د پوهنتونونو او علومو په اوسنیو اکاډمیو او پوهنځیو کې مې ګڼ محقیقن او څېړونکي لېدلي دي، چې د خپل تحقیق او څېړنېزو پروژو په لیکلو او چاپولو کې د تحقیق پر ځای یې له میتود او طرز سره په سخت جنجال وي، دوی داسې فکر کوي او بلکې دوی ته همداسې فکر کېږي، چې اصل یې همدا میتود دی، شک نشته چې میتود به هم مهم وي؛ خو هغه څه چې دغه میتود ورته رغېدلی او مهم دی، هغه همدا د تحقیق یا څېړنې خپل ذاتي جوهردی؛ یعنې میتود یا طرز کله هم د تحقیق ذاتي جوهر نه دی؛ بلکې په همدغه میتود او طرز کې ځای شوی متن، منځپانګه او مضمون مهم وي.
زموږ محقیقن فکر کوي، چې په مضمون کې هر څه وي، وې دې؛ خو چې د ماخذونو او د حوالو لیندۍ باید لس یا دولس یا فنټ دومره هغومره او یا یې مقدمه، خلاصه او پایله یې باید هغسې او دغسې وي. زه د داسې ډېرو څېړونکیو شاهد یم، چې یوه رسمي مجله او مقام کې یې مقاله ډېره څله د همداسې میتودي تخنیکونو له مخې په وار وار رد کړې ده؛ حال دا چې د مضمون یا منځپانګې په اړه مې یې هيڅ نه دي اورېدلي، چې په دغه او هغه موضوعي اساس یې هم کومه څېړنه او تحقیق رد شوی وي، دا زموږ د تحقیق د ظرف او مضروف (طرز او منځپانګې) په اړه راته وايي، چې څېړنې او تحقیق مو د کوم نوعیت خوا ته متمایل دی؟ دا مې هم لېدلي دي، چې یو څېړونکی یا محصل ډېر کله یوه موضوع ځکه نه انتخابوي، چې ماخذونه یې عام نه دي او یا نشته، مانا دا چې زموږ څېړونکیو او محقیقنو ته له موضوع میتود مهم دی.
موږ په عام ډول دوه ډوله مقالې او لیکنې او کتابونه لرو، یوه یې هغه چې په همدې رسمي او دولتي چوکاټونو او مقامونو کې لیکل کېږي لکه پوهنتون او علومو ادبي اکاډمیو کې چې له رسمي علمي او تحصیلي رتبو سره تعلق لري او بل یې هغه دي، چې له دغه دولتي یا رسمي علمي مقامونو او ادارو سره مربوط نه دي، خو کار و زیار یې په همدومره کچه مهم دی، خو دوی په عام ډول د تحقیق او څېړونو په ساحو کې د کوم رسمي میتود او طرز پابند نه دي؛ یعنې د کار ساحه یې ازاده ده يا په بله وینا دوی د میتودونو په کیسه کې نه دي، دوی به نسبتاً د همغه لومړنیو څېړونګیو برعکس د میتود پر ځای پر موضوع او منځپانګه تمرکز کوي.
دا داوړه ډوله څېړونکي یو بل ته د اهمیت له نظره په متفاوت ډول ګوري؛ مثلاً د رسمي څېړونکيو او محققانو په اند دوی ازاد لیکوال که هر څومره مهم کار هم وکړي؛ خو دا نقص یې ډېر لوی دی، چې څېړنې او تحقیق یې ماخذونه یا یې حوالې بریکټونه نلري، دوی ته همغه د خپل کار غوندې په څېړنه کې میتود مهم دی. ازاد څېړونکي او محققان بیا د دوی علمي او رسمي کار او څېړنو ته یوازې د معاشاتو او رسمیاتو اسیران ښکاري، چې له علمي او فکري کار سره یې هغومره علاقه نشته، لکه څومره چې یې له رسمي یا میتودي چوکاتونو سره ده.
دا دواړ ډوله دریځ په خپل ځای اهمیت هم لري؛ خو له استثناوو علاوه یې له افراطه هم سترګې نه شو پتولی؛ مګر د رسمي محققانو او څېړونکیو مسوولیت او په دوی باندې د اعتراص تله ځکه درنه ده، چې دوی یوازې دا نه چې د دولت یا رسمي مقام معاش او سرپرستي لري؛ بلکې د یوه مهم فکټور په کچه یې رسمیت هم ټولمنلی او مکلفه مرجعه دی، چې د دوی ساحه باید خامخا باید جدي او دقیقه وي، بله دا چې موږ پورته هم وویل، دوی د یوه ډېر مهم اصل؛ یعنې د مضمون یا منځپانګې له بحران سره مخ دي، چې دا د څېړنې اصل او جوهر دی او د په هر صورت مهم دی.
ازاد څېړنکي او محقق که ماخذ یا د میتود بل کوم توکی نه وي مراعت کړی، دا خبرې او یا فکر ګټه خو یې ورسوله؛ خو که یو رسمي کتاب او مقاله خبره ونه لري؛ نو پر یوازې میتود او طرز به یې څوک څه وکړي؟ زه فکر کوم، زموږ د اوسنیو څېړنکیو او محققانو اکثریت مقالې او لیکنې یوازې د همداسې میتودونو مقالې او لیکنې دي، چې له مضمون یا خبرو خالي دي؛ خو په میتودونو مالا مال وي.
په دې وروستیو کې د همدې تمایل له مخې په پښتو ژبه ګڼ د تحقیق او څېړنې لپاره د میتودولوژي کڼ کتابونه چاپ او خپاره شول؛ خو د روهي صاحب مرحوم، د څېړنې لارښود لا هم د ډېرو څېړونکیو او علمي مرکزونو د توجه وړ ځکه هسې نه دی ګرځېدلی، چې هغه د تخنیکي میتود پر ځای د موضوعي میتود خپلونې تمایل لري، چې د ټولو علومو په اړه پکې جالبو او مهمو بحثونو ته اشارې وینو.
د جرس مجلې د دویم دور د لومړۍ او ورستۍ ګڼې د چاپ او ایډیټ په وخت کې راته استاد صمیم د استاد محمد ابراهیم همکار د هغې لیکنې په اړه لیکلي وو، چې د ننګرهار پوهنتون د پوهې رسمي مجلې لپاره یې لیکلې وه او موږ ته یې هم رالېږلې وه:
(دغه لیکنه د خپل ټرمپ قلم په زور د تحقیق د ګونتانامو له زندانه خلاصه کړه)
رسمي څېړونکي ممکن دا یو جدي مجبوریت وګڼي او نه مراعت یې شاید مقاله او بله هره اړوند څېړنه یې د علمي او تحصیلي رتبو پر وړاندې خنډ وګرځي؛ خو مساله له همغه لویه سره خرابه ده؛ یعنې د رسمي او دولتي مقامونو میتودونو او طرز به مهم وي؛ خو په دغه کچه یې روایت ګرځول چې د علم او تحقیق اصل پکې نهام وي او میتود پالنه پکې په یو خوا یا یو طرافانه اصل وي، دا نو د څېړونو او تحقیق په برخه کې له یوه علمي او فکري بحرانه کم خبره نه ده.
میتود پالنه په نوره دنیا کې هم د همداسې یو جدي اصل په توګه مطرح او ضروري ده؛ خو په دومره او داسې امتیازي چلن نه چې د رسمي ادارو او اکاډمیو څانګوال او مسوول یې څېړونکیو ته سرې کرښې داسې وګرځوي، چې د علمي تخلیق او پېداورۍ پر ځای پکې میتودونه او طرز اصل وي، د نورې دنیا توازن همدا دی چې له میتود سره ـ سره یې علمي او څېړنیز تخلیق او پنځول هم مهم وي.
صديقي صيب ستا ليكني له نظره تېروم په زړه پوري موضوعات را سپړي . يو خو نوى مسايل را سپړي او بل داچي دڅيړني په برخه كې هم پوره پاملرنه كيږي .