یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط- انو پر مشرانو د ملا یعقوب نیوکې؛څه حج او څه...

د ط- انو پر مشرانو د ملا یعقوب نیوکې؛څه حج او څه هېواد نه بهر کورونو ته تللي، مسوولیت او اطاعت نشته

تاند( دو شنبه ، د سرطان شلمه ) ‏‏د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه رسنيز شوي غږيز کليپ کې د طالبانو پر مشرانو نيوکې او له اوسني وضعيت څخه شکایت کړی دی.

هغه، چې ګومان کېږي غږيږ کلېپ یې د طالب مشرانو له کوم مخصوص ګروپ څخه ويستل شوی، د بغلان په خوست او فرنګ ولسوالۍ کې د طالب ضدو ځواکونو له لوري د طالبانو د بیرغ ښکته کیدو يادونه کوي او وايي په ځینو برخو کې طالب جنګیالي او قومندانان د خپلو مشرانو سم اطاعت نه کوي.

د‌ هغه په وينا، د همدغې ولسوالۍ په ګډون يو شمېر سيمو ته طالب جنګیالیو او مشرانو د ورتلو او دندو تر سره کولو ډاډ ورکړی، خو بيا ورغلي نه دي.

نوموړی له نوم اخیستو پرته د طالبانو ځینې مشران په بې مسوولیتۍ تورنوي او وايي، چې په داسې حساسو حالاتو کې يا کورونو او يا د حج مراسمو ته تللي دي.

نوموړي په ضمني ډول روښانه کړې، چې د ډېرو طالب مشرانو کورونه په پاکستان او نورو بهرنيو هېوادونو کې دي.

د طالبانو وياندويانو د یاد شوي غږيز کليپ په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب