داکتر منصوري
مقدمه: زموږ هیواد چې له لسیزو بحران څخه تازه راوتلئ، نو هیله ده چې په ټولنه کې د تعلیم د اړتیا او د تعلیمی اسانتیاوو د برابرولو په اړه د نظام د مسؤلیت په حیث به دغه لاندي مسایل او توجیهات د علماو په روانه غونډه کې په نظر کي ونیول شي. د تعلیمی اسانتیاو، په خاصه د اناثو د تعلیم لپاره د ملت د غوښتنو په توګه باید امیر المؤمنین ته هم وړاندي شي. پدې توګه به له نظام سره د ولس حمایه هم تقویه شي او هم به ملت د خوشالۍ احساس وکړي.
تعلیم د یوه اسلامي اصل او حق په توګه:
باور لرو چې اسلامی امارت تعلیم او تربیه د ماشوم حق او د کامل مسلمان د جوړیدو لپاره یې هر چاته لازم بولي. اسلامي تعلیم خو د ټولو علماوو له نظره په نر او ښځې فرض بلل کیږي، خو په یوه اسلامي ټولنه کې نور بشري علوم هم د فرد او ټولني د پرمختګ او هوساینی لپاره یو لازمي امر ده. د اسلام د مقدس دین د تعلیم او تربیي د نظريي له مخي تعلیم د معرفت او د حق پیژندلو لپاره یوه فریضه ده. همدا راز تعلیم او تربیه د کامل انسان د جوړیدو لپاره د بشری قواوو د سالمې ودې په منظور یو حتمي امر بلل کیږي. په یوه اسلامي ټولنه کې تعلیم د «تادیب» او تربیه د «مرغوب کیدو او قیمتي کیدو » په معنی او مفهوم فردي او ټولنیز حق او مسؤلیت بلل کیږي. په ټولنیزو اړتیاوو او مادي ګټو برسیره په اسلامي ټولنه کې تعلیم په خپل ذات کې یوه ښیګڼه او یو ارزښت بلل کیږي.
د سالمې او صالحې اسلامی ټولنې د جوړیدو لپاره د ټولو اتباعو، او په خاصه د ښځو تعلیم چې په کورنیو کې تر ډیره حده د اولادونو د روزني مسؤلیت ور په غاړه وي، یوه لزومه ده. تعلیم یافته افراد، په خاصه میندي نه یوازی د کورنۍ بلکه د ټولني د سالمي تربیي، له فقر څه د خلاصون او د یوې مرفه اسلامې ټولني د ایجاد او تداوم لپاره لازم دي.
الحمدلله چې موږ یو بې مثاله اسلامي ملت یو او د ژوند د ټولو امورو، په خاصه د تعلیم او تربیي لپاره اسلامي ماحول مو یو متفق علیه غوښتنه ده. افراد، کورنۍ او اسلامي نظام ټول د اولادونو د تعلیم لپاره د اسلامي ماحول د جوړیدو په اړه مسؤلیت لرو. لدغه ځایه څخه د ښځو د تعلیم لپاره د اسلامی ماحول را منځته کول د اتباعو او هم اسلامي امارت مسؤلیت ده، خو د ښځو د تعلیم په مخکي باید بهانه او خنډ نه شي.
تقریبا ټول والدین او ټول شاګردان او هم له مکتب څخه محروم ماشومان د جنکیانو په شمول د ټولو لپاره د تعلیم او تربیي اسانتیاوي غواړي او یوه ملي غوښتنه ده چې د افغانستان د اسلامي امارت او د معارف د وزارت له محترمو مقاماتو څخه د مثبت ځواب هیله لري.
زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې تعلیم او تربیه د ټولو لپاره، په خاصه د مکتب د جنکیانو لپاره کیدای شي یوازینۍ خوشالي وي چې د راتلونکي په لور به د خیر پیلامه و ګرزي.
په ټولنه کې د تعلیم یافته ښځینه پرسونل اړتیا:
برسیره پردي چې تعلیم یوه اسلامي فریضه ده او فردي او ټولنیزي ګټي لري، خو په معاصرو ټولنو کې د نظام د چلولو او ټولنیزو خدماتو د وړاندي کولو لپاره په مجموع کې تعلیم یافته افرادو او په یو شمیر ټولنیزو سکتورونو کې په خاصه د ښځینه تعلیم یافته افرادو ته اړتیا وي، چې بیله تعلیم یافته او مسلکي پرسونل څخه د ټولنیزو خدماتو وړاندي کول ناممکن دي. د مثال په ډول دروغتیايي خدماتو په ساحه کې: د نړۍ په پرمختللیو هوادونو کې د هرو 1000 تنو اوسیدونکو لپاره په اوسط ډول لس نرسان، د اسیا په سطحه بیا د هرو زرو تنو لپاره په اوسط ډول 5 تنه نرسان موجود دي. د اسیا په سطحه هند د خپل نفوس دهرو زرو تنو پاره د نرسانو تر ټولو کم حد لري چې دوه تنه دي. د روغتیا نړیوال سازمان د روغتایي اړتیاوو د د رفع کولو لپاره لږ تر لږه د هرو زرو تنو لپاره د دریو تنو نرسانو سپارښتنه کوي.
د روغتایي سکتور ځینی برخي، مثلا ولادي او نسایي یا هم د دایو برخه، بیا یوازي ښځینه پرسونل ایجابوي، چې د اسلام له مبادیو سره سم باید ښځینه پرسونل وي.
د دغو معیارونو او لزوماتو له مخي زموږ په هیواد کې لږ تر لږه 105000 نرسان لازم دي[1] تر څو د صحي خدماتو ټیټ حد وړاندي کړای شي. که ښځینه نرساني یوازي د اناثو لپاره وګمار شی نو لږ تر لږه 55000 نرساني او د ولادي او نسایي خدماتو لپاره تر 55000 زیاتی دایي باید ولرو. له دي ځایه لږ تر لږه د لومړنیو روغتیایي خدماتو د وړاندي کولو لپاره له ډاکترانو او متخصصینو ور هاخوا په هیواد کې باید 110000 ښخينه صحي پرسونل ولرو.
په تعلیمی چارو کې د ښځینه معلمانو رول بیا تردې هم زیات مهم ده. لږ تر لږه د کورنیو د اقتصادي ودې او د ماشومانو د سالمې ودې او تربیي لپاره به ښځینه معلماني ډیرې ګټورې وي. ښه به وای که تر شپږم صنف پوري په ټولو تعلیمي نهادونو کي ښځینه معلماني ګمال شوي واي. د دغه اصل له مخي بیا په هیواد کې تر شپږم ټولګۍ پوری د باکیفیته تعلیم د وړاندي کولو لپاره لږ تر لږه 000 400 ښځینه معلمانو ته اړتیا شته[2]. له شپږم ټولګې څخه پورته (د لیسي دوري) لپاره یوازي د جنکیانو د تعلیم لپاره شاید 000 200 ښځينه معلماني لازمي وي. پدي لحاظ په هیواد کې یوازی د تدریس د مسلک لپاره 000 600 ښځینه معلمانو ته اړتیا لیدل کيږي.
برسیره پردي په تولیدي ، اداري، امنیتي، کورنیو تشباتو او نورو سکتورونو کې هم ښځینه مسلکي پرسونل ته اړتیا شته.
دغه ټول پورته ذکرشوی وظایف (یوازي په روغتیایي او تعلیمي سکتورونو کي) لږ تر لږه دولس کاله اساسي تعلیم او تربیي ته اړتیا لري، یعنی د ابتدايي دوري یوه معلمه، دایه او یا هم یوه نرسه لږ تر لږه باید دولس کلن اساسي تعلیم ولري، تر څو دغه وظایف په نسبي توګه سم تر سره کړای شي.
په دغو اړتیاوو برسیره په هیواد کې د کلیوالي او ښاري سیمو تر منځ د تعلیمي او روغتایي خدماتو د وړاندي کولو او کیفیت تر منځ تفاوتونه یو بل اړخ ده چې د ښځینه مسلکي پرسونل د روزلو او استخدامولو لپاره لږ ترلږه د جنکیانو د دولس کلن تعلیم اړتیا او غوښتنه نوره هم تقویه کوي.
د ښځو په شمول د ټولو لپاره تعلیم او تربیه د اسلامي نظام د تقویي، حیثیت لوړولو او د ملت او امت د ارمانونو د پوره کولو لپاره یو لازمي امر ده. الحمدلله اوس چې له لسیزو جګړو وروسته په هیواد کې یو نسبی امنیت راغلی او هیوادوال مو د ارامي ساه باسی، نو لږ تر لږه د مکتب دروازي باید د ټولو په مخ خلاصي وي.
و من الله التوفق
[1] . که د هیواد نفوس ۳۵ میلیونه وبلل شي.
[2] . د ۶ -۱۲ کلنو ماشومانو شمیر تقریبا ۸ میلیونه تخمین شوی ده. نو که د هرو شلو تنو ماشومانو د یوه صنف لپاره د امادګی د دوري په شمول د شپږ کلن تعلیم په دوره کې یوه معلمه په نظر کی و نیول شي، نو 400000 معلمانو ته به اړتیا وي.