جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهنورستان او غزني کې سېلابونه؛ ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نورستان او غزني کې سېلابونه؛ ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند( يکشنبه ، د سرطان نولسمه ) ‏د ‎نورستان د واما ولسوالۍ په کوردر سیمه کې د سیلابونو راوتو نهه تنه مړه کړي او نهه نور يې ټپیان کړي دي.

د ځايي چارواکو په وينا، سېلاوونو سلګونه جریبه کرنېزه ځمکه هم وړې او په یاده سیمه کې یې د نورستان-کونړ ترمنځ نښلوونکی پل یې هم ویجاړ کړی.

‏د ‎يو بل خبر له مخې: د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو رییس مولوي حبیب الله مجاهد، وایي چې بېګاه په دغه ولایت کې هم سېلاوونه راوتلي چې له امله یې پنځه تنه مړه شوي، دوه ټپیان شوي او پنځوس کورونه یې هم ویجاړ کړي دي.

 د یادونې وړ ده چې په وروستیو سېلاوونو کې دهېواد په زیات شمېر ولایتونو کې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

 زیانمنې شوې کورنۍ له نړيوالو مرستندويانو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب