شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو افغان طالبان د پي ټي اېم...

د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو افغان طالبان د پي ټي اېم له ملاتړ څخه منع کړي دي

تاند (شنبه/ د میزان ۲۱مه) — یو شمېر شنونکي وایي، د پاکستان استخباراتي ادارو په کابل واکمن افغان طالبان د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له ملاتړ څخه منع کړي او د هغوی د ملاتړ پر وړاندې یې خبرداری ورکړی دی. ‌

پي ټي اېم چې ویل کیږي د مظلومو پښتنو خوځښت دی له کالونو راهیسې په پاکستان کې د پوځ، آی اېس آی، اېم آی او نورو ادارو له خوا د پښتنو د جبري ورکولو، وژلو، شکنجه کولو، لوټلو،… پر وړاندې راپورته شوی او غړي یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي.

ویل کیږي چې طالبان د یو شمېر پخواني جهادي تنظیمونو په څېر د پاکستان استخباراتي ادارو سره بلک میل دي او نشي کولی چې له پولې پورې غاړې پښتنو باندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د شویو ظلمونو پوښتنه وکړي.

که څه هم چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت افغانان په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځي استخباراتو له خوا د زورول شویو پښتنو غږ منعکسوي، لاکن په افغانستان کې واکمن طالبان په یادو ټولو مظالمو پټه خوله دي.

یو شمېر د نظر خاوندان وایي، دا ښه ثبوت دی چې په افغانستان واکمن طالبان چې ځانونه مستقل بولي، د پاکستان د استخباراتي ادارې لاسپوڅې ډله ثابته کړي.

د مرسل کندهارۍ په نامه یوې اېکسپاڼې په یوه پوسټ کې چې پښتون ژغورنې غورځنګ ته منسوبې یوې اېکسپاڼې بیا خپور کړی، راغلي، «منظوره، مونږ وبخښه بابا نشته. مونږ بل څوک نه لرو چې له دې خاورې ستاسو ملاتړ وکړي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وېب سایټ په تر ټولو وروستۍ اعلامیه کې د بلوچستان په دوکي کې د کان کیندونکیو د وژنې پېښې ته اشاره شوې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړې شوې لویې جرګې او هغې ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا د جوړو شویو ستونزو او د خواوشا ۴۰۰ پښتنو فعالانو د بندي کولو په هکله هېڅ نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب