پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد تلویزیون او نورو سکرینونو شفافیت په څو ځلي خورا ښه شي

د تلویزیون او نورو سکرینونو شفافیت په څو ځلي خورا ښه شي

تاند- د امریکا په فلوریدا کې ساینسپوهانو یو ډول شین (ابي) اوبلن کریسټل جوړ کړي چې د تلویزیونونو او راز راز سکرینونو په رنګ، روڼوالي او وضاحت کې خورا لوی بدلون راوستلی شي.

د فلوریدا د مرکزي پوهنتون څېړونکي وايي چې دا اوبلن کریسټل نه یوازې د کیفیت په برخه کې تغییر راوړي بلکې د تلویزیونونو او بېلابېلو سکرینونو د انرژۍ مصرف هم کموي.

د اپټیکل ایکسپریس (Optical Materials Express) د راپور له مخې، دا ټکنالوژي د تلویزیون، کمپیوټر، لپ ټاپ، ټابلېټ او نورو د صفحو تصویر په هر اینچ کې تر ۱۵۰۰ پیکسلو پوري زیاتوي چې دا به د اوسنیو تر ټولو د لوړ کیفیت سکرینونو درې برابره وي.

په موجودو ایچ ډي تلویزیونونو کې د یو ډول اوبلن وزمه کریسټل له یوه قشره د ایل اي ډي یا لیډ د سپینې رڼا د تفکیک لپاره کار اخیستل کېږي. د دې هدف لپاره له رنګه فلټرونو څخه کار اخیستل کېږي څو د درو رنګونو سور، زرغون او شین پیکسلونه رامنځته شي. له دغو درو فلترونو استفاده د سپین رنګ د جوړېدو سبب کېږي،

نوی اوبلن کریسټل د مخکینیو مایع کریسټل په پرتله رڼا یا نور په زیات سرعت تنظیموي او په نتیجه کې یې رنګه فلترونو ته اړتیا نه پیدا کېږي.

په اوسنۍ تکنالوژۍ کې سور، شین او زرغون رنګونه په یو وخت په درو برخو کې له یوه پیکسله ښودل کېږي؛ خو له شین اوبلن کریسټل څخه په استفادې د پیکسل یوه برخه په نوبت رنګه وړانګې په لوړ سرعت ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب