شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد پښتنو د قومي عدالت د جرګې دویمه ورځ

د پښتنو د قومي عدالت د جرګې دویمه ورځ

تاند ( شنبه د میزان ۲۱مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په خیبر کې د پښتنو قومي جرګې په لومړۍ ورځ ناوخته د جرګې ګډونوالو ته د وینا پرمهال ډاډ ورکړ، چې له دې خاورې به پښتنو ته د امن او ښه ژوند زیری راپورته کېږي.

پښتین په خپله وینا کې ویلي، چې په ۱۳م د اکتوبر یوه ښه پرېکړه به ستاسې ترمخ وي.

دا جرګه پرون جمعه د اکتوبر په ۱۱مه داسې مهال پیل شو، چې د پاکستان حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ غیر قانوني اعلان کړی او تر وروستي بریده یې هڅه وکړه، چې مخه یې ونیسي.

منظور پښتين په لومړنۍ وینا کې زياتې خبرې د جرګې د نظم په اړه وکړې او په ځوانانو یې غږ وکړ، چې نظم مراعت کړي.

پښتین په خپلو خبرو کې وویل: « د کشمیر نه يو پلاوی راغلی، وايي مونږ ټولو مظلومو قامونو دې جرګې ته سترګې نيولي دي، دا تاريخ دی چې په دې سيمه کې ظالم جابر پښتنو غورځولی دی، د ټولې دنيا قومونو سترګې دې جرګې ته دي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب