تاند- د ګوګل یوې کمپنۍ داسي روبوټ جوړ کړی چې پر زینو ختلی، په واورو او کنډو کپرو لارو ګرځېدای او څه باندې یو متر ټوپ وهلی شي.
دا روبوټ، چې (Boston Dynamics) شرکت جوړ کړی، هنډل (Handle) نومېږي. د هنډل سرعت په ساعت کې ۱۴ نیم کیلومترو ته رسېږي او په یو وار چارج کېدو ۲۴ کیلومتره مزل کولی شي.
هنډل ۱۰ مفصلونه او دوې اربې یا ټایرونه لري او ۴۵ کیلو وزن هم پورته کولی شي.
دا روبوټ یوازې د تحقیقاتي مقاصدو لپاره جوړ شوی دی.
په دې ویدیو کې یې لا واضح ووینئ