Homeخبرونهد مونشن برید؛ افغان وګړي په عمري بند محکوم شو

د مونشن برید؛ افغان وګړي په عمري بند محکوم شو

تاند (پنجشنبه، د زمري/ اسد ۱۵ مه) د جرمني یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ یو ۲۵ کلن افغان وګړی، چې د تېر کال یې په مونشن (مونیخ) ښار کې د موټر په وسیله پر خلکو برید کړی و، په عمرقید محکوم کړ. په دغه برید کې یوه دوه کلنه ماشومه او د هغې مور وژل شوې وې او لسګونه نور کسان ټپیان شوي وو.

د مونشن محکمې دغه کس، چې یوازې د فرهاد ن. په نوم پېژندل شوی، د دوو کسانو د وژنې، د ۲۳ کسانو د وژنې د هڅې او د ۲۲ کسانو د ټپي کولو په جرم مجرم محکوم وباله. د ۲۲ ټپیانو له دې ډلې د ۱۹ کسانو ټپونه سخت بلل شوي دي.

محکمې وویل، د نوموړي جرم “ځانګړې دروندوالی” لري، له همدې امله دا احتمال ډېر کم دی چې هغه به کله هم له زندانه خوشې شي.

دا برید د هغو څو بریدونو له ډلې و چې د بهرنیو وګړو له لوري د ۲۰۲۵ کال د جرمني له عامو انتخاباتو مخکې ترسره شول او د کډوالۍ او امنیت په اړه یې تاوده سیاسي بحثونه راوپارول.

د برید څرنګوالی

د محکمې د معلوماتو له مخې، فرهاد ن. خپل مېني کوپر موټر د پولیسو له یوه موټر څخه تېر کړ او بیا یې د کارګرانو د اتحادیې د شاوخوا ۱۴۰۰ کسانو پر لاریون وررهي کړ.

په دې برید کې یوه ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور شاوخوا لس متره هوا ته وغورځول شوې. دواړو د سر سخت ټپونه واخیستل او څو ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د محکمې مشر قاضي مایکل هوهنه وویل، یادې مور قصداً د لاریون وروستۍ برخه غوره کړې وه، ځکه هلته د پولیسو حضور ډېر و او هغې ځان خوندي احساساوه.

قاضي وویل چې یو شمېر ټپیان لا هم رواني او جسمي ستونزې لري. د هغه په وینا، یوه ټپي ویلي و: “زما ژوند له دې برید مخکې یو ډول و او وروسته بل ډول شو.”

قاضي وویل، که موټر د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله نه وای درېدلی، د مرګ ژوبلې شمېر به لا ډېر لوړ وای.

د برید انګېزه

د څارنوالۍ په وینا، فرهاد ن. دا برید د مذهبي انګېزې له مخې ترسره کړی او د برید پر مهال یې د “الله اکبر” ناره هم وهلې  وه.

خو پلټنو ښودلې چې نوموړی د کومې منظمې جهادي ډلې، لکه داعش، غړی نه و.

څارنوالانو همداراز ویلي چې د نوموړي یوازیتوب او رواني اندېښنې هم د دې پېښې له لاملونو څخه وې. خپله تورن د محاکمې په لړ کې د خپلې انګېزې په اړه څه ونه ویل.

قاضي نوموړی داسې کس وباله چې ځان‌باورۍ یې کمزورې وه او هڅه یې کوله د ځان یوه مثالي څېره وړاندې کړي.

د رواني وضعیت او مخینې په اړه

د نوموړي مدافع وکیلانو غوښتنه کړې وه چې هغه د زندان پر ځای د رواني درملنې مرکز ته ولېږدول شي، خو د محکمې ټاکل شویو متخصصانو ویلي وو چې د مجرم رواني ستونزې د هغه جزايي مسوولیت نه کموي.

فرهاد ن. په ۲۰۱۶ کال کې، هغه مهال چې ۱۵ کلن و، یوازې جرمني ته ورغی. د پناه غوښتنه یې رد شوه، خو اجازه ورکړل شوه چې په جرمني کې پاتې شي او کار وکړي.

د پولیسو په وینا، هغه په امنیتي برخه کې کار کاوه او له بدنسازۍ او فټنس سره یې ځانګړې لېوالتیا درلوده.

چارواکي باور لري چې نوموړی تر برید څو میاشتو مخکې د افراطي افغان مبلغانو د انلاین تبلیغاتو له لارې افراطي شوی و.

سیاسي اغېزې

دا برید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ له عمومي ټاکنو یوازې څو ورځې مخکې وشو.

په دغو انتخاباتو کې د جرمني ښي‌اړخې بدیل د جرمني لپاره (AfD) ګوند تر ټولو ښه نتیجه ترلاسه کړه او له ۲۰ سلنې څخه ډېرې رایې یې وګټلې.

د منځلاري ښي اړخ CDU/CSU ائتلاف انتخابات وګټل او مشر یې فریدریش مرڅ صدراعظم شو. هغه ژمنه وکړه چې د کډوالۍ په اړه به سخت دریځ غوره کړي او د AfD د نفوذ د پراخېدو مخه به ونیسي.

خو له هغه وروسته د CDU/CSU ملاتړ کم شوی، په داسې حال کې چې AfD په نظرپوښتنو کې مخکښ ځای خپل کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...