جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهیووالی/ فرانتس کافکا/ ژباړن: حیات‌الله ژوند

یووالی/ فرانتس کافکا/ ژباړن: حیات‌الله ژوند

موږ پنځه ملګري يو او هممهاله له یو بل پسې له کور نه راووتو. زموږ له ډلې نه لومړی یو له کور نه راووت او د دروازې تر څنګ ودرېد او ورپسې دویم له کور نه راووت. که په دقت ووایو، څنګه چې په سیماب ښویه شوې مرمۍ رغړي، دویم کس همدغسې له دروازې نه بهر راووت. دی له لومړۍ کس نه ډېر لرې نه، بلکې نېږدې ورودرېد. ورپسې درېیم، څلورم او پنځم کس له یو بل پسې ودرېدو. د خلکو سترګې موږ ته راواوښتې او یو بل ته يې وروښوولو: «دا پنځه کسان څو شېبې وړاندې له کور نه بهر راووتل.» موږ له همدې شېبې راهيسې له یو بل سره اوسېږو. زموږ پنځه واړو ژوند به ډېر ښه وی، که شپږم کس پرلپسې مداخله نه کولی.

شپږم کس زیان نه رااړوي؛ خو ځوروي مو ضرورو. هغه ولې په هغه ځای چې خلک يې نه غواړي، ځان ځایوي؟ موږ هغه نه پېژنو او موږ يې ځان ته رابولو هم نه. څو شېبې وړاندې موږ پنځه واړو یو بل نه پېژندل، آن اوس هم یو بل نه پېژنو؛ خو هغه څه چې زموږ پنځه واړو تر منځ شوني او منل شوي دي، د شپږم کس په اړه شوني نه دي او منل شوي هم نه دي. رښتیا! په ګډه اوسېدل څه مانا؟ زموږ پنځه واړو له یو بل سره درېدل هم بې مانا دي؛ خو یوه خبره دا چې اوس له یو بل سره اوسېږو او همداسې به پاتېږو هم. زموږ د تجربو پر اساس زموږ همدا یووالی ښه دی، بیاځلي یا بل یووالی نه غواړو، خو شپږم کس پر دې خبره څنګه وپوهوو؟ له هغه سره د اوږدو خبرو اترو مانا به دا وي، چې په خپله ډله کې مو هغه ومانه، ځکه خو له هغه سره خبرې_ اترې نه غواړو. ښه به وي، چې په ډله کې يې ونه منو. که هر څومره زموږ په منځ کې ځای هم وغواړي، پرې به يې نږدو او په څنګل به يې له ځان نه وشړو؛ خو هر څومره چې یې شړو، بیا راپيدا کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب