځي او پر سوړه وربرابرېږم، ښکته غورځم، لکه خیراتمار سترګې ټيټې، لاسونه غځېدلي، لکه د ارامتیا په خیرات پسې چې راوتلی یم. ځان ته مې پام کېږي، بسمل پر ځمکه پروت یم، حرکت راکې نشته، پر سر مې ورغوی کش کېږي، ګویا د نورستان په غرونو کې «زرو» نازول کېږي، لکه «پټان» چې پر هندوې مهربانېږي.

پلن، هډور ځوان ته ګورم، منظم او ارام ناست دی. ځان ته مې پام کېږي، په څه لالهاندیو سر یم، په څه وهم مې ځان دې ځای ته را ورساوه، بیا له ځان سره وایم: «ده هم دا لار تر سکونه کچ کړې.» له لاسه مې نیسي، له ځمکې مې پورته کوي، سر مې پر پلنه ډبره لګېږي. د پخواني تصویر له مخې چې زما په ذهن کې و، ګومان کوم چې زه د دغه ځای ابدي مېلمه شوی یم؛ خو نه، زه ارادي راغلی وم، لکه نابللی مېلمه، بیا هم کوښښ کوم، چې د ګلګمېش هیله په ځان کې ووژنم او تورتم سمندرونه د ابدي ژوندانه د هیلې پوره کولو لپاره کچ نه کړم، غواړم د «رباني کمېډي» د درېيو ټوکونو یو کرکټر واوسم، په هر یوه یې راضي وم، یوه کنده، د غره لمنه او یو ارمانی ځای، چې «الګیري» وېشلي دي. ان په دې راضي وم، چې د «یهوا» ګاونډ واوسم؛ خو د تندر نیولې سپوږمۍ له چم څخه وېرېدم، نه مې غوښتل ستون شم.

هډور ځوان لکه چې پوهېدلی و، چې له کومه ځایه ورستون شوی یم، له وږې مې لاس پورته کوي، راته وايي: «زما تر راتګ وروسته نوي څه پېښ شوي؟» زه ځان سره راټولوم، لکه مرشد ته چې کېنم او راسپارلي اذکار یو په یو تکراروم؛ خو ژر پښېمانېږم، له ځان سره وایم: «په بوږنوونکو پېښو یې باید غمجن نه کړم، زه ولې ورته ووایم، چې بهر د یوه ناول نوی ټوک بشپړ شوی دی، بل ټوک ته خبره وتلې ده، هلته د ناول د مرکزي کرکټر اندامونه غوڅ شوي، منفي کرکټر برلاسی شوی او ټول فرعي کرکټران د مرکزي کرکټر له کلي په وتلو دي، د ځینو کرکټرانو کولمې په کلي کې نښتې دي، دوی کلی پرېښی؛ خو هره شېبه یې پر کولمو اغزن ګام اېښوول کېږي، کرکټر له خپل کلي لرې درد احساسوي، پر ځان چورلي.»

هغه لکه انتظار چې ستړی کړی وي، بیا وايي: «ګونګ يې څه؟ چې غږېدې نه، ولې دې په عذابولم؟» زه بیا ځان سره راټولوم، پر شونډو ژبه تېروم، غاړه تازه کوم؛ خو بیا مې کلمات د ذهن په جال کې نښلي او له ځان سره وایم: «هو، ګونګ شوی یم، لږ مخکې چې په کوم ځواک ستا خونې ته راښکته شوم، دا د یوه کال راټول شوی ځواک و، ان غږ په زور او ځواک اوښتی و، ټول ګونګیان کړای شوی یو. اهریمن پر ژبه اورجنې تمبې رااېښي، هلته همېښه «نیکه» نه وي بریالی، «پټان» برلاسی نه وي، نه هم د «جوجو» غوندې جادويي ځواک لري.»

له ذهني بوختیا وروسته غواړم لږ تر لږه دویمې پوښتنې ته یې ځواب ورکړم، دا چې هغه ته مې ولې سرخوږی جوړ کړی؛ خو د دې لپاره چې له خپل درباره مې بېرته د تندر نیولې سپوږمۍ خاورې ته ستون نه کړي، پر لاس مروړلو ځان بوختوم؛ خو له ځان سره ګوڼېږم، وایم: «یوازې د سکون لپاره راستون شوی یم، ښايي د خپل انانیت له وجې، ښايي سوکالۍ ته د رسېدو له وجې مې ته په تکلیف کړی یې.»

درنګ شېبه ناست یم، مخامخ هډور ځوان د مرشد په مقام وینم، شاوخوا ټول کرکټر ورته لاس په نامه ولاړ دي، «جوجو» هماغسې شوخ دی، «تورکي» ته په غوږ څه وایي. د «زرو» پر ټټر غوټه وینه لا هم لمده ده، له محصله لا هم د مینې «اغزن تار» تاو دی؛ خو بیا هم هډور ځوان ته لاس په نامه ولاړي دي، «پټان» سود پرېښی، همدا اوس اوس راستون شوی، ګڼ ولس ته یې د څښاک اوبه وېشلې دي، سرابونه یې په حقیقت اړولي دي. مرشد ګویا پخپله مرید وي، سړی نه شي پوهېدای، چې څوک د چا په خدمت کې دی.

هډور ځوان «جوجو» ته ورځي، په سینه پورې يې جوختوي. زه له خپله ځایه وخوځېدم، د هغوی سترګې مې اوښنلې ولیدې. ښايي د تندر نیولې اسمان پر کلي یې سترګې اوښلنې شوې وي، ښايي د «زرو» پر خاوره يې زړه دردمن وي.

زما ځواک لکه خاورې چې زبېښلی وي، پر خپل ځای لوېږم. غوښتل مې پوښتنې ترې وکړم؛ دا چې ما د هغه یوې پوښتنې ته هم ځواب نه و ورکړی، له خپلو پوښتنو تېرېږم. هډور ځوان مخ را واړاوه، پر مخ يې ګونځې هست شوې وې، لکه زما ذهن يې چې لوستی وي. هډور ځوان زما په ذهن کې د راټوکېدلې پوښتنې په ځواب کې يې وویل: «سپوږمۍ تندر نیولې. خبر شوی یم، چې لمر ډوب شوی، ډیوې توپان مړې کړې دي، پتنګانو کډه کړې.»

په لومړي ځل مې شونډې وخوځېدې او داسې چې خپل غږ را ته نااشنا و، د یوه خیراتمار په مقام مې ترې وغوښتل، چې غواړم همدلته پاتې شم، د «جوجو» تر څنګ، د «زرو» د ټپ د رغولو لپاره، له «پټان» سره د اوبو په وېشلو کې مرستندوی شم؛ خو د هډور ځوان پر تندي ګونځې زرغونې شوې، په سر سترګو مې ولیدل، چې د سترګو دواړو اړخونو ته يې کندې جوړېدې، فکر کوم، چې نه يې شوای کولی، که نه هغه یوازې د ارامتیا سېمبول و، د سکون سېمبول. د سترګو په رپ کې مې جوجو او تورکی تر څنګ ودرېدل، سترګې مې خدايي پټې شوې، شېبه وروسته مې پام شو، سپوږمۍ نشته، ګویا چې تورتم غاب کې لوېدلې او چا خوړلې ده، زه د انکیدو له ځمک تل څخه بېرته راستون شوی وم، پر ځمکه بې حرکته پروت وم، دا ځل مې سترګو شوبین کاوه او د تندر راغورځېدو په تمه وم.

جولای ۱۰، ۲۰۲۲

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب