پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونههلمند کې کولرا ته ورته ناروغي؛ ۲۴ ساعتونو کې ېې ۲۰ تنه...

هلمند کې کولرا ته ورته ناروغي؛ ۲۴ ساعتونو کې ېې ۲۰ تنه مړه کړي

تاند( يکشنبه ، د سرطان نولسمه ) ‏‏د هلمند په باغران کې کولرا ته ورته ناروغۍ له امله شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د طالبانو ځايي چارواکي وايي، له تېرو ۲۴ساعتو راهیسې ۱۲۰ تنه په کولرا ته ورته ناروغۍ اخته شوي چې شاوخوا ۲۰ تنه پرې مړه شوي هم دي.

د دوی په وينا ،سیمې ته دعامې روغتیا ټیمونه رسېدلي او دناروغانو درملنه یې پیل کړې ده.

څه موده مخکې په زابل کې هم د يادې ناروغۍ د خپریدو او ورڅخه د يو شمېر کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی و.

ځایي خلکو شکایت کړی، چې روغتيايي منسوبينو تر اوسه دغه ناروغي په سمه توګه پېژندلې هم نه ده، ځکه خو ېې په درملنه نه دي بریالي شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...