یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+زه روبوټ یم

زه روبوټ یم

کتاب: زه روبوټ یم

لیکوال: آیزک آسیموف

ژباړه: رحمت شاه فراز

(نهمه برخه)

دواړو انجینرانو تر اوو ورځو پورې سکرین وڅاره. په اتمه ورځ ډونوان پاڅېده او یو کتاب يې د سکرین په لور ګوزار کړ، سکرین ټوټې، ټوټې شو. 

پاول په منډه خونې ته راننوت، ويې ویل: ((ولې په غوسه يې؟))

ډونوان وویل: ((نور نو دې سکرین ته نه شم کتلی، ګریګه! په دوو ورځو کې باید خپل راپور چمتو کړو او تر اوسه پورې مو هېڅ هم نه دي پیدا کړي. موږ باید روبوټونو ته نږدې ورشو او یو ځل بیا چت را وغورځوو یا بله کومه ستونزه جوړه کړو.))

ډونوان خپله خبره وغځوله: ((هغې ګوتې موږ ته څه وویل؟ ویې ویل چې ستونزه هغه وخت پېښېږي چې کله یو څه وغورځي او یا له غورځېدو وروسته پېښېږي. دغه راز، هغه وخت ستونزه جوړېږي، چې کله روبوټونه یوه سخته چاودنه کوي، یا په خطرناکو ساحو کې کار کوي.))

پاول په هیجان وویل: ((یانې ستونزې هغه وخت منځته راځي، چې کله اضطراري حالت رامنځته شي.))

ډونوان وویل: ((بالکل، کله چې ډېو له یوه پېچلي تصمیم سره مخ کېږي او شاوخوا یې هېڅ انسان نه وي، نو تېروتنه کوي. نو، موږ به یو بېړنی حالت جوړ کړو. بیا به وګورو چې څه پېښېږي؟))

پاول وویل: ((راځه چې یوه تونل ته ورشو او یوه چاودنه پکې وکړو.)) ډونوان ورسره ومنله. 

ــــــــــ

ډونوان او پاول د کان دننه وو. په تونل کې ډېر زیات ګرد او دوړې وې. 

پاول وویل: ((واوره! روبوټونه له کاڼي نه د فلزي تیږو د بېلولو لپاره چاودنه کوي. موږ باید اوس نږدې ورشو.)) خپله لاسي بتۍ یې په تونل کې رڼا کړه. د تونل بام ډېر ټیټ وو. ویې ویل: ((راځه چې هلته ورشو.))

دواړه تونل ته ور ننوتل. تر دې وروسته باید په خاپوړو تللي وی، ځکه بام يې ډېر زیات ټیټ وو. د تونل په ځمکه ورو، ورو په خاپوړو روان شوو. 

پاول وویل: ((رڼا ښکاري، دغه رڼا د روبوټونو ده.))

ډونوان خپله لاسي بتۍ چت ته ونیوه. ویې ویل: ((وګوره! هلته یو کمزوری ځای دی، تقریباً پنځوس فوټه وړاندې. همالته به یوه چاودنه وکړو.))

پاول وویل: ((سمه ده)). بیا يې یو څه چاودېدونکي توکي چت ته کېښودل. ویې ویل: ((ښه نو، زه چمتو یم. او ټول روبوټونه لا هم نږدې دي.))

ډونوان د روبوټونو مشر یانې ډېو او شپږ فرعي روبوټونه وشمېرل. ویې ویل: ((هو، اوه واړه همدلته دي.))

زوروره چاودنه رامنځته شوه. پاول، په ډونوان ور وغورځېده. 

ډونوان وویل: ((ګریګه، ومې نه لیدل چې روبوټونو څنګه غبرګون وښوده؟ تا ولیدل؟))

پاول وویل: ((نه، روبوټونه څه شول؟ فکر کوې چې چت د دوی په سر را وغورځېده.))

پاول په تونل کې په خاپوړو روان شو. خو ناڅاپه، ودرېده. نور مخې ته نه شوی تللی. پاول او ډونوان په تونل کې ګیر شوي وو. مخې ته نه شوی تلای، لاره بنده وه. او شاته هم نه شوی تلی، تر شا ټیټ چت هم را غورځېدلی وو. تیږو په بشپړ ډول تونل بند کړی وو. 

ــــــــــ

پاول وویل: ((دا نو ډېر بد کار وشو، مایکه! په فضايي جامو کې مو یوازې شپږ ساعته نور اکسیجن پاتې دی. که بېرته بېس ته ونه رسېږو، له منځه ځو.))

ډونوان وویل: ((ډېو ته مې مخابره وکړه، خو هغه ځواب نه راکوي.))

انجینرانو دومره زیاتې تیږې نه شوی خوځولی، ډېرې زیاتې درنې وې. خو د تیږو په دېوال کې یې ډېر کوچنی غار وکولی شو.

ډونوان غار ته ور وڅښېده او هاخوا ته يې ترې وکتل. ویې ویل: ((ګریګه! روبوټونه پنځوس فوټه لرې دي. موږ باید ډېو ځان ته نږدې وغواړو. ډېو چې رانږدې شي، نو بېرته به عادي کار پیل کړي. او بیا مو ژغورلی شي.))

پاول خپل ملګری له غار نه اخوا ټېل واهه، پخپله يې ترې وکتل. 

ویې ویل: ((زموږ پلان کامیابه شو، روبوټونه اوس پوهېږي چې حالت اضطراري دی. دوی په بشپړ ډول لېوني شوي.))

روبوټونو په ګډه قدمونه وهل. شپږو ګوتو د ډېو پېښې کولې. ډونوان له غار نه یو ځل بیا وکتل. ناڅاپه يې پاول ته غږ کړل: ((هغوی روان دي.)) بیا یې له غار نه چیغه کړه: ((ډېوه! اې، ډېوه!)) 

پاول وویل: ((زموږ غږ نه اوري. صبر، زه یو فکر لرم.))

ډونوان وویل: ((څه کوې؟))

پاول ځواب ورکړ: ((په یوه ګوته ګوزار کوم.))

((ولې؟))

پاول ځواب ورکړ: ((زه به يې وروسته سپیناوی درته وکړم، خو اوس وګوره چې زما پلان کار ورکوي که نه.))

پاول له کمربند نه خپله وسله را وایسته. درې فیرونه يې وکړل او یو فرعي روبوټ ښکته وغورځېده. 

پاول په خپله مخابره کې د ډېو نوم واخیست. یو څو ثانیې چوپتیا وه، بیا د ډېو غږ راغی. 

 ((پاول له خپل کمربند نه وسله را وایسته.))

پاول وویل: ((موږ په اضطراري حالت کې یو. تاسو چې چېرته چاودنه کوله، هلته چت را غورځېدلی. زه له ډونوان سره نښتی یم. له دې ځایه د وتلو لاره نشته، د تونل خوله تړل شوې. زما رڼا در ښکاري؟)) پاول له سوړي نه د لاسي بټۍ رڼا واچوله. 

ډېو ځواب ورکړ: ((هو.))

پاول شاته کېناست او ویې خندل.

ډونوان ورو وویل: ((سمه ده، ګریګه، اوس نو هر څه راته ووایه.))

پاول وویل: ((ډېو هغه وخت لېونی کېږي چې کله یې سخت انتخابونه په مخ کې وي. مثلاً په اضطراري حالتونو کې. آیا د ډېو امریه الفاظ نور فرعي روبوټونه هم لېوني کوي؟ نه، ګوتې چې ساده کارونه کوي، اړتیا نه لري چې لارښوونه ورته وشي. دوی په سم او مؤثر ډول کار کوي. معمولاً، ډېو یوازې دوو ګوتو ته په یو ځای امر کوي. خو که حالت اضطراري شي، شپږ واړه ګوتو ته په یو وخت کې سمدلاسه امر ورکول کېږي. همدا هغه وخت وي چې ډېو تېروتنه کوي. نو ما څه وکړل؟ ما یوه ګوته له منځه یووړه. اوس چې ډېو یوازې پنځه ګوتې لري، نو په یوه اضطراري حالت کې د هغه ماغزه په چټک او مؤثر ډول کار کوي.))

ډونوان په خوشالۍ وویل: ((د ډېو د ستونزې حلول باید اسانه وي.))

پاول وویل: ((هو.))

ډونوان پوښتنه وکړه: ((خو روبوټونه په هغه عجیبه ډول قدمونه ولې وهي؟))

پاول ځواب ورکړل: ((فرعي روبوټونه د ډېو د ګوتو په څېر دي. حالت چې اضطراري شي، ځینې خلک تصمیم نه شي نیولی. نېغ او واضح فکر نه شي کولی. دوی کېني او خپل لاسونه خوځوي. ممکن ډېو هم له خپلو ګوتو سره لوبې کوي.))

ــــــــــ

سوزن کالوین چې د پاول او ډونوان په باره کې خبرې کولې، غږ يې مړاوی وو. خو کله يې چې د روبوټونو په باره کې خبرې کولې، ډېر لېواله او له هیجانه ډکه به ښکارېده. 

پوښتنه مې وکړه: ((آیا د ځمکې پر سر هم روبوټونه کله له کومې ستونزې سره مخ شوي؟))

تندی یې ګونځې شو: ((نه، موږ دلته له روبوټونو سره کار نه کوو.))

پوښتنه مې وکړه: ((آیا کله دې پخپله هم له کوم روبوټ سره ستونزه پېښه شوې؟))

د سوزن مخ سور واوښت. ویې ویل: ((هو، ستونزه مې ورسره راغلې. هغه قضیه مې یاده ده چې له نن نه شاوخوا څلوېښت کاله پخوا پېښه شوه.)) نوموړې څو شېبې غلې وه. زه هم د هغې بیا غږېدا ته په تمه وم. 

هغې خبره وغځوله: ((یو وخت وړه وم او لېونۍ وم، باور دې کېږي؟))

ځواب مې ورکړ: ((نه.))

ويې ویل: ((ښه نو، همداسې وم. په ۲۰۲۱ کې مې یوه تېروتنه وکړه. ما د هربي په نوم د یوه روبوټ په خبرو باور وکړ. دې روبوټ ذهن لوستلی شوی.))

ومې پوښتل: ((څه؟))

((هغه یوازینی ذهن لوستونکی روبوټ وو. هغه مې لویه تېروتنه وه….))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب