Homeخبرونهکاناډا ته د څه باندې ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکو لېږد

کاناډا ته د څه باندې ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکو لېږد

تاند (جمعه، د جدې ۲۹مه)  له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د لېږد په دوام نن کاناډا ۳۱۹ افغانان د دغه هېواد وینکوور ښار ته ولېږدول.

د کاناډا د حکومت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغو کسانو له لېږد سره کاناډا خپلې موخې ته ورسېده او د ۲۰۲۱ اګسټ میاشتې تر دې دمه یې ۴۰ زره افغان کډوال او زیان منوونکي خپل هېواد ته ورلېږدولي دي.

کاناډایي چارواکو د دغو کسانو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

کاناډا د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، د بشري او مدني حقونو او ښځینه فعالانو د پناه ورکولو اعلان کړی و.

دغه هېواد ډېرو افغانانو ته پناه ورکوونکی یاد شوی، خو پر اړوندو ادارو یې نیوکې هم شته چې ګواکې په پناه ورکولو کې یې قومي او سمتي چلند کړی او پښتنو فعالانو ته یې لږه پاملرنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...