پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلونو...

د هوا پېژندنې ادارې په ۱۴ ولایتونو کې د ورښتونو او سیلونو وړاندوینه کړې

تاند(یکشنبه، د سرطان ۱۸ مه) د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې د نن او سبا لپاره په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

په دې ولایتونو کې، بدخشان، کونړ، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، کندهار او زابل ولایتونه شامل دي.

دې ادارې ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د ورښت اندازه له ۱۰ څخه تر ۳۵ میلي متره پوري اټکل شوې ده.

د راپورونو له مخې، په نورستان او غزني کې سیلونو لږترلږه ۱۴ تنه مړه کړي او ډېر مالي تاوانونه یې اړولي دي.

د نورستان ولایت په وامه ولسوالي کې د سیل له کبله ۹ تنه مړه شوي او ۹ نور ژوبل دي.

ځايي چارواکي وايي چې د تېرې شپې د سیل له کبله د کوردار په نوم پُل ویجاړ شوی دی.

په غزني کې تېره شپه په دغه ولایت کې د سختو ورښتونو، سېل او توپان له کبله ۵ تنه مړه شوي او سلګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...