شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبکره کتنهد کيسو کيسې: د عبدالرحمن غضري کيسه او ټپه | ايمل پسرلى

د کيسو کيسې: د عبدالرحمن غضري کيسه او ټپه | ايمل پسرلى

امريکا ته په لومړي ځل تللى وم. له اروپا راته مدرنه ښکارېده. هر څه يې بدل. بدل به نه و خو د امريکا په باب مې دومره اورېدلي وو چې په لومړي ځل ليدو يې ښايي اغېز کړى و. د واشنگټن يوه افغان رستورانت ته لاړم. په رستورانت کې د افغانستان د بېلا بېلو سيمو عکسونه وو. ځينې پوسټرونه يې پلورل، ما ته پکې د يوې کوچۍ مېرمنې چې لورکۍ يې په غېږ کې وه خورا ښکلى ښکاره شو. ومې پېره. لندن ته مې راووړ ، تر اوسه راسره د کتابونو د الماريو تر منځ پر دېوال راځوړند دى. کوچۍ مېرمن پر مخ خالونه لري، ماشومه يې تروه او خيرنه ده، خو دا انځور مې تل يوه رويايي عالم ته بيايي. کوچيانى ژوند راويني. ما له کوچيانو سره خبرې کړي دي هغوى له خپل ژونده پکو دي. زه خپله به هم يوه اوونۍ د کوچياني ژوند وس ونه لرم خو د کوچيانى ژوند تصور ارام رابخښي، فکر کوم تر ټولو طبعيي او خوندور دى. موږ ټول يو وخت کوچيان وو شايد په لاشعور کې مو د دې ژوند د خوند شېبې وي او يا هسې له مړې گېډې لگيا يوو. که هر دليل دى خو د کوچياني ژوند په اړه لوستل خوند کوي. د ښاغلي عبدالرحمن غضري  لنډه کيسه “کيسه او ټپه” چې مې لوسته کوچياني ژوند ته يې بېولم. د يوې هوسا شېبې تصوير يې راکاوه. دا لنډکۍ کيسه به ولولو او بيا به پرې وغږېږو:

٫٫

(کیسه او ټپه)

د اوښ له شا څخه یې  (کته) را ښکته کړه  د مخ پښې یې په نري پړي ور  وتړلې مهار یې له ناټۍ راوکیښ او تر غاړې یې ورتاو کړ ،  اوښ مخامخ زرغونو ځوزانو ته په تړلیوو پښو وروخوځېده،  هغه د اوښ کتې ته تکیه ووهله پښې یې وغځولې  سر یې د کتې په څنګ کې په کاریدلي لرګي ولګیده  لرګی کلک و څادره ته یې لاس ور اوږد کړ د سر اولرګي منځ کې یې کېښود،  د لرګي په سر پورې له تړلي ځونډې یې ګوتې ونښتې سر یې ور هسک کړ څنګ لوری یې وروکتل د ځونډي لړونو کې لا هم دوه دانې لونګ تړلي وو پوزه یې ورنیژدې کړه د لونګو د بویولوو هڅه یې وکړه. له ځونډي څخه د هغې بوی ورغی سترګې یې پټې کړې په ځان کې یې ځانګړی کیف احساس کړ   نور هم وغځېده د خیالونو دنیا ته لاړ د شپني دوره یې ور یاد شوه په ذهن کې یې شنه دره د مېږو نری چم  او د خپلې شپیلۍ تصویرونه ښکته پورته شو هغه لنډۍ ورپه یاد شوه
په لوړ غږ یې زمزمه کړه
اوښانو بیا غاړې کږې کړې
ښکته یې یووړې سپینې خولې ژیړ پیزوانونه
بله لنډۍ یې ترشونډو راغله، درب یې تر غوږو شو جګ راکښېنوست اوښ ته یې وکتل هغه هم غوږونه څک نیولي وو یوې بلې خواته یې وکتل د غره په لوړه څوکه یې لوخړه ولیده پوه شو کرار یې وویل لکه چې الوتکې بم وغورځاوو. ٬٬

د دې ليکنې نوم، کیسه او ټپه، له دې کیسې سره هېڅ مرسته نه کوي. اصلآ لوستونکي ته لوری نه ورکوي. که لیکوال داسې نوم ورته غوره کړی وای چې د دې څېرې له اوسنۍ دندې یې خبرولای یا یې پر داستان بل څه ورزیات کړي وای ښايي غوره وای.

دومره پوهېږو چې دا سړی یو وخت شپون و، کیسه کې راغلي ٫٫ د شپني دوره یې ور یاد شوه په ذهن کې یې شنه دره د مېږو نری چم  او د خپلې شپیلۍ تصویرونه ښکته پورته شو.٬٬ خو دا چې اوس څه کاره دی دا معلومه نه ده. اوس اوښبه دی؟ سوداګر دی، وسلې وړي، څه کوي؟ دا خبره جوته نه ده. ما يې د لوستو پر وخت داسې احساس وکړ چې د يوه کوچي د ژوند يوه شېبه وينم.

که څه هم مکان ډېر نه دی واضح شوی، یوازې د شنو ځوزانو یو پنډ رایاد شوی او لیرې یو غر، خو لوستونکی تصور کولی شي چې ښايي دښته وي، له هر څه او ځایه لیرې سیمه، اوښبه ستړی شوی غواړي یوه شېبه ارام وکړي. په کومه بڼه چې دا سړی، اوښ ، کته ، ان لرګی او څادر ، د غځېدا انځور راکړل شوی او بیا د لونګو بویول یاد شوي لوستونکی د سکون او ارامښت خواته بیايي. له مدرنې نړۍ کوچیاني ژوند ته ځو خو “درب” چې ګواکې الوتکې بم غورځولی دا ټوله خیالي دنیا نړوي. دغه تضاد دی چې شاید دا کیسه یې کیسه کړې. يا که داسې ووايم چې د يوې شېبې انځور يې کيسه ډوله کړى.  له طبعيته يې وحشت ته بېولي يوو چې ان د اوښ غوږونه يې څک کړي دي.

د کیسې نوم، د مکان وضاحت، د کرکټر یو څه نور سپيناوي ښايي دا شېبه په کیسه بدله او لا خوندوره کړې وای خو په اوسنۍ بڼه هم ځکه شاید د هضم وړ وي چې خورا لنډه ده. د يوه رويايي ژوند ښکلى انځور دى. يوه تابلو ده که د دې سړي او اوښ عکس، همداسې چې په دې ليکنه کې انځور شوى، په پوستر خپور واى ما به مې د کتابونو د خونې پر يوه دېوال په ډېره مينه راځوړند واى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب