Homeخبرونههلمند کې له تښتونکو د یوې نجلۍ ژغورل کېدل

هلمند کې له تښتونکو د یوې نجلۍ ژغورل کېدل

تاند ( شنبه، د جدې ۳۰ مه) د هلمند لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو له انسان تښتونکو څخه د یوې ماشومې نجلۍ د خوشې کولو خبر ورکړی.

د طالبانو یوه سیمه ییز ویاند عزت الله حقاني ویلي، چې دغه ماشومه نجلۍ په موسی کلا ولسوالۍ کې تښتول شوې وه، خو د دوی ځواکونه ومونده او یو تن یې د تښتولو په تور ونیوه.

 سرچینې په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، وخت په وخت له جنوبي ولایتونو څخه د وړو ماشومانو د تښتولو خبرونه ورکول کیږي.
زیات شوی فقر، بشري ناورین او بې کاري د ورته پېښو مهم علتونه ګڼل کیږي، خو ځایي خلک یې له پېښیدو وروسته د طالبانو اقدامات ستایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...