شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهمولانا خانزېب: مونږ حاضر یو له چارواکو سره په تورات، انجیل، قران...

مولانا خانزېب: مونږ حاضر یو له چارواکو سره په تورات، انجیل، قران او د دوی په خپل قانون بحث وکړو

تاند (شنبه/د میزان ۲۱مه) — د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه جیګپوړي مشر او د مومندو د سیمې مشهور دیني عالم او سیاستوال مولانا خانزېب وایي حاضر دی چې د پاکستان اسټبلشمنټ سره د پښتنو د حقونو په هکله په هره لاره بحث مباحثه وکړي.

نوموړي په خیبر کې د پښتنو د لویې جرګې په یوه څنډه کې د جرګې برخه والو ته وویل، زه او مفتي صاحب (منیر شاکر) حاضر یو ورسره کېنو او له هغوی سره که غواړي په تورات، انجیل، قران او یا هم د پاکستان په خپل جوړ کړي اساسي قانون خبرې وکړو او د پښتنو حقونه ورته پرې ثابت کړو.

ښاغلي خانزېب وویل، بدبختانه چې د پاکستان اسټبشلمنټ دې یوه ته هم حاضر نه دی او نه یې حکم مني.

په پاکستان کې اسټبلشمنټ د دغه هېواد پوځ او استخباراتو ته ویل کیږي چې له سیمې څخه د برتانوي استعمار له وتلو څخه وروسته د انګرېزي جنرالانو؛ فرانک والټر میزروي او ډوګلاس ډیویډ ګراسي (د پاکستان د پوځ لومړني مشران) او جنرال رابرټ کاتهوم (د پاکستان د استخباراتو لومړی مشر) په هڅو جوړ شو او تر ننه پورې د پښتنو او بلوچانو وینې زبېښي.

ویل کیږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پښتنو د ولسي استازو او سیاسي ګوندونو دا لویه جرګې د دې لپاره رابللې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د پښتنو په سیمو کې د وژنو، ترهګرۍ د ترویج، تښتونو، په زور د پيسو اخیستنو، زنداني کولو، وژلو او شکنجه کولو په هکله بحث مباحثه وکړي او د حل لارې ورته راوباسي.

مولانا خانزېب د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل، پښتانه پخپله هم ستونزې لري او غټه ستونزه یې بې اتفاقي ده. زمونږ هڅه دا ده چې قوم او ولس مایوس نشي او په دې مزل کې به نه وېرېږو نه به ترې شاته کېږو او نه به له ډز او ډوزه وېرېږو.

د پښتنو دغه دیني عالم په خیبر کې د کوکي خېل قوم د مشر ملک نصیر کوکي خېل له خوا د جرګې د ملاتړ او کوربه توب مننه وکړه او ویې ویل چې د هغه درناوی پرځای کوي او مېړانې ته یې سلام کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب