شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد وايي د پاکستان لوی درستیز د خپل هیواد ستونزې په لوی...

خلیلزاد وايي د پاکستان لوی درستیز د خپل هیواد ستونزې په لوی لاس زیاتوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۱ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د عمران خان د نیونې، د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ییزې جرګې د مخنیوي او د داعش یا د اسلامي دولت د خراسان څانګې د ملاتړ په اړه د پاکستان پوځ ته د انتقاد ګوته ونیوله.

خلیلزداد تېره شپه (د اکتوبر ۱۱ مه) پر خپله ایکسپاڼه بې له دې چې د عمران خان نوم یاد کړي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته په اشارې کښلي:«اصف مُنیر ستونزه غټوي، ده د پاکستان تر ټولو مشهور سیاسي مشر په ناسمو او جعلي تورونو نیولی؛ هڅه یې کړې چې د هغه سوله ییز لاریون (جرګې)، چې د بشري حقونو ملاتړ او دفاع کوي، مخه ونیسي چې اوس یې پرې بندیز لګولی دی.»

خلیلزاد همداراز لیکلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په سیمه ییزه کچه د خپل هیواد له تاریخي دښمن هند سره اړیکې نورې هم خرابې کړي او همداراز یې د طالبانو له موقت حکومت سره اړیکې ترینګلې کړي دي.

خلیلزاد ویلي چې د طالبانو حکومت پر پاکستان تور پورې کوي چې داعش ته یې پناه ورکړې او «منځنۍ اسیا ته د سفر په ترڅ کې ما د دغو هیوادونو له کارپوهانو او چارواکو هم ورته تورونه واورېدل. که دا رښتیا وي نو دا به له اور سره تر لوبو بدتره وي. جنرال منیر خپل هیواد چیري بیايي؟ ستراتیژي یې څه ده؟ پاکستان د دې مستحق نه دی.»

د پاکستان پوځ او استخباراتو په وروستیو ورځو کې خورا ډېرې هڅې وکړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د رابلل شوې جرګې (د پښتنو د عدالت جرګه) د جوړېدو مخه ونیسي، دوی پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه، دغه غورځنګ یې غیرقانوني اعلان کړ، د هغه د غړیو د پاکستاني تابعیت د لغوه کولو پټکه یې وکړه او د جرګې د تخریب لپاره یې نه یوازې خیمې او وسایل ویجاړ کړل بلکې د جرګې د تنظیموونکو ۴ غړي یې ووژل او لږترلږه ۱۰ نور یې ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب