شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+اختر په لنډيو کې - يوه کتنه  

اختر په لنډيو کې – يوه کتنه  

عبدالودود بشریار

اختر د مسلمانانو دیني مېله او د خوښيو جشن دی. په اسلامي نړۍ کې د کال دوه اخترونه کيږي، يوه ته يې «کمکى اختر»  او بل ته يې «لوى اختر» وايي. مسلمانان  «کمکی اختر» د روژې له تېرولو وروسته او «لوى اختر» د حضرت اسماعيل (ع) د قربانۍ د ياد تازه کولو په موخه له «کمکي اختر» نه دوې مياشتې وروسته کوي. 

عربۍ کې اخترته عيد وايي، چې دا كلمه  پارسۍ ته هم ننوتلې ده. خوپښتانه ورته عيد نه بلکې اختر وايي، مګر په هغو سيمو کې چې پښتانه لږ ډېر د پاړسۍ تراغېز لاندې راغلي، هلته هم ورته عيد ويل کيږي.

همدغسې د مسلمانانو په وسيله دې کلمې انګرېزۍ ته هم لاره موندلې او اوس  يې انګرېزي  ژبي هم عيد Eid  بولي. په عربۍ کې «عید» مېلې ته وايي. دا کلمه عربۍ ته له «ارامۍ» ژبې ورغلې ده، ویل کیږي چې په ارامۍ ژبه کې یې د «غونډیدلو ورځ» مانا ورکوله. 

د اسلام له راتګ نه وړاندې پښتنو د ګڼو نورو مېلو ترڅنګ د (يختېر) په نامه يوه مېله درلوده، چې موسمي مېله وه او د يخنۍ (ژمي) له تېرېدو وروسته به يې کوله. داسې ښکاري چې دا مېله به د اوسني (نوروځ) پرځای نمانځل کېده، یانې اوسنۍ (نوروځ) د هماغه (یختېر) سره تړاو درلود خوکله چې پښتنو اسلام ومانه نو دغې مېلې(یختېر) د عربانو عيد ته خپل ځای پرېښود او پښتنو اسلامي عید ته اختر ووایه. له دې سره د پښتنو پخوانۍ موسمي مېله په مذهبي مېلې واوښته او د موسم پر ځای یې د مذهبي ورځو پر اساس نمانځل شروع کړل. ویل کیږي چې د پښتو ژبې «اختر» 

د یادونې وړ ده، کله چې پښتنو اسلام ومانه نو د خپل پخواني کلتور ډیر اصطلاحات او افکار یې هم له ځان سره راولیږدول. په دغو اصطلاحاتو کې یو هم «اختر» دی. «خدای»،«دیو» «پرښته»، «پري»، «پیری»، «روژه»، «لمونځ»، «شوده/سوډر» او نورې کلمې هم پښتو ژبې ته د پښتنو له پخواني کلتور څخه راغلې بریښي. 

که څوک  غواړي چې د پښتنو پر اختر او دودونو خبرې وکړي او مالومه کړي چې پښتنو اختر څنګه نمانځه او اوس یې څنګه نمانځي؛ غوره به وي، چې د پښتنو ولسي ادب (فولکلور) ته ورشي اوپه لنډيو، متلونو، او انګېرنو… کې داختر ارزښت، د اختر کولو ډول او دودونه ولټوي، موږ هم دا کارکوو او ټپو کې یې لټوو: 

۱. پخوا به پښتانه په خوارۍ، مزدورۍ اوسرکاري نوکرۍ پسې هندوستان  ته تلل چې لا تر اوسه هم دا لړۍ روانه ده خو دوى به اختر ته هرومرو کورونو ته راتلل او اختر به يې په خپل پلرني ټاټوبي کې کاوه. کورنۍ او مينان به یې هم  اختر  ته سترګې په لار ول. د کورنيو او مينانو انتظار او  خوښي په ټپوکې داسې راغلي:

اخترته ځکه خوشالېږم،

چې مسافر اشنامې کلي ته راځينه.

×××××

اختر ته ځکه خوشالېږم یا( اختر ته ډېره خوشالیږم )،

زما ديار وعده اختر دى  را به شينه!

×××××

اختره تل ترتله اوسې،

چې د بېلتون په کور تر مرګه وي ويرونه.

×××××

اختر نژدې دى ياره راشه،

مبارکي به يو او بل ته ورکوونه.

×××××

اختر د واړو مبارک شه،

زه به خپل سره لاسونه يارته ورکومه.

×××××

د اختر ورځې بختورې،

چې مې جانان سره ديدن کيږي مينه.

×××××

خدايه سرکار ته قوت ورکړې،

چې لالى مې په اختر پرېږدې مينه.

×××××

که يار يې راشي په خندا شي،

د اختر سودا کې غم ورک  شي مينه.

×××××

په سفر ځه په مخ دې ښه شه،

په اختر کې خوښ راشې مينه.

×××××

روژه به تېره په سفر كړم،

اختر ته كلي ته درځم خوشاله يمه.

×××××

خاونده ژر تر ژر اختر کړې،

چې د عاشقانو سره وشي دیدنونه.

×××××

د اختر شپه د هغې ځار شه، 

په کومه شپه چې سر دیار په څنګل ږدمه. 

×××××

د اختر ورځ ده خوشالي ده، 

یار مې مېلمه دی د زړه غوښې ورکومه. 

×××××

په سین کې زر کښتۍ لاهو کړه، 

سبا اختر دی د خپل یار سلام له ځمه. 

×××××

میاشت د اختر ښکلې ښکاره شوه، 

ربه اوس تږی د جانان د  دیدن یمه. 

×××××

عالم اختر كا جامې وينځي، 

زما اختر به د ديدن په ورځې وينه. 

×××××

مياشت د اختر ښكلې ښكاره شوه،

ربه اوس تږې د جانان دديدن يمه. 

×××××

عالم اختر كا جامې وينځي، 

زه به هاله اختر كوم چې يار له ځمه. 

×××××

۲.که له ډېر انتظار روسته به بيا هم مسافر خپل کور ته رانغى نو کورنۍ، چنغلې، تورسرې او په خپله مسافر به ډېر ارمان او خپګان کاوه، چې  داسې ټپه شويدى:

×××××

خلک د اختر په ورځ دیدن کړي، 

زما قلم کاغذپه لاس بیدیا ته ځمه. 

×××××

زما اختر به څه اختر وي،

په داسې ورځ چې زه له یاره جدا یمه. 

×××××

سبا اختر دی یار مې نشته، 

زه به بې یاره خوشالي څه کړم مینه. 

×××××

که اختر راشي یار مې نه وي،

له خندا ډکه خوله به چا له ورکومه. 

×××××

د مسافر به څه اختر وي، 

چې د بېلتون لېونو سپو خوړلی وینه. 

×××××

اول  روژه وي بیا اختر وي، 

په بېلتانه پسې وصال دی رابه شینه. 

×××××

اخترخو راغى يار مې نشته،

دخندا ډکه خوله به چاله ورکومه؟

×××××

ښکلى اختر دى، بختور دى،

افسوس په دې دی چې له ياره جلا يمه.

×××××

اختر خو راغى ته رانغلې،

پکار مې ندي دا بې ياره اخترونه.

×××××

اختر خو راغى ته رانغلې،

زه به دا سرې منګولې چاته ورکومه؟

×××××

اختره ما نه خپه نشې،

چې مې لالى رانغى تا به څه کومه.

×××××

چې مسافر جانان رانغى،

که جهان ډک له اخترو شي څه به يې کړمه.

×××××

اختر نژدې دى روژه لاړه،

ليلا به چا ته سرې منګولې ښکاروينه؟

×××××

اختره ستاخوشحالي څه کړم؟

زه د بېلتون له لاسه اورکې ستي شومه.

×××××

اختر زما په نصيب نشته،

زه د وصال په تمه ستايم مړه به شمه.

×××××

خلكه زما به څه اختر وي، 

چې بېلتانه راته خېمې وهلي دينه. 

×××××

خلكه زما به څه اختر وي، 

امبار غمونه بېلتانه راكړي دينه. 

×××××

خلكه زما به څه اختر وي، 

چې بېلتانه په سر سرتور تړلى يمه.

×××××

خلك به وايي چې اختر دى، 

په ما خو ندى چې له ياره جدايمه. 

×××××

زما د زړه ارامه راشه، 

په تمامي جهان اختر په ما غمونه. 

۳. اخترکې مرور يو بل پخلاکوي. يو بل ته غېږې ورکوي او تېرې تېروتنې او ګناوې يې بښي.که چېرې بیا هم عاشق خپل معشوقه پخلا نه کړي او مبارکي ورنه کړي نو بیا ګیله ترې کوي، دې پخلاينو او ګیلو ته پښتانه  داسې خوشحالي  او هركلى کوي:

اختره ډېر دې احسان منديم،

چې مرور اشنا مې غېږې له راځينه.

×××××

اختر ته ځکه خوشالېږم،

چې مرور جانان به  ما پخلاکوينه.

×××××

زما له یاره ګیله کیږي، 

د لوی اختر مبارکي نه راکوینه.

×××××

 اختره څومره بختوريې،

چې دوه ياران يوبل ته غېږې ورکوينه.

×××××

ګرانې اختر دې مبارک شه، 

سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه. 

۴. دې روستيو ناخوالو او نورو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو داسې کانې راوکړې، چې له پښتنو او نورو افغانانو نه يې داختر مېلې او ټالونه له ياده واېستل او د اختر خوشحالۍ او مستۍ يې ترې واخېستې، چې دا ناخوالې داسې ټپه شويدي:

اختره څنګه به خوشحال شم،

چې مې په زړه پراته دلۍ، دلۍ غمونه!

×××××

خلک کالي کوي اختر دی، 

زه د شهید جامې په خوا کې ګرځومه. 

×××××

د غم اختر د غم سیلونه، 

د غم بازار  دغم سودا په کې کومه.

×××××

۵. پښتانه اختر ته ډېر په تمه وي، انتظار ورته وباسي اوهوسيږي ورته. د خوشالۍ بل نوم يې ګڼي، چې په ټپو کې داسې وايي:

اختر يوه لويه خوشالي وي،

چې زړونه اخلي پرې د عمر پيوندونه.

×××××

اختره شکردى، چې راغلې،

په انتظار در ته د ډېرې مودې ومه.

×××××

چې مازديګر شي ښکته لمر شي،

په چا اختر شي څوک د غم نارې وهينه.

×××××

جانانه راشه چې اختر شي،

نن خو زما په اوږه واچوه لاسونه. 

×××××

پر ما هغه ورځ اختر ده، 

چې شیرین یار مې د ډولۍ په مخکې ځینه. 

×××××

ورځ د اختر ده نورڅه ندي، 

په سره جوړه کې راته شنه له خندا شینه. 

×××××

ګودر كې هره ورځ اختر وي، 

منګي په سر ورته راځي جونه سيلونه. 

۶. په پښتنو او نورو مسلمانانو کې د اختر ورځ فوق العاده ارزښت لري، نو تيارى او چمتووالى هم ورته په فوق العاده توګه نيول کيږي او له عادي ورځو نه پوره توپير لري.  همداشان که څوک په عادي ورځو کې د اختر په ډول چارې کوي یا یو کار پر خپل وخت نه کوي نو بيا ورته  وايي: 

اختر پرون تېر شو عالمه،

د بغدادو کوترو نن راغله سيلونه.

×××××

اختر پرون و، پرون تېر شو،

دا دامان کوترو نن سره کړه لاسونه.

×××××

۷. اختر ته پښتانه نوې جامې او ډولي شيان اخلي او په تېره پښتنې نجوني اوپېغلې ورته ډېرې هوسيږي. دا خوشالي داسې ټيكۍ شویدي:

اختر د چا د مور مېړه دی،

چې پېغلې نجونې ورته ځان سمبالوينه.

×××××

تا چې دا سور کميس اغوستى،

داسې ښکاريږي چې اختر کوې مينه.

×××××

پېزوانه خانده هوسېږه،

سبا اختر دى تا به پاس په تندي وړمه.

×××××

سبا اختر دی یار مې نشته، 

د ګاڼې ډکه به د چا غېږې ته ورځمه. 

×××××

پېزوانه زیری مې درباندې  یا (پېزوانه کوز شه اوبه وڅښه)،

سبا اختر دی په سرو شونډو به دې وړمه. 

×××××

۸.که كومه نجلۍ او پېغله د اختر لپاره ځانګړي کالي او جامې ونه لري نو ډېره خپه وي، چې دا خپګان داسې لنډۍ شویدی:

اخترپه ټوکو، ټوکو راغى،

نه مې کالي شته نه د غاړې امېلونه.

×××××

اخترپه ټوکو، ټوکو راغى،

نه مې اوږۍ  شته نه دغاړې تاويزونه.

×××××

۹. عمومن پښتانه د اختر پر اوله ورځ مشرانو کره مبارکۍ ته ورځي او پلارګنۍ خپلې خويندې، خورلڼې او لوڼې کورونو ته بيایي. وروڼه  په واده شويو خويندو پسې ځي او کورونو ته يې  راولي، خو که کومه خور؛ ورور  و نه لري نو ډېره خپه کيږي، چې دا خپګان داسې لنډۍ شوېدی: 

خلک اخترته خويندې بيایي،

بې وروڼو خويندې د تربرو لارې څارينه!

×××××

خلک اختر ته خويندې بيایي،

بې  وروڼو خويندې  دېوالو ته ناستې وينه.

×××××

۱۰. د اختر پر دویمه ورځ، هغه ځوانان چې کوژدې يې کړې او لا يې ودونه، نه وي کړي، له خپلو ډېرو نژدې ملګرو سره؛ د خوسر کور ته ځي او له ځان سره د اختر مېوه هم وروړي. دا دود  په کليوالو سوچه پښتنو کې ډېر کم دى، ځکه هغوى له واده نه وړاندې د خوسر کورته تلل، عار او  بد ګڼي. خو په زياتره هغو پښتنو کې چې ښاري  ژوند يې پيل کړى؛ خوسر کره تلل عيب نه ګڼل كيږي. (؟) دا دود داسې ټپه شوې:

زومان اختر کې خوشحاليږي،

سبا د جنې کور لره ورځينه(؟)

×××××

۱۱. د اختر پر ورځ  ښځې، نجونې او  کمکيان نکریزې ږدي او سترګې توروي . ښځې نکریزې ايښودل او سترګې تورول مبارک بولي،دا دود هم ډېرو پښتنو د ښاريتوب له کبله  پرې ايښى دى.(؟) په ځينو ټپو کې داسې راغلي دي:

ته د اختر په سبا راشه،

زه به دروځم تورې سترګې سره لاسونه.

×××××

اختر دې تاته مبارک شي،

چې لاس او پښې دې بې حنا اور لګوينه.

×××××

اختر د واړو مبارک شه، 

زه به خپل سره لاسونه یار ته ورکومه.

×××××

۱۲. د اختر پر ورځ عاشقان خپلو معشوقو ته سوغاتونه استوي، چې ورته وښيي، ياديږي يې او مينه ورسره کوي. (؟)دې عمل داسې ټپو ته لاره موندلې ده:

ډمې غنچه ګلان مې يوسه،

پدې پلمه مبارکي ورکه مينه.

×××××

۱۳. د اختر ټالونه ډیر مشهور دي. په ځينو ځايونو کې د اختر د پاى په ورځو کې مېلې جوړيږي، چې له لېرو، لېرو ځايونو څخه ورته  پښتانه غونډېږي، په ټالونو کې ځانګي او لوبې کوي، دا چاره داسې ټپه شوېده:

ښکلي د اختر په ټال ځنګېږي،

ټال يې پلمه دى، خپل غم غلطوينه.

×××××

اختر په ورځ دې ځان سينګار كړ،

څوك دې په زړه دي كه ډاډه وهې ټالونه.

×××××

۱۴. د پښتنو دود دی چې په اختر  او نوروځ کې خپلو کوژده کړو نجونو ته د هلک کورنۍ جامې او نور شیان وروړي. لکه چې وایي:

اختر په منډه منډه راغی،

ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه.  

×××××

د اختر اړوند بېلابېلې ټپې:

اخترپه وخت د ګلو راغى،

زما نازك زړګي نه خیژي فريادونه.

×××××

اختره تل ترتله اوسې،

زه د الله په در كې دا دوعا كومه.

×××××

اختر د جونو مبارك شه،

زاڼي د بل وطن مرغان دي لاړ به شينه.

×××××

اختر د واړو مبارك شه،

كه مسافر وي كه د يار له څنګه وينه.

×××××

اختر پرون و، پرون تېر شو،

كله به راشې صحبتي لويه اختره.

×××××

اختر په وخت د واورو راغی، 

زما د یار د کلي لارې بندې دینه. 

×××××

اختره څنګه به خوشال شم، 

زه د اغیار له لاسه اور کې ژوند کومه. 

×××××

د پېغلتوب اختر مې تېر شو، 

د سپین سرۍ په اختر اوښکې تویومه. 

×××××

اختر له تاسره ښاییږي، 

نور خلک خوشې د اختر هوس کوینه. 

×××××

دا نمر زیړی وخت مازدیګر دی،

په چا اختر دی څوک د غم ژړا کوینه. 

×××××

د روژې هر ماښام اختر دی، 

ټوټې، ټوټې د پېشلمي د لاسه یمه. 

×××××

سالو یې دوه رنګه په سرکړو، 

په چا یې اختر کړو چا له یې ورکړل ډېر غمونه. 

×××××

شپه د اختر وه که د قدر، 

چې د اشنا سره مې وشوه دیدنونه. 

×××××

مخ دې قمر شغلې د لمر کا، 

په چا ختر کا څوک د غم سودا کوینه. 

×××××

په سپینه خوله که روژه ماته، 

د کفارې روژې به دواړه ونیسونه. 

×××××

خلك اختر ته جامې وينځي، 

زه په ګولو ويشتلى زړه ټكورومه. 

×××××

اختر په وخت د ګلو راغی، 

زما نازک زړګي نه خیژي فریادونه. 

اخځونه:

  1. سلیمان لایق، پښتو لنډۍ، ۱۳۶۴، کابل
  2. د هېواد، اصلاح، انيس دولتي ورځپاڼو بېلا بېلې ګڼې ( له ۱۳۸۴ نه تر ۱۳۸۷ پورې)
  3. د کابل ښاروالۍ پامير اوونيزه ( ۱۳۸۷ هـ ش)
  4. دعوت ویبپاڼه، د عبدالسلام ټولې کړې ټپې
  5. سپوږمۍ ویبپاڼه، د سمیع الله امیني ټولې کړې ټپې 

۶. له بیلا بیلو کتابونو څخه یادښتونه او د خپلې سیمې له پښتنو میندو څخه راغونډې کړې ټپې

یادښت: دا لیکنه لومړی ځل په ۱۳۸۷ هـ ش کې خپره شوې. پر ۱-۱-۱۳۸۸ پکې یو څه نویووالی راغی او په ۱۴۰۱ کې یو ځل بیا پکې د لیکوال لخوا لږ بدلون راوستل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب