شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهټوېټر د پاکستان د لوی درستېز جنرال عاصم منیر اکاونټ بند کړ

ټوېټر د پاکستان د لوی درستېز جنرال عاصم منیر اکاونټ بند کړ

تاند (شنبه /د میزان ۲۱مه) — اېکس (پخواني ټوېټر) د پاکستان د وسله والو ځواکونو د لوی درستېز جنرال عاصم منیر اکاونټ بند کړ.

د ښاغلي منیر په اکاونټ لیکل شوي چې اکاونټ یې د اېکس اصولو څخه د سرغړونې له امله تړل شوی دی.

دا معلومه نه ده چې د جنرال عاصم منیر په اکاونټ کې داسې څه خپاره شوي وو چې اېکس یې په هکله دا ګام اخیستی دی.

تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله اېکسپاڼه د پاکستان لوی درستېز په دې پړ بللی و چې د عمران خان، پي ټي اېم او بلوچانو پر وړاندې په ناوړه چلند سره یې خپل هېواد په لوی لاس د ستونزو په ډنډ کې ورغورځولی دی.

دغه راز، ښاغلي خلیلزاد لیکلي وو چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو، هندوستان او نورو سره د پاکستان اړیکې خرابې شوي دي.

د پاکستان پوځ په هکله ویل کیږي چې په افغانستان باندې د نړۍ وال ائتلاف د یرغل پر وخت یې دوه مخې لوبه کوله؛ له یوې خوا یې له امریکایانو سره سر ښوراوه او په میلیاردونو ډالر یې ترې اخیستل او بل طرف ته یې په پټه د طالبانو ملاتړ کاوه چې په افغانستان کې غرب پلوه جمهوري نظام رانسکور کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب