جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهنن د مدرسو له ۵۰ زرو فارغانو د تعلیمي اسنادو ازموېنه اخیستل...

نن د مدرسو له ۵۰ زرو فارغانو د تعلیمي اسنادو ازموېنه اخیستل کیږي

تاند ( شنبه، د جدې ۳۰ مه) د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د رژیم چارواکو اعلان کړی، چې نن به په ټول هېواد کې د مدرسو له ۵۰ زرو فارغانو د تعلیمی اسنادو لپاره ازموېنه واخلي.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند منصور احمد حمزه په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي، چې د دغې ازموېنې لپاره په کابل او ټولو ولایتونو کې طالبانو چمتووالی نیولی.

ویل شوي، چې د دغه بهیر په ترڅ کې به له طالبانو په درېیو کټه ګوریو کې ازموېنه واخیستل شي او وروسته به یې د پایلو له مخې اسناد ورکړل شي.

د طالبانو یو شمېر پلویانو پر دې کار خوښي ښودلې، خو منتقدانو یې ویلي چې طالب چارواکي د مدرسو فارغانو ته د اسنادو له ورکړې سره په لا نور شدت، د افغانستان اداري نظام له غیر طالبو څېرو نور هم تصفیه کوي.

د دوی په باور، په دې ډول به افغانستان کې د عصري زده کړو د کمرنګه کولو لپاره د طالب چارواکو هڅې نورې هم چټکې او د مدرسو بازار به تود شي.

طالبان له بیا واکمنیدو سره بیا- بیا تورن شوي چې د افغانستان له ډېرو ادارو یې مسلکي کسان شړلي او پر ځای یې خپل جنګیالي او د مدرسو فارغان ګمارلي.

طالب چارواکي بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي.

6 COMMENTS

  1. حکومت يوازې په مدرسې پورې تړلی نه دی او نه په مدرسه چليږي.
    تعلموا الفرائض وعلموها الناس فانها نصف العلم
    تعلموا الفرائض وعلموه الناس فانه نصف العلم
    او داسې نور ډېر احاديث مبارکه
    لکل فن رجال
    د رياضي علم د علم ميراث لپاره رامينځته شوی چې د ورثه وو ترمينځ برخې په سمه او درسته توګه ووېشل شي او د وخت په تېرېدو سره يې لا پراختيا کړې ده.علم په خپل ذات کې ښه خبره ده. هغه که اسلامي وي او يا عصري.
    هره ټولنه د دواړو علومو لپاره هرومرو اړتيا لري او له دې پرته بله هېڅ چاره نشته.
    له بده چې د طالبان تش په نوم اسلامي امارت چې هغه هم د پنجاب له نظامي واستخباراتي سوړو راوتلی او دلته په افغانستان کې واکمن شوی دی، نو د هماغه پنجابي سترګيو له امله چې دوی ته يې سترګو ته وراچولي او بل څه پرې نه ګوري. که دا عصري علم يا ساينسي او تېکنالوژي داسې بد عمل وي، نو بيا ولې همدې پاکستان په چل ول او زموږ د جهادي وينو په بيه يې اتوم جوړ کړی او اوس ځانته اتومي هېواد وايی او زموږ سرنوشت ورپورې تړلی دی. که داسې دا عصري يا ساينسي زده کړې حرامې او بې ارزښته وي، نو په کار خو دا ده چې له هر چا مخکې ورپسې د همدې پنجاب د مدرسو والا راپورته شي او د دوی دا نامشروع (حرام او بې ارزښته علم) دا بنسټونه خپله له مينځه يوسي.
    دوی چې د پنجاب په مدرسو کې د افغانستان د بنسټونو د ورانولو پسې راخېستې وه او په کابل کې د اوسنۍ واکمنې ادارې واکمنان او د دوی چڼي يې هلته روزل او د دوی ذهنيتونه يې ورپرېمينځل، نو بيا خو دوی ته داسې سوچ هم په کار وو چې د خدای په نزد يو شی حرام وي، نو هغه خو بيا هر ځای حرم او ممنوع دی، خو دا هېښنده چې د پنجاب لپاره هر څه روا او اړين دي، خو د افغانستان لپاره نه چې دا استثنايي احکام ولې د پنجاب د نظامي او څارګري بنسټونو لپاره شته او نورو لپاره نه؟
    د طالبانو تش په نوم اسلامي امارت چې د پنجاب له هغو نظامي او څارګري سوړو راټوکېدلی دا څنګه کېدای شي چې د لاهور په تاريخي ښار کې د بدلمنۍ هغه خونه چې په نړيواله کچه نوم لري او هغه هم د وخت زاړه ښکېلاک د خپلو پوځيانو د جنسي تندې سړښت لپاره پخپل قانون کې قانوني ګرځولې ده او لا تر ننه يې څوک بندولی نه شي، نو نن په افغانستان کې د عصري يا ساينسي علومو زده کړه او ارزښت له يوې نامشروع کړنې هم هومره ارزښت نه لري، نو د پنجاب د نظامي او څارګري سوړو پورې تړلي ملايان او طالبان چېرته دي چې په پاکستان کې عصري زده کړې منعه کړي او يا يې لږ تر لږه هلته په خلاف غږ پورته کړي. که په افغانستان کې عصري يعنې ساينسي او تېکنالوژي زده کړې او پوهه يوه حرامه او له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي، نو دا خو بيا په کار ده چې هلته هم حرامه او نامشروع کړنه شي او حال دا چې هغه ملايان او طالبان خو له خپلو ساينسي او تېکنالوژي بنسټونه تر اتومه پورې وياړي او همدغه وجه ده چې نن يې د خپل اتوم له برکته د لغماني شيطان په لاس افغانستان په لوی لاس سندي قادياني باجوه او سيکولر عمران خان ته وروسپاره چې نن په افغانستان کې له مدرسو پرته نورې زده کړې په تېره د نجونو لپاره په بېلابېلو پلمو له خنډ وځنډ (تعويق) سره مخ کړي دي.
    که جنوبي افريقا د اسرائيلي اپارتايد په وړاندې راپورته کېدای شي او خپل غږ تر هاګ نړيوالې محکمې ته رسولی شي، نو موږ هم له چا کم نه يو او خپل غږ بايد په کابل کې اوسنيو واکمنانو چې ځينې يې له ښوونځيو، پوهنتونونو او عصري يا ساينسي زده کړو او تېکنالوژۍ سره له خپلې لنډ اندۍ له امله او هم د نورو په لمسونه مخالف سختدريځه موقف نيولی ورسوو او هم يې بايد په دې اړه نړيوالې محکمې ته ورسوو. د زده کړو مساله کورنۍ نه، بلکې دا يوه نړيواله ستونزه ده او نړيوال بايد له دغه سپين اپارتايد چې د مذهب په بڼه رامينځته شوی او اوس په افغانستان کې له څو کلونو راهيسې حاکم دی د پای ټکی کېښوول شي.
    په کابل کې اوسنۍ اداره د نجونو زده کړې نه شي زغملی او دا هسې دروغ دي چې دوی يې هره ورځ ملت او نړيوالې ټولنې ته وايی او نړيواله ټولنه د پنجاب په نغوته چې شا ته يې نور نړيوال قوتونه او ښکېلاکونه ولاړ دي دغه پنجابي سامراج ته وده ورکوي.
    د خلکو ستونزه له علم دين سره نه ده. هغه زموږ اصل او مؤمن به ده، خود ولس ستونزه له دغه پنجابي تحت الحمايه توب سره ده چې دا تحت الحمايه توب بايد نور د علم او پوهې په رڼا کې پای ته ومومي.

  2. دا پورتنۍ تصویر د افغان راتلوونکی ښکاره کوی چی افغانستان کښی یوازی قادیانی طالبان د قادیانیو مدرسو څخه به فارغ کیږی او افغان ملت د خپل مملکت ترقی او پرمخ تګ باید کاملآ هیر کړی ځکه دا بویناکه غلام خیټور ترقی او تمدن ناروا بولی نو ځکه به ددی په عوض د قادینیو طالبانو څخه افغانستان مشبوع کړۍ شی او افغان ملت د ډوډی پیداکولو لپاره باید نظر ددوی شعار ته خدای پاک ته بغاری وکړی او دی خنځیرو کفارو بویناکو خیټورو ږیرو ته د خپلو بادارانو له خوا کافی کومکونه رسیږی او ددی لپاره دا قادیانی کفار باید افغان ملت کاملآ بی سواده او وږی وساتی !
    اجنبیو یعنی کمونیستانو په اول کښی خپل تربیه شوی کمونیستان د ملت په اوږو سپاره کړل او دا کمونیستی کفار د افغان ملت په ستره قربانی سره وشړل شول او وروسته د نورو اجنبیو په وسیله چورکوونکی غله د افغان ملت په اوږو کینول شول او ورپسی ئی تام تور جاهلان او افراطی تربیه شوی په قدرت راوستل ددی تکراریو څخه داسی پوهیدل کیدای شی چی افغانان د خاوری استقلال ، ازادی او انسانی ژوند حق نلری دا شرائيط یوازی او یوازی افغان ملت ته د وطنفروشانو له خوا راوستل شوی دی !!!!
    افغان ملت که دوباره ازادی غواړی نو ځانونه دی ددی رنګارنګو وطنفروشانو څخه خلاص کړی!!!!

    • ته په الله جلاالله قسم وخوره سي هغه کفار وه ؟ او که تر اوسه د غولبویدن په سحر کې بند یې ؟ ستا غولبویدین خو هم خپله اورته په پنجاب غووله.تر پرونه د ارګ د جمعې د لمانځه خطیب وه دغه زوړ کوني. داسي څرګندیږي سي تر اوسه ته د ګولبویدین په جومات کې حلکې کوې ځانته ددکتور هم لیکلئ خو ته به هم د شمشتو د کمپ دکتور یې ؟😡

    • دا خو ټول ستاسي د طاغوتي شیطاني جهاد میوه ده.سي خبیثو امریکایانو ته مو کتابي وروڼه ویل او سټینګر یې په اوږه درکیښودل، کله یې سي لکه کچنۍ وکارولاست بیا یې د تروریست نوم درکړ. 😡

  3. ګلبدین قاتل هم د تاسو په شان د پنجابیانو پست غلام دی د تاسی پوهه صفر دی غیر له چړیتوب څخه تاسی د نورو تعلیمو استعداد نلرۍ او دوکتورا اخستل تر لاسه کول د تاسو بی سواده کم عقلو لپاره غیری ممکن دی او نه د دوکتورا په اهمیت پوهیدای شی تاسی غلامو قادیانیو کفارو بی همته پنجابیانو غلامی باندی افتخار کوۍ تاسی پنجابی غلامان افغانان نه یاستۍ د تاسو پر ضد باید اسلامی جهاد شروع شی او دا به عملآ هم صورت ومومی !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب