شنبه, اپریل 20, 2024
Home+د خيرو ګل مړاوی شو | حبيب وقار

د خيرو ګل مړاوی شو | حبيب وقار

د نن په ناخوالو يې فکر کاوه، کور کې يوازې و مېرمن او اولادونه يې کلي ته لېږلي وو چې د دوبي موسم له مېوو، پاکې او ښايسته هوا او کليوالي مينې خوند واخلي. په دې فکرونو کې ډوب و چې زموږ ټولنه ولې تر ډېره له انساني چارو وحشي چارې ډېرې خوښوي، کله کله به يې د خپل (اخ وطنه!) ناول په اړه فکر وکړ، وبه يې ويل درېغی هغه مې نور هم پسې غزولی وای، يا دا چې په دې اړه يو بل ناول هم وليکي.

 د خپلې ټولنې نادودې، وحشتونه او ظلمونه يې چې په (جوجو) کې ليکلي يو څه نور هم را ټول کړي، کېدای شي ناول يې يو داسې څوک هم ولولي چې په همدې وحشتونو بوخت دي. هره ورځ خپله پېغله لور يا مېرمن په دې له کوڅيو نيسي او کشوي يې چې ولې يې خوړو ته ډېره مالګه اچولې او ولې يې ډوډۍ سوزولې ده. يا هم خپله ماشومه لور له دې کبله د اوبو په جګ ولي چې ولې يې ورته ويلي، د پلاني لور هم ښوونځي کې شامله ده، د دې هم ښوونځي ته زړه کېږي.

احمدي د خپل بغدادي پير يا ډېوېډ جونز ناول په اړه فکر کوي، د بغدادي پير په مريدانو اوس هم وطن ډک دی، اوس هم په زرګونو هېوادوال د خپلو پلورل شوو پيرانو پښو ته سرونه ښکته کوي، که يې خدای ته دومره تعظيم کړی وای، خامخا به یې ځای جنت و او که يې دومره وطن پالنه کړې وای هم به وطن ګل او ګلزار و، خو افسوس چې افغان ويښ نه شو او نه يې هم د ژوند لاره ومونده.

احمدي چې ډېرې ناخوالې يې په فکر کې را ټولې کړې وې، په فکرونو کې ډوب و، د هغې ماشومې احساسات يې و انګېرل چې پلار يې ښوونځي ته نه پرېږدي، خپله للمه لور يې سترګو ته ودرېده او په سترګو کې يې اوښکې ډنډ شوې. يو دم له تکيې را پورته شو، له ځان سره يې وويل دا څه په ژوبڼ کې ژوند کوو. پېغله لور، مېرمن او ورېره مو که له کروندو د شوتلو پنډ راوړي، خېشاوه يې کوي، مالونه څروي يا له غره لرګي را ښکته کوي، ښه ورته خوشاله يو خو که زده کړه کوي، قران زده کوي، ډاکټره کېږي بيا يې ځان ته شرم بولو، دا اوس موږ په کومه زمانه کې ژوند کوو، په کوټه کې يې سرګردانه قدمونه اخيستل.

له کوټې انګړ ته ووت، خيرو ګل ته يې وکتل چې له تندې مړاوی شوی کوزه يې ډکه کړه، ګل ته يې ښې ډېرې اوبه ورکړې. ګل ته يې وويل که ته هم د داسې وحشي پلار تر لاس لاندې وای تاته به يې هم اوبه نه وای درکړې، همداسې به مړاوی شوی او مړ شوی وې.

احمدي له سهار راهيسې سر درد او سړه تبه حس کوله، پخلنځي ته لاړ له يخچال يې يو دېګ را واخيست چې بېګانۍ پخې بېنډۍ پکې پرتې وې، دېګ يې د غرمنۍ له پاره په ګاز کېښود.

له غرمې وروسته د احمدي تبه ورو ورو ډېرېده، مازيګر مهال یې د دفتر يو همکار زنګ ورته وکړ چې شپې ته کور کې يوازې پاتې نه شي له دوی کره ورشي خو ورسره ويې نه منله، ويل يې يو څه تبه لري او ځان يې درد کوي. په سبا زړه نازړه دفتر ته لاړ، د دفتر همکارانو ټوکې پرې وکړې چې په اولادونو پسې ناروغه شوی دی، خو داسې نه وه، هغه سختې ناروغۍ لاندې کړی و، هغه کرونا شوی و.

په دې ورځ کور ته وختي لاړ، هوډ يې وکړ د خپل نوي ناول له پاره يو څه خاکه وليکي او چوکاټ ورته جوړ کړي، کمپيوټر ته کېناست خو له لاسه يې څه نه کېدل، موضوع ترې ګډه وډه کېده، زړه يې کېده ويده شي او تکيې ته ډډه ووهي. تکيې ته يې يوه سترګه خوب وکړ چې را ويښ شو خپل اولادونه يې سترګو ته ودرېدل. ځان يې دروند او تود حس کړ، يو دم راکښېناست د کرونا له ناروغۍ مړه شوي يې سترګو ته ودرېدل، ځان هم د کرونا ناروغ ورته ښکاره شو.

نه نه، زه کرونا نه يم، زه روغ يم هسې لږ موسمي تبه لرم، زه نه کرونا کېږم. زه روغ يم. خپلې المارۍ ته په چټکو ګامونو لاړ خپل نوی چاپ شوی ناول (د غڼې ځاله) يې را واخيست او د المارۍ په يوه پله کې يې خپل ټول کتابونه له لومړي تر وروستي په منظم ډول کتار کړل (سړه سيلۍ، مينه، د واورې سړی، بوډا او د لېوالو پلونه، رڼا، بړبوکۍ، په فلسفه کې تلپاتې پېښې، يوه خبره درته وکم، جوجو، اغزن سيم، راځئ کيسه وليکو، زرو، د معجزې تيږه، نيکه، ډېوېډ جونز، پټان، اخ وطنه، ابور ريحان البيروني، کاتب هزاره، موسی شفيق، محمد هاشم ميوندوال، اشر، ټال، رنګه غوږونه، د پاچاخان ژوند ليک، خونکار او د غڼې ځاله) ټول ۲۷ شول. ورته خوشاله شو، ويې ويل دا کتابونه مې چې سلو ته ورسېږي، سليزه ووهم او هر ناول مې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه ولولي نو داسې فکر وکړه چې پيغام به يې۱۰ زره تنو ته رسېدلی وي او که دا پيغام دا هر کس خپلې کورنۍ ته ورسوي نو هره کورنۍ چې لس تنه وي، دا پيغام به سل زره تنو ته ورسېږي. په همدې وخت کې يې له زړه دا هيله وکړه چې که ژوندی و د کتابونو دا شمېر به يې سل ته رسېږي.

احمدي له يخچال د سړو اوبو بوتل را واخيست يو ګيلاس يې په سر واړولې، الحمدالله يې وويل، ځان يې په توده تبه کې ليده. ځان سره يې فکر وکړ د کابل هوا يو څه ګرمه او دوړجنه ده، که قره باغ ته لاړ شي د مېوو موسم هم دی، هوا يې پاکه ده او ډېره ګرمي هم نشته نو کېدای شي ناروغي يې ورسره ښه شي. له کړکۍ يې د خيرو ګل ته وکتل داسې يې احساس کړ چې ګل ورته خاندي، ژر يې د اوبو کوزه واخيسته د خيرو د ګل له بيخ سره يې د اوبو ځای لوی کړ، بيا يې ښې ډېرې اوبه ورته واچولې، په مينه يې ورته وويل دا ټولې وڅښه زه قره باغ ته ځم داسې نه چې زما تر راتګ پورې مړاوی شې، که دې اوبه خلاصې شوې هم لږ مقاومت وکړه زه راځم اوبه دې پر ما دي، څو چې زه ژوندی يم ته به نه رانه مړاوی کېږې.

نصيراحمد احمدي د هېواد پياوړی ناول ليکوال په غزني کې خپل کلي ملک کلا ته ورسېد. هغه په ۱۳۵۳ لمريز کال په همدې کلا کې زېږېدلی و. اولادونو يې مخې ته منډې را وهلې ټولو غېږې ورته خلاصې کړې وې، دوی ته خپل پلار ډېر ګران و، ځکه چې دوی ته به يې له کچې ډېره مينه ورکوله. پر ماشومانو پسې د احمدي وروڼه بشير، منير او د کورنۍ نور غړي هم ولاړ وو. احمدي دوی ته په ټوکه وويل غېږه به نه درکوم ناروغ يم، خدای مه کړه کرونا نه وم، تاسې پرې اخته نه کړم.

بشير ورته وخندل، دلته کرونا مرونا نشته، په دې پاکه هوا کې کرونا مري، کرونا يوازې چټلو کوڅو او چټلو سيمو کې ډېره وي. ټولو په کړس کړس وخندل بيا هر يوه نصير ته غېږه ورکړه.

نصير ته يې مشر ورور وويل که تبه دې ډېره وي درمل درته راوړم، خو نصير وويل:

که مې تبه هم وي د کلي د دې پاکې او سړې هوا او ستاسې د دې بې کچې مينې زور نه لري، اوس به خپله په تېښته شي. خو د احمدي تبه د تښتېدو نه وه، په سبا يې د غزني په ولايتي روغتون کې بستر شو. په يوه اونۍ کې له خبرو ولوېد، د اولادونو د ژړا غږ به يې هره ورځ کلی را خبراوه، د دفتر يوه ملګري يې پيغام کې د روغتيا پوښتنه ترې وکړه، خو نصير ورته ليکلي وو: «د رغېدو نه يم، ټول مې وبښئ، همدا کرښې مې هم په زور وليکې».

د احمدي ناروغۍ ته په اندېښنه کې وم، مازيګر و د کور له دروازې مې پښه ننويسته چې د مبايل زنګ راغی، انور اندړ و، ويل يې احمدي صیب يې کابل کې اميري کمپلکس روغتون کې بستر کړی دی، د ډاکټر عبدالرحيم هلال شمېره راکړه. شمېره مې ورکړه او خپله مې هم هلال صیب ته زنګ وکړ چې د زړونو پادشاه په اميري کمپلکس کې بستر دی هيله ده ورته ورسېږې، هلال صیب دې خير يوسي ډاډ يې راکړ.

د احمدي د دفتر ملګرو انور اندړ، مينا نظري، مجيب الرحمن محمودي، ناجيې نجات او سميرا پرخې پر فېسبوک د احمدي له پاره له خلکو دعا غوښته او د احمدي ناروغۍ ته په اندېښنه کې وو.

احمدي صیب مې لومړی ځل په ۱۳۸۵لمريز کال د بي بي سي راډيو د تعليمي خپرونو په دفتر کې لیدلی و، بيا وروسته په ۱۳۸۸لمريز کال په همدې دفتر کې همکاران شوو او پوره پنځه کاله مو شعبې څنګ په څنګ وې، سهار او مازيګر به مو دفتر ته هم په موټر کې يو ځای تګ راتګ کاوه. تل به يې خوله له خندا ډکه وه او نوې کيسې به يې کولې، سهار به چې موټر ته پورته شوو ويل به يې شور مه کوئ په وردګانو مې نوې کاغذ پېچه ټوکه اورېدلې.

احمدي د داستاني ادبياتو پياوړی ليکوال او يو تکړه ناول ليکونکی و. زده کړې يې لومړی د خپل کلي په مسجد کې له الف او با پيل کړې وې، خو د حالاتو په ادلون بدلون سره يې کډه کابل ته ځي او هلته په حبيبيه لیسه کې شاملېږي، له حبيبيې ليسې په ښو نومرو فارغېږي. د کانکور په ازموينه کې له ګډون وروسته د کندهار پوهنتون کرنې پوهنځي ته بريالی کېږي.

خو دا چې احمدي له ليکوالۍ او ادبياتو سره مينه لري، له کرنې پوهنځي تېرېږي، څه وخت د معلمۍ سپېڅلې دنده مخکې وړي او په ۲۰۰۳م کال په کابل کې د بي بي سي راډیو له تعليمي خپرونو سره د پروډيوسر په توګه دنده پيلوي، وروسته د خپرونو اېډېټر او په پای کې د راډيو عمومي اېډېټر کېږي او تر وروستيو په همدې دنده پاتې کېږي. احمدي ليکوالي پيلوي خوږې کيسې ليکي، کيسې يې د هېواد په ګوټ ګوټ کې مينه وال پيداکوي تر دې چې د احمدي ناولونه د هېواد هر کلي او بانډې ته رسېږي او هر ناول يې پنځه او شپږ ځله چاپېږي او د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د غوره ليکوالۍ مډال اخلي.

احمدي لا هم په اميري کمپلکس کې بستر دی. له بازاره کور ته ستړی راغلم، مشر ورور مې له کلي راغلی و، په انګړ کې مو فرش اوار کړ، د کور کلي په کیسو بوخت وو چې وحيدالله اورياخېل زنګ وکړ، راځه د احمدي صیب پوښتنې ته ورشو، ورته ومې ويل سمه ده، يو ساعت وروسته به ورشو. يو ساعت لا تېر نه و چې اورياخېل صیب بيا زنګ وکړ، له سلام وروسته يې وويل:

فېسبوک دې نه دی کتلی؟

نه  ولې خيريت خو به وي؟

اورياخېل صیب په پرېشانه ډول وويل:

احمدي صیب خو وفات شوی. د دې خبرې د اورېدو توان مې نه درلود. له ځان سره مې وویل د خيرو ګل مړاوی او ومړ او د هېواد پياوړی ليکوال د ۲۰۲۱م کال د جولای په لسمه له دې نړۍ وکوچېد.

 د اورياخېل صیب په خبره ګنګس شوم، ملالۍ لور مې وپوښتل هماغه احمدي کاکا ښيي چې زما د کتاب (وری او ستوری) د مخکتنې ته له مينا نظري خاله سره يو ځای راغی ويل مې هو، د ملالۍ په سترګو کې هم اوښکې ډنډ شوې. موږ ټولو يو بل ته حیران کتل، د احمدي د وړو اولادونو څېرې مې له سترګو نه چپېدې.

له یو ملګري سره مې اړيکه ونیوه جنازه يې څه وخت او چېرته ده، ويل يې همدا اوس کلي ته حرکت کوي، جنازه او نور مراسم به يې په کلي کې وي.

لږ وروسته مې په ډکو سترګو فېسبوک ته پناه يوړه. پر فېسبوک مې د پياوړي او ځوانيمرګ ليکوال نصيراحمد احمدي له تصوير، د خلکو له تسليت او اوښکو پرته نور څه ونه ليدل. ولسمشر محمد اشرف غني، د مصالحې د ملي شورا رييس ډاکټر عبدالله، ګڼو چارواکو او علومو اکاډمۍ يې په اړه د تسليت پیغامونه خپاره کړي وو او د احمدي مړينه يې د هېواد ادب ته لويه ضايعه بللې وه. ملي او نړيوالو رسنيو، خبريالانو، ليکوالو، په سلګونو فرهنګيانو او عام ولس د احمدي په مرګ اوښکې تويې کړې، د تسليت پيغامونه يې خپاره کړل، له نوموړي سره يې خپلې خاطرې ليکلې وې، لنډه دا چې په مړينه يې ټول افغانستان وژړل.

پر سبا مې په فېسبوک پاڼه د احمدي په تياره شعبې سترګې ولګېدې چې ګروپ يې مړ و، په چوکۍ کې يې ګلونه اېښي وو او پر مېز يې د احمدي يو عکس اېښی و چې شمعې ترې تاو وې او پرې ليکل شوي وو:

 «شهيد نصير احمد احمدي»

په دې ورځ يې مشر ورور بشير احمد د نصير احمد احمدي په فېسبوک پاڼه وليکل:

«زما پښتون ولسه ما به نه هېروئ»

د احمدي له پاڼې دې ليکنې د احمدي د ډېرو مينه والو، ملګرو او همکارانو اوښکې يو ځل بيا وبهولې. ورپسې بشير بيا د روغتون يو څه نادودو ته اشاره وکړه:

«نصيراحمد ۲۵ ورځې ناروغ شو خو ۱۰ ورځې په بستر کې له مرګ سره لاس او ګرېوان و، په کابل کې شخصي روغتون ته له اته نهو سپيرو قرباغيانو پرته بل څوک پوښتنې ته رانغلل، هېڅ دولتي او فرهنګي کس يې پوښتنه ونه کړه. تاسې ټولو موږ د روغتون قصابانو ته يوازې پرېښودو. د کرونا ناروغۍ له کبله ډېرو روغتونونو ځای نه راکاوه، په دې شخصي روغتون کې يې يوه پېچکارۍ په ۷۰ زره افغانۍ راته حساب کړه، اکسيجن مو کابل ته له کندهاره را غوښت».

بشير د احمدي پر فېسبوک پاڼه دا هم وليکل:

«نصير چې ناروغ و هېچا يې پوښتنه ونه کړه، اوس د نصير له مرګ وروسته د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د تسليت پيغامونه څه کړم».

د بشيراحمد د کورنۍ او ټولو فرهنګيانو، ليکوالو او د ناول مينه والو د مينې څلی ونړېد بله ورځ په فيسبوک کې د احمدي د وروستي کور، يوه خاورين قبر عکس خپور شو او د نيازبېک د کور په انګړ کې يې د خيرو ګل مړاوی او ومړ.

انا لله و انا اليه راجعون

د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي ۹مه/ کابل افغانستان

__________________

ياددښت: دغه ليکنه مې تېر کال په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز (ACKU) له پاره ليکلې وه چې په يوه کتاب کې يې خپره شوه.

4 COMMENTS

  1. که دغه لاندې جمله :
    يو دم له تکيې را پورته شو، له ځان سره يې وويل…
    داسې ولیکو: یوناڅاپه له تکیې را پورته شو، له ځانه سره یې وویل…
    فکر کوم دغه دوهمه جمله له سمه وی؟؟

    خپه مه شی ګران او دروند وقار صاحب. لیکنه دی ډیره ښایسته ده .

    • دوديال صیب ډېره مننه ژوندی اوسې، ولې به خپه کېږم ليکوالي او ليکنه کول په نقد او کتنه لا پياوړي کېږي. ستاسې خبره هم سمه ده، زموږ په پښتني سيمو کې (يو دم او يو ناڅاپه) دواړه کارول کېږي. نو که ژبه کې ټول هغه کليوالي او سيمه ييز اصطلاحات وکاروو چې لرو يې دا به د ژبې د غنا له پاره ګټور کار وي. او د (له ځان) او (له ځانه) سره به دا لومړی تر دویم زما په نظر سم وي.
      بیا هم مننه کوم چې ليکنه مو لوستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب