شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهد بلوچستان پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم...

د بلوچستان پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي

تاند (شنبه، د میزان ۲۱ مه) د طالبانو حکومت وايي چې د بلوچستان ایالت په (دوکي) کې د سکرو پر کان کیندونکو په برید کې ۴ افغان کارګر هم وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت پر کارګرو دا برید غندلی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

له بلې خوا د پېښې په سیمه کې ګڼ شمېر خلکو پرون (جمعه) په کان کې د ۲۰ تنو کارګرو د وژل کېدو او د ۷ نورو د ټپي کېدو په اعتراض کې احتجاج وکړ او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د کارګرو د ژوند ساتنه وکړي.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی خو ځايي اوسیدونکي ګومان کوي چې د بلوچستان بېلتون غوښتونکې ډلې، د بلوچستان د ازادۍ پوځ به دا برید کړی وي چې وايي «د پنجاب حکومت د دوی سرچینې لوټي او دوی یې د مخنیوي هڅه کوي.»

د بلوچستان د ازادۍ پوځ چې په بلوچستان کې پر پولیسو او پوځیانو د اکثرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي، د دوکي د برید په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د بلوچستان په کانونو کې اکثره کارګر د پښتونخوا او افغانستان خلک دي چې په خپلو سیمو کې د کار د نه نشتوالي او خورا بېوزلۍ له کبله د سکرو په کانونو کې ډېرو سختو او شاقه کارونو ته غاړه ږدي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب