یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۱ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۱ برخه

د وردګو د واده دود او بدلې 
احسان الله ارینزی
د نكريزو شپه:

د ناويدود په شپه كله چې ډوډۍ وخوړل شي او كورواله او مېلمانه ارام شي؛ نو ښځې ټولې شي او د نكريزو دود پيل كړي. په دغه ماښام واده كېدونكې پېغله معمولاً د خپل ډېر نژدې خپلوان لكه ورور، تره يا هغه ترور مېلمنه وي چې په همدې كلي كې واده وي. كله چې چاى- ډوډۍ او د ماخستن لمنځونه وشول، نورې نجونې ورځي او پېغله د نكريزو د دود له پاره خپل كور ته راولي. لومړى پېغله په داسې حال كې چې يوې ښځې د نكريزو لوښي ورپسې نيولى وي، د دوه- دريو ښځو له خوا خونې يا انګړ ته راوستل كېږي. په دې وخت كې د پېغلې همځولې د سوز او ارمان بدلې بولي. پېغله په داسې حال كې چې په ډولۍ كې ناسته وي، ورو  ورو دې بدلو ته اوڼكى(اينكى) وهي او په يوه خونه كې د ژړا او خندا ګډې صحنې يو ځاى تر سترګو كېږي. خېښۍ مستي كوي او خپله سبانۍ ناوې ستايي؛ خو كورواله خپه وي او كه ډېرې مجبورې نه شي؛ نو څه نه وايي او غلى خپل كارونه كوي.

د نكريزو د دود په پيل كې ناوې خپل ښى لاس له ډولۍ يا شال څخه راوباسي چې يو ماشوم يې په ورغوي باندې نكريزې كېږدي.پېغله يا د سبا ناوې خپل دا لاس پاس په تندي ونيسي او اووه ښځې دا نكريزې لږ  لږ ځنې واخلي تر هغه چې پاى ته ورسېږي. په دې وخت كې ډېرې نجونې او ښځې په ناوې ټولې وي، چا د نكريزو مجمې (غوري) نيولې وي او څوك ډېوې (رڼا) لور په لور ګرځوي. بيا د ناوې په دواړو لاسونو او پښو نكريزې كېږدي او په پاكو ښايسته ټوټو يې وتړي چې تر سهاره پورې وچې شي او ناوې ښايسته ښكاره شي.

ناوې لاسونه پاس په تندي كېږده

ناوۍ په لېورو ښه نومونه كېږده(186)

*

سمې نيمې شپې شوې، خلكې (187 ) بيه(188) په خوب ويدې شوې

 په نجونو كې نارې شوې، د (…) (189) منګولې سرې شوې

كوچيان وايي:

ناويه ښايسته خالونه كېږده

په خسر باندې دې درې نومونه كېږده

يا: په لېورو باندې لا ډېر نومونه كېږده(190).

له ناوۍ څخه وروسته نورې كورواله او مېلمنې نجونې او ښځې هم په خپلو لاسونو او پښو نكريزې كېږدي او ويدې شي(191). سهار ډېر وختي لكه څلور بجې ناوې او ښځې راويښې شي ښځې خپل لاس مخ پريونځي او ځنې خو لا د سهار د لمانځه له پاره اودسونه هم وكړي. بيا دوه- درې ښځې د ناوې له لاسونو او پښو څخه نكريزې تويې كړي او هغه چې سرېښ وي، د لمدو؛ خو غوړو  اوړو په موښلو پاكوي. په دې روځ په وردگو كې څوك د ناوې لاس په اوبو نه وينځي. دوى په دې اند دي چې ناوې بايد په وللو يا وينځلو لاسونو د خپل پلار يا ورور له كوره ونه وځي. كه داسې وشي؛ نو ښځې بده انگيري او وايي چې ناوې په وللو لاسونو ووته، خداى زده كه بيا دې كور ته راشي! له دې وروسته لمنځونه وشي او ښځې د ناوې د جامو د اغوستلو تابيا وكړي (192).

 ناويلې دې نه وي پاته چې د ناوې د لاسونو له سره كولو څخه مخكې د دوى كورواله نكريزې د كلي په ټولو كورونو وېشي چې هغوى هم په همدې شپه خپل او د خپلو ماشومانو خاصتاً نجونو لاسونه سره كړي چې ټولې سبا د واده په بهير كې ښايسته او دا ښادي د ټولو شريكه ښكاره شي. په وردگو كې ښځې او نجونې خپل ټول لاسونه سره كوي او په نكريزو باندې د گلانو د جوړولو دود پيكه ښكاري.

د جامو بدلول:

پښتنې نجونې او  ښځې د خپلو رواياتو او اسلامي لارښونو له مخې سر تر پښو كالي اغوندي.

په دې كاليو كې ټيكري (پوړني)، كميس رخت) او پرتوږ د يادولو وړ دي. ټكري هغه پلنه ټوټه ده چې د ښځې سر او بيا ټول ځان، په تېره بيا ټټر، غاړه، اوږې او خېټه پرې پټږي.

كميس يا خت له غاړې او اوږو څخه د گونډو تر سره جوړېږي. پرتوږ د نامه له غوټۍ څخه تر پښو پورې وي. ډېرې وردگې د كونځو غټ پرتوږ اغوندي. داسې پرتږونه له 8- 12 مترو ټوكر څخه جوړېږي چې مشرانې ښځې يې ډېر اغوندي. د نجونو پرتوگ لږ سپك وي. په وردگو كې ښځې سينه بند، زير پيراهني او نيكر نه اغوندي. په عصري ښځو او نجونو كې دا دود پيل شوى، خو مشرانې كليوالې ښځې دا شيان اضافي بولي او ځنې يې نه پېژني.

په پښتنو كې عموماً او په وردګو كې په ځانګړې توګه د پېغلو او ناويو جامې يو له بل سره توپير لري. د مثال په توګه پېغلې هېڅكله سور پرتوګ نه اغوندي، په داسې حال كې چې واده شوې ښځې د سپين پرتوګ د اغوستلو اجازه نه لري. له همدې امله يوه پېغله په ارمان- ارمان داسې وايي:

سپينې پايڅې(193) مې مېلمنې دي

دا سرې پايڅې مې تر كيامته(184) زولنې (195) دي

پېغله بې ټټره كميس اغوندي؛ خو د ناوې د كميس ټټر(196) جوړ شوى وي او داسې نور (197). د جامو د بدلولو په وخت كې ناوې په ناورين ژاړي؛ ځكه چې د خپل پنځلس  شل كلن خوندور ژوند جامې باسي او د ناوېدود جامې اغوندي. په دې وخت كې هم خېښۍ كرارې نه وي ناستې او يو مخ بدلې بولي:

سپنې جامې كاږه، د سرو دې وار دى

دا جلنى كميس دې كاږه، د ټټر وار دى(198)

*

ناوۍ چې پرون ده وخت دې غوره كړې

نن به سپين پرتوګ له پښو نه ليرې كړې

په وردګو كې سهار مهال د ناوې جامې بشپړې شي، د ټټر كميس او سور پرتوګ واغوندي، د بخمل يا كوم بل ښكلي ټوكر شال په سر كړي. د دې له پاره چې د وړلو په وخت كې شال ځنې و نه لوېږي، د ململ يا ګاج نازك پوړنى په سر وراچوي. ډېرې ناوې جرابې نه اغوندي؛ خو په بوټونو كې يې شخشولي(93) غوړل كېږي چې پښې يې لوڅې ښكاره نه شي او يا پايزار ځنې ونه لويږي.. اوس  اوس جرابې هم دود شوي دي(199).

د سر جوړولو سهار:

د جامو له بدلولو وروسته سراوبدنې(200) ښځې رامخې ته شي چې د ناوې سر جوړ كړي او ناوې په دڼيو، رنجو، خالونو او لونګو ښايسته كړي. لومړى خوږه ووېشل شي او بيا يو ماشوم راولي چې د ناوې وېښته لومړى ځل د تندي د پاسه د سلايي، ستنې يا سيخك په وسيله په دوو برخو ووېشي او په اصطلاح د ناوې د تندي لار وباسي بيا نو سر جوړونكې ښځې د كنډ(201)كنډولى(202) راواخلي او د ناوې د سر جوړول پيل كړي (203). دلته د دې خبرې يادول اړين ښكاري چې پېغلې په وردګو كې پېكى جوړوي، اوربل اوبدلى ساتي او يا چپه كاكل جوړوي او هېڅ وخت د سر وېښته په دوو برخو نه ويشي. په دوو برخو د وېښتانو وېش هغه دود دى چې پېغلې يې د ناويدود وخت ته پرېږدي؛ ځكه يوه لنډۍ وايي چې:

اوربل په توره نه ورانېږي

چې وخت يې راشي، سلايي يې ورانوينه

د سر د جوړولو په وخت كې ناوې ورو  ورو اوڼكى وهي.؛ خو خېښې ښځې بدلې بولي او خپله خوشالي څرګندوي:

ګوتې وخورې سر اوبدنې

په لوى سهار دې مات كړل د پيكي نري بندونه

كه د ناوې خپله مور وي؛ نو خېښې ورته وايي:

خور مه لور واى مه يې نوم واى

مه د لوى سهار ژړا واى، مه د لمرخاته بېلتون واى

او كه ناوې بېموره وي او يا ميره ولري؛ نو دا بدله اوري:

سركونډى دى نه اوبد كېږي.

چې خپله مور يې نه وي، په پرديو نه اوږدېږي (204).

په پښتنو كې داسې سروكي هم شته چې ښځې او نجونې يې د واده په بېلابېلو شېبو كې د ښادۍ د نورو بدلو په شان وايي:

د ناوۍ سر چې جوړوئ د كوڅۍ ول نيسئ، د كوڅۍ ول نيسئ

چې دا ترلې يې جوړوي، خولې ته پلو نيسئ، خولې ته پلو نيسئ(205).

په هر صورت سرجوړونكې مېرمنې د ناوې د سر د هرې خوا وېښته په دريو برخو وېشي:

يوه- يوه برخه د نګښيو له پاره، يوه- يوه برخه د څڼيو له پاره او يوه  يوه برخه د كوڅيو له پاره. له دې سره د ناوې د سر اوبدل پيل شي. د پيكي پر ځاى نګښي پرې اوبي او نور وېښته يې يوې او بلې خوا ته يوه  يوه برخه د څڼيو په نامه همداسې مړه او نا اوبدلې پرېږدي چې تر نګښي لاندې يې يوې او بلې خوا ته راباسي او په نامه يې لګېږي. دا وېښته په حقيقت كې د ناوې د وېښتو لاس ناخوړلى بېلګه ده چې د خسرګنۍ ښځې يې وګوري او پته ورته ولګېږي چې د ناوې وېښته څومره اوږده دي؛ ځكه كليوالې ښځې اوږدې او تورې څڼې خوښوي او په ساتلو او اوږدولو كې يې ځانګړې هڅه كوي. په وردګو كې ښځې د خپلو كوڅيو په وروستي پيوستون كې ځونډي، كلي ګانې او د جنګي زغرو واړه- واړه شيان ځوړندوي چې وېښته يې لاندې خوا ته كش وساتي او اوږده شي.

په هر حال درېيمه برخه وېښته يې پرې كوڅې كوي او بيا نو چې سر له اوبدلو خلاص شي، د ښويولو له پاره كنډ پرې وهي. نګښى او كوڅۍ چې واوبدل شي، څڼې او وېښته چې تنظيم شي، بيا نو د نګښيو او كوڅيو سرونه په پلوترو راټول شي. پلوترې يا پاندره هغه سپڼسين سره او سپين تارونه دي چې د ناوېدود په روځ يې د ناوې د وېښتو په وروستني ښكتنۍ برخه كې اوبي (206).

په ناوې مه كړئ پلوترې پورې

پلار يې چينجي خوري، غاړې يې تورې

د سر له جوړولو وروسته ناوې ټوله ښايسته كېږي. تر هر څه د مخه د ناوې لاس او پښې له نكريزو څخه د غوړو اوړو په واسطه پاكېږي. د ښځو د عقېدې له مخې د ناوېدود په ورځ د ناوې لاس او پښې په اوبو نه وينځل كېږي چې ناوې د پلار له كوره لاس وللى ونه وځي. له دې وروسته د دڼيو وار راشي چې يو د بل تر څنګ په منظم ډول سرېښ كېږي او د رنګونو تناسب يې ساتل كېږي. په دڼيو د پاسه زرورق خالونه هم سرېښېږي. د دڼيو موزون نښلول د سر اوبدونكي ښځې د ځانګړى ذوق او مهارت ښكارندويي كوي.

په دې وخت كې ناوې ورو  ورو اوڼكى وهي، سر اوبدنې ښځې خپل كار كوي او خېښې له درياوو سره بدلې بولي:

رنګ  رنګ دڼې پرې كېښږدئ چې ځلېږي

(…) ورته ولاړ دى هوسېږي

يا: (…) ورته رابولئ هوسېږي(207)

له دڼيو او خالونو څخه وروسته، د ناوې د نګښيو تر مينځ د وېښتو په لاره سوندر پورې كېږي. سوندر وهل اوس هم د هندوانو او سكهانو په ودونو كې دود دى او د ناويو په تندي كې د سوندرو سره ليكه جوړېږي چې خورا ښايسته ښكاري. دغه سور پوډر ژر له مينځه نه ځي او ډېر دوام كوي.

له دې وروسته  ناوې ته د سره الوان د ټوكر يوه كوچنۍ ټوټه ور په سركېږي چې (مكنه) ورته وايي. پخوا به ناوې يوه خولۍ درلوده چې په دې مكنه به اېښودل كېده او بيا به يې شال ور پر سر كاوه. اوس- اوس د خولۍ دود ډېر له منځه تللى. له مكنې څخه وروسته ناوې ته پسول (ګاڼه) پورې كوي. په وردګو كې د ناوې پسول پخوا زياتره د سپين زرو و چې جواهر به يې هم درلودل او د سيمې يا ښارونو زرګرانو به جوړول. په هغه وخت كې ډېره ګاڼه له مور څخه لور ته پاته كېده او لږ به نوې اخستل كېده؛ خو اوس په ځينو ودونو كې خلك خپلو ناويو ته د سرو زرو شيان اخلي او ورو- ورو دغه دود عامه بڼه خپلوي (208).

استاد حبيب الله رفيع د دغه پسول يا ګاڼو ښه شرحه وركوي: (پر تندي د سپينو زرو سرۍ ورتړئ. په (سرۍ) كې يوه لمن لرونكى روپۍ، واړه ټيكونه او بند شوې روپۍ سره يو ځاى شوي وي. په غوږونو غوټيالي، لښتۍ او ځنځيرۍ لښتۍ سر پر سر ورځړوي. پر نګښيو لمن لرونكى تاويزونه (تعويذ) وربند كړي. د سرو زرو چارګل چې په سوندرو يې لړلى وي، ور په پوزه كړي. پېزوان او نتكۍ هم په خپلو- خپلو ځايونو كې  كلكې كړي.

په سينه د سپينو روپيو ټټر ور وتړي. د سپينو روپيو چپراسۍ يې پر يوه اوږه او بله اوږه وځړوي. د سپينو زرو ښكلۍ غاړكۍ او اوږۍ ور په غاړه كړي. په لږ څه فاصله چمكلى ځاى نيسي. چنده نار او غونډه يې پر سينه راوځړوي. په لستڼيو يې كتار- كتار ګلمېخۍ، ګلريزۍ او روپۍ ورګنډلې وي. په مړوندونو كې يې وښي او باووګان وراچوي او يې ششتونه او ګوتيې ورپه ګوته كړي). كله چې ناوې جوړه شوه سهار وي. لومړى يې كورواله او هغه مېلمنې ښځې چې په نورو خونو كې په لمنځونو بوختې وې وگوري او بيا د كلي د ښځو راتگ پيل شي. ښځې ډله- ډله راځي ناوې گوري او ډېرو نژدې خپلوانو ښځو ته يې يو نيم اصلاحي نظر وركوي. له دې وروسته د چايو بند او بست پيل شي، په دې روځ چې ورا راتلونكى وي. ناوې په يوه لويه خونه كې له خپلو همزولو او خپلوانو سره ناسته وي او د وروستي ديدن په كيسو لگيا وي.
——————————————-

[186]  په وردګو كې داسې دود دى چې نوې ناوې په خپل خسر، لېورو، خواښې او نورو نژدې كسانو باندې ښه او درانه نومونه ږدي او مشران په خپلو اصلي نومونو نه يادوي. دلته به ښه وي چې په وردګو كې د خپلوۍ لړۍ در وپېژندل شي:

–          خواښې د مېړه او يا ښځې مور.

–          خوسر يا خسر د مېړه او يا د ناوې پلار.

–          لېور د ميړه ورور.

–          ترور د پلار او مور خور.

–          اكا يا كاكا د پلار ورور.

–          ماما د مور ورور.

–          كاكا ناوې د كاكا ښځه.

–          ماما ناوې د ماما ښځه چې ځنې خلك يې مامۍ هم بولي.

–          ورېندار د ورور ښځه.

–          وراره د ورور زوى.

–          ورېره د ورور لور.

–          آښى د ښځې (مېرمن) ورور.

–          خوريې د خور زوى

–          خورځه د خور لور.

–          ښينه يا ښمينه د ښځې ( مېرمن يا ماندينه) خور.

–          باجه د ښينې خاوند يا ميړه.

–          لېورزى د مېړه د ورور زوى.

–          لېورزۍ د مېړه د ورور لور.

–          تربور، د اكا د زامنو لړۍ.

–          خورلڼه واده شوې پېغله.

–          لمسى د زوى – زوى.

–          كړوسى د زوى لمسۍ.

–          كودى د زوى كړوسى.

–          آښى د خور مېړه.

–          تېنداريا تېندير  د تره ښځه.

[187]  خلكې- خلك.

[188]  بيه- بيا.

[189]  د ناوې نوم.

[190]  كوچياني پانگه، ص 103.

[191]  په كندهار كې له واده څخه دوه- درې شپې مخكې د زوم كورنۍ وچې يا لمدې نكريزې په يوه ښايسته لوښي كې چې په راز – راز ګلونو ښايسته شوى وي، د يوه چاغ، سپين؛ خو رنګ شوي پسه په ملتيا د ناوې كور ته استوي او هلته يې كور په كور ګرځوي. د دغه دود په ترڅ كې چې (ناپ كاري) نومېږي نجونې بدلې بولي او د نكريزو د لوښي كتونكي ښځې په دې لوښي كې پيسې ږدي. د كندهار په ډېرو كليوالي اوښاري سيمو كې د نكرزو شپه د ناوېدود له شپې څخه مخكې وي. په دې شپه د زوم په كور كې د زوم د كيڼ لاس ورغوى او كوچنۍ گوته سره كوي؛ خو د ناوې په كور كې د ناوې په دواړو لاسونو نكريزې ږدي، بيا ښځې د نكريزو ستره مجمع چې ډېوې هم په كې بلې وي، بهر ته وباسي، كوڅه په كوڅه گرځي، نكريزې د خپلوانو او كليوالو كورونو ته وروړي او د ښځو او نجونو لاسونه سره كوي. د دې وخت د بدلو يوه بېلگه چې ښځې يې په گډه بولي:

زموږ نكريزې شكارپوري دي    حنا بكاره پېراهن گلى نارا

اوسنۍ ځوانانو واچوئ روپۍ    حنا بكاره پېراهن گلى نارا

بالاخانه په څلور كونجه          پكې ولاړه ده زما د جان ناوۍ نارنجه
                     حنا بكاره پېراهن گلى نارا
په كور دوه زرغونه شاله       زما جان ورته ولاړ دى لاس يې نه ورځي له خياله
                        حنا بكاره پېراهن گلى نارا

يو يې چارسو څلور بازاره          پكې تېرېږي زما جان او ناوې دواړه

(د كندهار فولكلور، ص 15)

په لغمان كې د واده د شپې په نيمايي كې يو- دوه نجونې د ناوې په لاسونو او پښو نكريزې ږدي. په دې وخت كې نورې نجونې دارياگانې وهي، نڅېږي او د نكريزو ځانگړې بدلې بولي. داسې ښكاري چې په لغمان كې د ښادۍ ډېرې بدلې نشته او ښځې- نجونې د واده په بېلابېلو پړاوونو او شېبو كې سروكي بولي لكه:

شپه ده د نكريزو جونكۍ تمبل وهينه

خلك له هر خوا نه په واده راغلي دينه

[192] او په دې توگه ځنې نجونې شپه سبا كوي (په لغمان كې، ص 42).

په پكتيا كې كله چې ښځې او نجونې د ناوېدود په شپه د ناوې په لاسونو او پښو نكريزې ږدي، بدلې بولي او دا شپه په خوشالي تيروي:

ناوې پورې كه نكروزې

كه دې ورور سترگو ته گورې، ناوې وشړه نكروزې

*

ناوې پورې كه نكروزې

كه د ليوره سترگو ته گورې، ناوې پورې كه نكروزې

      (ولسي پوهه، ص 57)

 

دا دواړه بدلې داسې ښيي چې كورواله ښځې ناوې ته د داسې كسانو نومونه اخلي چې ناوۍ يې د نامه په اورېدو نكرزو ته زړه نه ښه كوي، لكه پلار، ورور، تره او داسې نور؛ خو بله خوا وروڅې ښځې او نجونې ناوې ته د مثال په توگه د دې د ځوان او ښايسته خاوند نوم يادوي چې ناوې د نكريزو اېښودلو ته وهڅوي.

په كوچيانو كې كله چې نجونو او ښځو د واده شپه د پېغلې په مېنه كې په سندرو او نڅاوو آخر ته نژدې كړي، ناوې په يوه جگ ځاى (تخت) كينوي او په لاسونو يې نكرزې ږدي، له دې وروسته نورې ښځې او نجونې هم د تبرك له پاره لاسونه سره كوي او د لږ وخت له پاره وېدې كېږي(پښتانه كوچيان، ص 140)

د كوچيانو د نكروزو بدلې:

خورې درغله خينه، خينه ټينگه ونيسه

كه د مور خاطر ته گورې، خينه ايسته وشينده  

يا: كه د ورور خاطر ته گورې، خينه ايسته وشينده

يا: كه د پلار زړگي دې ساتې، خينه ايسته وشينده

يا: كه د يار خاطر ته گورې، خينه ټينگه ونيسته

*

په سر د غوريزه دى لارې لارې

په پښو دې د نكروزو څېړيكي ولاړې

(كوچياني پانگه، ص 96).

 په منگلو او نورو پكتياوالو كې په دغه شپه چې خېښې او كورواله ښځې، د ناوې په كور كې سره يو ځاى وي، كورواله ښځې له ډوډۍ او لمانځه وروسته، په خېښو باندې غږ كوي چې بدلې وبولي او وگډېږي. خېښې چې دې بلنې ته په تمه وي، سمدلاسه درياوې راواخلي، يوه پېغله گډا ته پاڅېږي او ښځې داسې بدلې پيل كړي:

په لمن كې به دې نيسم زېړې گلې

مور دې بوره مه شه زېړې گلې

پېغله په داسې حال كې چې د خونې له يوې خوا څخه بلې خوا ته گډېږي، هم بدلې بولي:

چې پېغلوالې مې په زړه شي

كه مې په غېږ كې شهزاده وي مړ به يې كمه

ناستې ښځې وايي:

گرانې! اور په لمن وړې

دا گرده لمن وړې، دا گرده لمن وړې

پېغله بدل واړوي:

په دا لار به بيا درنشم نو

ښځې وايي:

ښكلې خورې ولې نو؟

پېغله وايي:

په دې لار كې گل محمد را ته ولاړ دى

او دې ته ورته بدلې، د نومونو په بدلون، تر نيمې شپې پورې  روانې وي، بيا د كورواله ښځو په غوښتنه دوه- درې نورې مېلمنې پېغلې او ښځې هم گډا ته پاڅي، ښځې وايي:

په مخه دوې شين ختې راغلې

زه په كې پكو شوم چې د كومې ياري كړمه

او بېلابېلې لنډۍ ورسره غبرگوي:

سترگو ته رنگ د رنجو وركړه

شونډو ته رنگ د دنداسې وركړه مينه

په مخه دوې شين ختې راغلې

زه په كې پكو شوم چې د كومې ياري كړمه

د دې بدلو په بهير كې كله چې گډېدونكې پېغلې بدلې بولي، ناستې ښځې د (وئ خدايه، هې خدايه، ولې خدايه او څه دي خورې؟) په وېلو سره دوى نورو بدلو ته هڅوي.

له نيمې شپې وروسته دا بدلې نورې هم خوندورې كېږي او د ديالوگ بڼه خپلوي:

شولې ټكوم جلۍ اوس به دې واده كمه (كړمه)

يمو (د ما يا زموږ) په خداى كسم (قسم)(…. خان) ته خو دې وكمه. 

پېغلې ځواب وركوي:

    يمو په خداى كسم هغه مې تره دى وه يې نه كمه

يا: يمو په خداى كسم هغه خو لېونې دى وه يې نه كمه

يا: يمو په خداى كسم هغه كمكى دى وه يې نه كمه

او دا سندرې د خوب تر وخته پورې همداسې روانې وي. البته په دې كې بېلابېلې خبرې، نومونه او حالتونه يادېږي. پاسنۍ بدلې يوازې د بېلگې په توگه راوړل شوې (فولكلوري گيډۍ، ص 192- 194).

كوچيانۍ ټنگورې هم يوه شپه د ناوې په كور تيروي او هلته سندرې وايي:

د(….) د كوټې تير ولې لوېدلى ده

غږ مې د (….) پې لږېدلى ده

*

د ايلبند سړې چينې اوبه يې لرې- لرې

د (….) په غولي ناست يې د (….) بلبلې

دلته په لومړي تش ځاى كې د شخص نوم او په دوهم تش ځاى كې د كلي يا سيمې نوم راځي. (كوچياني پانگه ، ص 165)

[193]  پايڅې – د ښځو د پرتوګ يو ډول دى چې پخې ښځې يې تر پښو تړي، خود پرتوګ خولو ته هم پايڅې ويل كېږي. د رفيع صاحب په وينا په پورتنۍ بدله كې پايڅې د پرتوګ په مانا راغلي دي

[194]  كيامت- قيامت.

[195]  زولنه- زولانه، هتكړۍ

[ 196] ټټر- گنډ: په تار، هندارو او مريو جوړ شوى ټټر.

[197]  . د زرملې (زرمت) د پېغلو جامې لنډې اود ناوېو اوږدې وي. ويل كېږي چې د زرملې ناوې خپلې جامې په خوښه نه بلكې د نورو ښځو په زور اغوندي (فولكلور مجله، 1352، لومړى ګڼه، ص 31)

[198]  د كوچيانو بدل:

سپينې پايڅې كاږه د سرو وار ده

كه سرې دې نه وي، دووس دې يار ده

*

په گرد ټولي كې چلم په وار ده

ترلې دې ناستې په تا تليوار ده

*

وښارې(هوښيارې) جلكۍ عقل خطا نه كې

پرتوگ دې په پايڅو وربدل نه كې

(كوچيانۍ پانگه، ص 89)

[199]  شخشولي- د رخت هغه دوې وړې – وړې ټوټې دي چې د ناوې په كوسرو، پايزار (درى كلمه ده چې د پاى او زار له يو ځاى كېدلو څخه جوړه شوې ده) يا بوټونو كې يې ږدي او غالباً د جرابو ځاى پرې نسي چې د ناوې پښې له بوټونو څخه لوڅې ښكاره نه شي. كله چې ناوې د خپل خسر كور ته ورسول شي، دا شخشولى د خسر د كورنۍ E كومه ښځه په دې شاگوم اخلي چې بله روځ د دې د زوى يا لور واده هم په خير وشي او دا نيكمرغي د دوى تر كوره پوره هم ورسي.

[200]  د صوابۍ په يوسفزيو كې ناوې د ناوېدود په روځ خپلې ټولې زړې جامې(كميس، پرتوږ- زړوكى او چپړې) د مور په كور پرېږدي او هغه نوي او ښآيسته جامې اغوندې چې د زوم كورنۍ په صندك كې ورلېږلي وي. يوسفزۍ ناوې د خپلې مور له كوره يوازې يو پوړنى په سر كوي او بس (فيصل فاران).

[201]  په وردګو كې ځنې پخې او سپين سرې (يا ځوانې) ښځې د ناويو د سينګار او د هغوى د سر د اوبدلو په چارو كې ډېر مهارت لري. له همدې امله د هرې ناوې د سر د جوړولو له پاره كومه (خپله) يا (شناخته) ښځه ورغواړي چې بيا زوم يو څه پيسې وركوي. په پكتيا كې (ډمه) د ناوې سر جوړوي او په عوض  كې يې د ناوې زاړه كالي اخلي.

[202]  كنډ: د زردآلو د ونې يو ډول شيره ده چې له ونې څخه راوزي او په ډډ يې ځان كلكوي. رنګ يې سوربخونه ژړ او يا توربخونه سور دى. په كليو كې ښځې هغه په اوبو كې لمدوي او د خپلو وېښتانو د سينګارولو له پاره ترې كار اخلي. دا د وردگو د (كنډ) ويي اصلاً هندي (گوند- Gond) دى چې په سانسكريت ژبه كې هغه چسپ ته ويل كېده چې له ونې څخه راوځي. چسپ يعنې سريښ (ماريانا، ص 282).

[203]  كنډولى- خاورينه كاسه.

[204]  د زرملې خلك عقيده لري چې دا ماشوم هلك بايد روغ وي او ډېر وروڼه ولري. دوى فكر كوي چې په دې سره به په راتلونكي كې دغه ناوې هم د ډېرو زامنو مور شي(فولكلور مجله 1352، 4 – 5 ګڼه، ص 42). E

په كوچيانو كې د ناوې سر د شپې له ډوډۍ څخه وروسته جوړېږي. ويل كېږي چې كوچۍ پېغله كله چې مازديگر مهال ورا راورسېږي، د خپلې مېنې د كوم گاونډي كور ته ځي او هلته ځان پټوي؛ خو قضا ماخستن ښځې دا راولي، په مينځ كې يې كينوي او د سر په غوړولو يې لاس پورې كوي. د كوچيانو ښځو د دې وخت ځنې بدلې:

د ناوې سر څې غوړوي، خولې ته پلو نيسه

څې موركۍ يې ځوروي، خولې ته پلو نيسه

يا: څې موركۍ يې زړوئ د كوڅۍ ول نيسه

يا: څې ترلې يې زړوئ، خولې ته پلو نيسه

په دې وخت كې طنزيه بدلې هم شته:

د موږ د ناوې سر ولې شكېدلى ده

دا خو د (….) د وپړ وېلې ده

*

د موږ د ناوې دوې لوستې تندى ده

ارمان مې د (…) د خولې خندى ده

كوچيان د ناوې د سر د جوړولو له پاره د وېښتانو بېلولو ته د پايڅو بېلول وايي. دوى د دې كار له پاره د پېغلې ورور يا د تره زوى راولي او سلايي يا سرخى په لاس وركوي. كوچيان دا يو بختور كار او ښه شاگوم بولي. دا ځوان سلايي د ناوې له ټنډې (وچولي) څخه نيولې تر ككرې پورې تيروي او د ناوې د مخې وېښتان په دوو برخو وېشي. ټنگورې اوس نو په خپلو بدلو كې دا ځوان ستايي:

څوك اوښې څڅوي(…) اوښې څڅوي

اوښې پاكيزه كه خوندې هر څوك ودوي

يا: اوښې پاكيزه كه ترلې هر څوك ودوي

*

خداى دې وه (…) اوښې ولې څڅوې

خداى دې وه (…) ترلې ولې ژړوې

يا: خداى دې وه (…) خور دې ولې ژړوې

*

پايڅې پرې ده (…) خپلې اوښې پاكيزه كه

سيالان به درته گوري، خپلو سترگو ته شمله كه

خوركۍ څې ودوې زړه مردانه كه

پايڅه څې بېلوې شمله اوږده كه

پايڅه بېلوونكى ژر د ښځو له خونې څخه پښې وباسي؛ خو ښځې تر ډېره لا خپلو بدلو ته دوام وركوي:

     په تور پيكي دې څومره منډې وكړې

    په ورور دې غورې كړې، خلاصه يې نه كړې

يا: ورورگل دې زورور خلاصه يې نه كړې

(كوچيانۍ پانگه، ص 100-101)

[205] د كوچيانو بدل:

سر كوڼدۍ ده نه نيوې كېږي

خپله مور ورته ربولئ پردى مندې (ميندې) څه پې پېزي(پوهېږي)

يا: خپله خور ورته ربولئ پردئ خوندې څه پې پېزي

(كوچيانۍ پانگه، ص 101).

[206]  غرنۍ سندرې، ص 197

په كندهار كې كله چې ښځې او نجونې د ناوې سر كوڅۍ كوي، ناوې په ډېر ارمان يو څو اوښكې تويوي، كندهاريان دې ژړا ته (اينگى يا انگۍ) وايي. د ناوې د جوړولو او سينگار د روځې په سهار، د كندهار په ښاري سيمو كې ناوې  او همزولې يې په گډه حمام ته ځي. د همدغه روځې په مازديگر ورا د ناوې كور ته رارسېږي. (د كندهار فولكلور، ص 20- 25).

[207] د كوچيانو بدل:

رنگ رنگ ډړۍ پې كېږدئ څې ځلېږي

(…) ورته رابولئ خو شالېږي

(كوچيانۍ پانگه، ص 103).

[208] په دغه شېبو كې چې نجونې او ښځې ناوې جوړوي، ځنې داسې سروكي هم شته چې له موضوع سره اړخ لگوي او په خوند- خوند او په غبرگو غږونو اورول كېږي:

زرگره پېزوان جوړ كه               زرگره ښكلى ليلا وطن ته وړينه

سور غمى په سپور كه           زرگره ښكلى ليلا وطن ته وړينه

*

ناوې جوړوينه ناوې جوړوينه       وئ په سرو منگولو جينكۍ دريا وهينه

سبا پردي وطن ته ځمه مساپره     ماته ښكلې اوږۍ جوړه كه زرگره ماته ښكلې

(غرنۍ سندرې، ص 198)

 

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۰ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب