دوشنبه, مې 6, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۰ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۱۰ برخه

احسان الله ارینزی
د پوښ له لېږلو وروسته دواړه كورنۍ د واده په تياريو لاس پورې كوي او تل يو له بل سره په اړيكو كې وي چې چارې ښې سمبال شي او  واده ښه په درنښت او خير تر سره شي (158).

د ناوې په كور كې د مال حلالول:

په وردگو كې د واده له روځې څخه يوه روځ مخكې ماسپښين مهال د پېغلې د كور نارينه او د دوى نژدې خپلوان هغه مال يا مالونه (څاروي) حلالوي چې د خېښ له كوره يې راوستى وي. د مال حلالول د واده د وړلو د روځې ټاكونكى دى. په دې مانا چې سبا به خلك راځي، ډوډۍ به خوري او ناوې به وړي. د مال په حلالولو سره د واده د وړلو څلورويشت ټاكونكي ساعتونه پېلېږي. په دې يوه شپه او يوه روځ كې د واده حساسې او هيجانې شېبې رارسېږي او تېرېږي. يوه پېغله او يو زلمى د ژوند نوى پړاو ته ننوزي، يوه نجلۍ د ژوند يو پړاو شاته ږدي او يوې نوۍ پوړۍ ته گام اخلي او د پېغلتوب له مستو او ښكلو شېبو او ساعتونو څخه د مسووليتونو دنيا ته يا په بله ژبه داسې كور ته ورځي چې ډېرى وخت يې بيخي نه پېژني او په لومړي سر كې ورته پردي ايسي.

هغه څاروي چې له پوښ سره راوستل شوي وي، راز_ راز رنگ شوي وي او تاويتك(159)، ځونډي او رنگه ټوټې پرې ځوړندې وي. دا څاروي په ځانگړو مراسمو سره د حلالولو ځاى ته راوستل شي او حاضر كسان چې مشران هم په كې وي د خير دعا وكړي.

دلته د دې خبرې يادول ضروري ښكاري چې كليوال معمولاً ټول د مال په حلالولو پوهېږي؛ خو ځنې ښه پكې چېبر(ماهر) وي او د قصابي ټول اړين توكي لكه چاړې، نوزي(160) چربل(161)، رسۍ (162)، تبرونه او تبرگي(163)، ټوكرۍ يا غټې كاسې، د لرگو كنده (برغنډ) او نور لري. د خير له دعا څخه وروسته ځوانان څاوري د چربلو  يا رسيو په مرسته څملوي او د بسم الله په ويلو سره چاړې پرې راكاږي.

كه چېرته ټنگورو اجازه موندلې وي چې په دې روځ د ناوې كور ته لږ وختي ورشي؛ نو د مال د حلالولو په وخت كې بامو ته خېژي او د خوشاليو بدلې بولي.

ښادي زما د گران ده(164) 
 خداى په توره خوا يې مه كړې

*

وربشې د لاره غم بندونه دي  

كه ښادي د (پلاني جان) زموږ سيلونه دي

 په دې وخت كې په بام ناستې ښځې دوه ډوله بدلې بولي. د زوم له كوره راغلې خېښې مستې؛ خوندورې او تودې بدلې بولي. خپل زوم ستايي، خپل كلى او برم ستايي، خپل پوښ او مال (څاروي) ستايي او كله نا كله هڅه كوي چې د پېغلې كورنۍ ته پېغورونه وركړي، د هغوى نيمگړتياوې رابرسره كړي او د دوى عيبونه وسپړي. دلته نو د كورواله ښځو صبر هم پاى ته رسېږي او ورته بدلې بولي. د مثال په توگه خېښۍ يا ټنگورې وايي:

 غويي چې للوئ (165) لكۍ يې پرېږدئ

لكۍ يې د (….) (166) په نگښي(167) كېږدئ

*

(…) جان مږ الالوي

يا:(…) غويي الالوي

(…) ورته ناست دى د كولمو پكړۍ تړي

خو كورواله بيا داسې ځواب وركوي:

ده (پلانۍ) مې ولې ژاړي  ده (پلانۍ) مې ولې ژاړي

سيرلكى يې راوستلى، ده كولمې يې بېرته غاړي(168)

كه د دواړو خېښو كورنيو اړيكې دېرې ښه وي، نو هڅه كېږي چې څوك خپه نه شي او په خېښۍ راغلې ښځې داسې بدلې نه بولي چې كورواله ښځې وځوروي؛ خو كه دا اړيكې ډېرې ښې نه وي، څه نا څه خپگانونه پېښ شوي او يا سيالي په مينځ كې وي، نو بيا دا بدلې توندې وي او كله نا كله يو بل ته ادبي كنځلې كوي. البته په وردگو كې ټنگورې معمولاً مازديگر مهال د ناوې كور ته راځي. د ټنگورو شمېره د دواړو كورنيو په خوښه ټاكل كېږي. كه كورواله ستر ځاى او غټې خونې ولري ډېرې ټنگورې مني او كه نه درې- څلور ښځې راځي.

كه ټنگورې داسې وخت ورسي چې مال حلال شوى وي، بيا هم د ماښام له چاى، ډودۍ او لمانځه وروسته په خپلو بدلو كې د مال د حلالو يادون كوي او خپل ځانون ستايي.د ناوې په كور كې د دغه شپې ټوله ډودۍ ښځې پخوي؛ خو د سبا يا د توى د روځې د كټوو پخول د نارينه ؤ  كار دى(169).

د زوم په كور كې د مال حلالول:

كله چې د پېغلې په كور كې مال حلالېږي، د ځوان يا زوم په كور كې هم مال حلالېږي. د مال د حلالولو طريقه په دواړو ځايونو كې يو شان ده. كله چې كليوالو ځوانانو غوښې غوڅې كړي، پاكه يې ووينيځي. دلته نو نارينه ؤ نغري(170) جوړ او كټوې پرې بار  كړې وي(171) دا وخت د كلي ځينې سپين ږيري مشران راشي، د غوښې اندازه وگوري او د زوم د كور د بولې د مېلمنو او كليوالو شمېره ځان ته معلومه او پرېكړه وكړي چې دا غوښه بس كېږي او كه نوره له بازاره وغاړي او يا په خپله كوم بل پسه يا خوسى حلال كړي. كله چې د غوښې په اندازه هوكړه وشوه، سرخوانان(172) غوښې كټوو يا اوس- اوس ديگونو ته واچوي او په اور يې بار كړي. په وردگو كې د توى او خيرات كټوې په هغه بوټو (173) خسو او خوشايو پخېږي چې كليوال يې د ونډې په توگه راټولوي او دا يو ډول بسپنه حسابېږي.  اوس چې هر څه په لرگو دي كورواله اكثراً لرگي اخلي او كټوې پرې پخوي.

په وردگو كې په دې كټوو پسې لومړى ښه زورور اور كېږي؛ خو وروسته له دې چې غوښه لږ پخه شوه. د كټوو خولې په اوړو بندې كړي، برغولي(د كټوې سرپوش) پرې كېږدي، د برغولو په سر درندې تېږي كېږدي او اور پسې سوكه (ورو) كړي. وردگ د شوروا د پخولو له پاره غوښه، اوبه او مالگه كټوو ته اچوي او له پيازو او مسالو څخه كار نه اخلي. كه چېرته غوښه غوړه يا لموره نه وي د يوه يا دوو پسونو لمونه يا ژړ يا نباتي غوړي د غوينه له غوښې سره گډوي چې شوروا يې خوندوره شي. په وردگو كې په منځنۍ توگه شل- دېرش منه غوښه د زوم په كور پخېږي.

د مال د حلالولو د روځې له مازديگر څخه وروسته د زوم او ناوې دواړو كورونه په مېلمنو ډك شي. د ناوې په كور كې د ناوې واده شوى خويندې، د تره لورانې او داسې نورې خپلوانې د مخه لا راغلي وي او د ناويدود د  چارو په سمبالولو بوختې وي. نژدې نارينه خپلوان هم حاضر وي او هر څوك خپل- خپل كار كوي. د زوم نژدې خپلوان هم راغونډ او په مېلو او چړچو بوخت وي. د زوم په كور كې هم لكه د ناوې د كور په شان د دې شپې د نارينه او ښځينه ښځو ټوله ډوډۍ ښځې پخوي؛ خو د سبا كټوې د نارينه ؤ

په غاړه وي. اوس به دا شپه په دواړو كورنيو كې بېله- بېله وڅېړو:

د سر خلاصول:

هغه وخت چې نارينه د مال په حلالولو بوخت شي، غالباً ماسپښين مهال ښځې د پېغلې د سر په خلاصولو لاس پورې كړي او پيكى(174) يې د وروستي ځل له پاره پرې خلاص كړي. د ښځو د عقايدو له مخې د پېغلې سر بايد د يو سپين ږيري يا ماشوم له خوا پيل شي. دا لومړى ځل وي چې پېغله د ښځو عام محضر ته راځي او د ناويدود مراسم پيل كېږي. د پېغلې د سر خلاصولو په وخت كې نورې ښځې د هغې د سر سيخك يا گلونه د (شاگوم) له پاره په خپلو وېښتو كې ټومبي. دا وخت پېغله (اوڼكى) پيلوي او خپل زړه سپكوي.

له هغه ځاى نه چې كليوال پښتانه عموماً خپلې لوڼې د دوى له خوښې پرته، په خپل سر او په هر ځاى كې يې چې زړه وي، ودوي؛ نو ځكه دوى د ناويدود په ځينو مراسمو كې ډېر په غريو ژاړي؛ خو د دې له پاره چې ژړا يې بده ښكاره نه شي يو ځانگړى ډول يې ورته ټاكلي دى چې (اوڼكي) ورته وايي. پېغله يا يوه روځ وروسته ناوې په دې ژړا كې خپل محروميت بيانوي.

په وردگو كې نجونې ان له ماشومتوبه د اوڼكي لږ او ډېر تمرين لري؛ خو په دې روځ پېغله ښه په خوند اوڼكى وهي او ژاړي، ځكه چې له خپلې خوښې پرته واده شوې وي، په پيسو خرڅه شوې وي، داسې كور ته ورځي چې ښه يې نه پېژني او  يا يې هېڅ نه پېژني، له داسې ځوان سره يو ځاى كېږي چې خوى او بوى يې ښه ورمعلوم نه وي (دا خبره د داسې زوم په برخه كې كېداى شي چې خپله نجل يې نه وي ليدلى) او كله نا كله خو ليرې ځاى په نابلدو خلكو ودېږي او له خپله كوره ډېره ليرې ځي(175).

بله خوا ټنگورې كه د دې شپې د دودونو د لمانځلو له پاره د ناوې كور ته لږ وختي راغلې وي ډېرې خوشاله وي، بدلې بولي او كه كوټه غټه وي ناڅي:

ناوې چې پرون ده وخت دې كړې غورې

نن مې څنگه كلابنده كېنولې

*

ناوې چې سر دې خلاصوي كوڅۍ دې ول نيسه

همځولې ټولې درته ناستې، مخ ته پلو نيسه

*

ناوې پرې كړه(176) عباسيه(177) ، ناوې پرې كړه عباسيه

د پيكيو وار دې تېر شو اوس دې وار دى د نگښيه

كله چې د ښځو ټولې بشپړ شو. يو ماشوم چې خلك تلپك (طفلك) ورته وايي راولي، په خوله كې خوږه (بوره، شريني، نقل، چاكليټ، قند) وركوي چې د پېغلې لومړنۍ كوڅۍ خلاصه كړي. ښځې وايي دا دود پېغله برمنه كوي او په راتلونكې كې به د ښو ځامنو مور وي. په ځينو كليو كې د ماشوم په ځاى يو دروند سپين ږيرى راځي، په خوله كې بوره نيسي او كله چې غواړي د پېغلې د سر كوڅې وازه كړي، دا بوره د هغه په ويښتانو پو كوي او بيا كوڅۍ خلاصوي. له دې وروسته ښځې د پېغلې ټولې كوڅۍ خلاصوي او سر او ځان يې پرې وينځي چې شپې ته يې سر د ناوې په ډول جوړ كړي(178).

پخوا په وردگو كې ډېرو كورنيو د ځان وينځلو تشنابونه نه درلودل، نارينه به د غسل له پاره كاريزو يا سيند ته تلل او  ښځو به ځانونه په شپاله (شپول)، د وښو په خونه يا كوم بل ستر(پناه) او مناسب ځاى كې وينځل. په هغه وخت كې ښځو د خپلو وېښتانو د وينځلو له پاره (سره خاوره) يا (شنه خاوره) كاروله. سرې خاورې ته په كابل كې (گل سرشوي) وايي. دا خاوره د افغانستان په ډېرو سيمو كې موندل كېږي. له نيكه مرغه چې اوس ډېرى كورنۍ تشنابونه لري او د وينځلو له پاره له صابون او شامپو څخه كار اخلي.

كه ټونگورې ناوخته يا مازديگر مهال د ناوې كور ته ورسي او د پېغلې سر يې خلاص كړى وي، دوى په خپلو بدلو كې دا موضوع يادوي او د سر د خلاصولو ځانگړې بدلې بولي(179).

د زوم په كور كې د واده شپه:

دا شپه د زوم په كور كې ډېره په خوښيو او ولولو لمانځل كېږي. د كور ښځو او خورلڼو (180) ټول كور پاك كړى او ستره كړى وي. كوټې په نويو يا پاكو فرشونو ښايسته او د مېلمنو هركلي ته چمتو وي. د زوم نژدې خپلوان د مخه لا راغلي او هر يو په يو كار بوخت وي. نارينه سپين ږيري او مشران مېلمانه بهر په بڼ كې يا د كلا گوښه اړخ ته او يا د كلي په جومات كې ناست وي او د كلي له نورو مشرانو سره په مجلس بوخت وي. ښځې او نجونې خپل كار كوي او ځوانان د شپې له پاره په تياريو بوخت وي. په دې مازديگر د زوم د كور شا او خوا گڼه- گوڼه ډېره وي. د خپل كلي ډمان ډولونه وهي او ځنې ځوانان اتڼونه كوي. په وردگو كې كله نا كله د زوم نورخپلوان لكه ماماخېل او يا ډېر نژدې ملگري له خپلو كليو څخه ډمان او اتڼچيان راولي چې د زوم كور ته نژدې (په كوم چمن يا ډاگ يا پټي او يا د كلا مخې ته) اتڼونه وكړي، هوايي ډزې وكړي، خوشالي جوړه كړي او د زوم له كورنۍ سره خپله خپلوي او صميميت ثابت كړيد ماښام له لمانځه څخه وروسته كورواله او مېلمانه ټول ډوډۍ وخوري او د ښاديو او مستيو وخت راورسېږي (181).

دلته هم سرخوان او نور نارينه غوښې كټوو ته واچوي، اور بل كړي، د اوړو بوجۍ پرانيزي چې د پخولو له پاره يې د كلي په كورونو باندې ووېشي. په وردگو كې د څلور پنځه سوه (لږ او ډېر) مېلمنو د غرمې د ډوډۍ له پاره له شل- دېرش (لږ او ډېر) منه اوړو څخه پاستې(مكي) پخېږي، له هغه ځايه چې د واده كورنۍ ډېره بوخته وي او په يو وخت كې د دومره اوړو د پخولو وس نه لري؛ نو كليوال په دغسې وختونو كې يو له بل سره مرسته كوي او د تويونو او خيراتونو ډوډۍ په گډه پخوي.له همدې امله د زوم د كورنۍ ښځې او نارينه دا شل- دېرش منه اوړه په كورونو وېشي (په چا لږ او په چا ډېر) چې سبا ته يې پاخه شوي بېرته راولېږي.

ځنې نور كليوال او ځوانان مېلمانه د اتڼونو او ډولونو په ځاى كې راغونډ شي او ښځې په كور كې په سندرو او نڅاوو  پيل وكړي. نارينه ؤ معمولاً يو پراخه ځاى د ډمانو او اتڼچيانو له پاره په پام كې نيولى وي. د دغه ځاى په منځنۍ برخه كې د لرگيو ستر اور بل وي، شا او خوا گيسونه، گازي او برېښنايي څراغونه ځوړند او ميدان پې روښانه وي. پخوا دا ډول ميدانونه يوازې د لرگو په اور رڼا كېدل. كله چې كليوال او نور مېلمانه ډولچيان او اتڼچيان راغونډ شي، نو اتڼ په وار پيل شي. مست ډولونه غږېږي او ځوانان ورته اوړي رااوړي. كه د خپل كلي په اتڼچيانو سربېره مېلمانه اتڼچيان هم راغلي وي، نو اتڼ په سيالي كېږي او هره ډله هڅه كوي چې ښه نمبر وگټي او د خلكو پام ورواړوي(182). په دغه شپه كورواله او كليوال ځوانان هڅه كوي چې د مېلمنو قدر وشي او ښه چاى- ډوډۍ ورته ورسي.

كه څه هم چې وردگ سپين ږيري وايي چې پخوا به دوى ځكه د واده په شپه د اټن د ميدان د رڼايي له پاره، د لرگو د اور له سرو وړانگو څخه گټه اخسته چې نور امكانات يې نه درلودل؛ خو نښې نښانې داسې وايي چې د دې خبرې شا ته به څه نور منطق هم پروت وي. دا اورونه به معمولاً د اتڼ د ميدان په منځۍ برخه كې بلېدل. كليوالو ځوانانو به د لرگو كوندې چې وردگ ورته برغنډ وايي، له خپلو كورونو څخه راوړې او ستر اور به يې بلاوه، بيا به ځوانان له دغه اور څخه گرد څرخېدل او اټنونه به يې كول.

د جگړې په كلونو كې همغسې چې د افغانانو او وردگو د ژوند ټول ارزښتونه او اړخونه په كلكه وځپل شول، په مليونونو ځوانان ووژل شول او ډېرې كورنۍ د وير په ټغر كېناستې، ويرجنې او خواشينې شوې، مهاجرې شوې، بې كوره شوې، بې اوره شوې او دېر درانده مادي او معنوي زيانونه يې وگالل، د دوى  دودونه هم بې اغېزې پاته نه شول او بدلونونه په كې راغلل. له جگړې څخه پخوا خلكو كه ساده او بېوزلى ژوند درلود؛ خو هر څوك په خپل ځاى كې خوشاله وو او د خپلې خوښې دودونه يې له خپل وس سره سم په ښه توگه لمانځل او خپلو- خپلوانو يو د بل خوشالي ښه پاللـه او ځانونه به يې خوشاله احساسول. له همدې امله به دوى په ودونو كې ځانونه ښه ستومانه كول، ډولونه به يې وهل، اتڼونه به يې كول او په خپلو كليوالو يا مېلمنو سازيانو به يې د ساز او سندرو محفلونه جوړول او غبرگې سندرې به يې ويلې. داسې سندرې چې له زړونو څخه به پورته كېدې او په زړونو به خوږې لگېدې.

لكه چې موږ د مخه وليكل د واده په شپه به اورونه بل وو او ځوانانو به د اور سرو لمبو ته غوړې ځنې غورځولې او داسې پوندې به يې وهلې چې له زمكې څخه به يې دوړې پورته كولې. اټكل كېږي چې دا دود به وردگو ته د زردشت د وخت له عقايدو څخه په ميراث پاتې وي چې خلكو به اور لمانځه، له اور څخه به گرد تاوېدل او په اصطلاح عبادت به يې كاوه. كېداى شي چې دا دود له همغه زړو پېړو څخه راپاتې وي چې خپله زړه بڼه يې ساتلي؛ خو ظاهري مانا يې بدله شوې ده. په هر صورت له جگړو څخه پخوا به په وردگو كې ځينو خلكو ډمان د (ميده ساز) له پاره هم رابلل. دا به يا د خپل كلي ډمان وو چې په ساز به پوهېدل او څه اسباب به يې هم درلود؛ خو ځينو نورو به بيا سازيان او سندر غاړي له كابل او لوگر څخه راوستل چې ډېر ځوانان به ورته له شا او خوا كليو څخه راټولېدل. له داسې سندرو سره به هلكان هم نڅېدل.يو داسې واده زما په ياد دى چې دوه ښاري جينكۍ يې د گډا له پاره راوستلې وې؛ خو  ډېرو ودونو ته به داسې كسان راتلل چې (ووړكي) يا هلكان به يې ساتل او هغه به يې د ښاديو په محافلو كې نڅول. دغسې هلكانو به سينگار هم كاوه او ارتې ښايسته لمنې به يې اغوستې او بيا به له مستو لوگري او شمالي نغمو او سندرو سره ميدان ته ورگډېدل.(183)

د جهاد  او  طالبانو په وخت كې دا د هلكانو د ساتنې پيكه دود نور هم پيكه شو او تقريباً له مينځه لاړ.

 پخوا به چې كله ځوانان خبر شول چې په پلاني كلي كې ښه واده دى، له لوگر او يا له  كابل څخه يې سازنده راغوښتي او يا به ښه اتڼچيان هلته وويني؛ نو ډله- ډله به هلته ورتلل او د ښادي په مېله به يې گډون كاوه. په داسې وختونو كې به ځنې ځوانان ډولچيانو او اتڼچيانو ته ورغونډ شول او ځنې به ميده ساز ته كيناستل. ميده ساز به معمولاً په كومه غټه كوټه كې كېده؛ ځكه چا دا جرئت نه شواى كولاى چې هلكان په رڼه ميدان كې وگډوي.

د جهاد په كلونو كې د ودونو ښكلا  له مينځه لاړه، ساز او سرود بند شو، طالبانو خو ډولونه ورك كړل او هر څه به په پټه تېرېدل؛ خو له نويو بدلونونو څخه وروسته ودونه بيا لږ ښه شول. درياوې پيدا شوي، د ښځو بدلې واورېدل شوې، ډولونه وډنگېدل او اتڼچيانو بيا خپلې څڼې غوړې كړې؛ خو د هغه پخوانيو نڅاگرو هلكانو څه پته نه لگي او لكه چې داسې سيمو ته تللې دي چې جنگي سرداران سازنده غواړي او نجونې او هلكان نڅوي او دوى خوند ترې اخلي.

په وردگو كې به دغه ساز او ډولونه تر نيمې شپې پورې روان وو او بيا به ځوانان خپلو- خپلو كورونو ته لاړل (184). ځنې نژدې كليوال خو به د شپې هم په كارونو بوخت وو چې سبا ته د مېلمنو او وراييځې د هر كلي تياريانې بشپړې كړي. د وردگو په ودونو كې هېڅ راز نشه نشته او ځوانان د واده د شپې د لمانځلو له پاره د نشې د كولو وخت، ځاى، جرئت او امكانات نه لري. يو نيم كس سگرټ څكوي. پخوا به مشرانو چلم څكاوه؛ خو اوس دا دود ډېر پيكه شوى دى. پخوا په وردگو كې په نشه يي توكيو روږدي كسان نه وو، يو نيم چا به چرس په پټه څكول؛ خو اوس له بده مرغه د جگړو، مهاجرتونو، بې ځايه كېدنو، اقتصادي فقر، وزگارتيا، روزلي ناروغيو، حتى د بهرنيو استخباراتي كړيو د پټو عمالو د شعوري كار او په افغانستان كې د نشه يي توكيو د كر، سوداگري او كاروبار د زيايتددو له امله په سلگونو كسان روږدي يا معتاد  شوي، چې خپلو كورنيو او هېواد ته دروند زيان رسوي او دا لړۍ همداسې روانه ده. يو وخت انگليسانو د چين بندرونو ته ترياك رسول چې چينايان په ترياكو روږدي شي او د انگليسانو له مقابلې لاس واخلي، نن د دوو گاونډيو استخبارات ورته هڅه كوي چې افغان زلميان په مخدره موادو له كاره وباسي او دوى خپلې پټې او ښكاره غوښتنې د خپلو اجننټانو په لاس په ښه توگه عملي كړي

دا شپه ښځې د زوم په كور كې هم ښه په درز لمانځي، درياوې وهي، بدلې بولي، ناڅي او اتڼونه كوي. دوى په خپلو بدلو كې خپل كلي، خپل نارينه، خپل كور او خپل زوم ستايي او د خپلو وياړونو خبرې كوي.

هلته د ناوې په كور كې دوه ډلې داسې ښځې سره مخامخ وي چې بېلابېل عواطف او احساسات څرگندوي. خېښې ښځې بدلې بولي، درياوې وهي، گډېږي او خپله خوشالي ښيي، دوى سبا ته ناوې وړي، د ناوې وړل په وردگو كې يو ډول وياړ بلل كېږي. دوى فكر كوي چې ماشوم هلك يې زلمى شوى او خداى دومره نيكمرغي ور كړې چې دا دى د زلميتوب او واده سن ته رسېدلى او سبا يوه ښكلې پېغله ورته وړي؛ خو دوهم ډله يا كورواله ښځې لږ خپه غوندې وي، د دوى پېغله ودېږي او له خپله كوره جلا كېږي. كه څه هم چې په زړونو كې خوشاله وي چې پېغله يې په نيك نامه او درنښت د پلار له كوره ځي او خپل ژوند جوړوي؛ خو ظاهراً ډېر څه نه وايي او ځانونه خپه نيسي. دا دواړه ډله ښځې ځانته بېلابېلې بدلې لري چې له درياوو سره په غبرگو- غبرگو بدلو كې بلل كېږي(185).

—————————————————————————

[158]  په مروتو كې پوښ نشته؛ خو د ناوې له پاره د قناويز د ټوټې جامې(سور يا تور رنگ)، گاڼه، دوې لوپټې، كپۍ يا پڼې، نكريزې، ږمنځ، كجل، شين پرتوغاښ يا پرتوگاښ او خوږه (گوړه، پتاسې، شيريني) او خوړه هرومرو وي. دا خوږه هملته د ناوې په كور كې له نكاح څخه وروسته په حاضرو ښځو او نارينه ؤ وېشل كېږي. مروت دې جامو ته ختې وايي!

مروت د ناوۍ ختې د كاريگر په لاس د ناوۍ كور ته لېږي. دا سړى معمولاً زړې جامې اغوندې، ځكه چې كورواله ښځې په كاريگر باندې رنگونه شيندي او جامې يې له كار باسي مروتې ښځې د همدې كاريگر په سر باندې يو غټ شكور سرچپه ايږدي. د مروتو په خوراك كې اوړه (غنم دوه- درې بوجۍ)، گډ(پسه) يا گډان، د چاى له پاره گوړه او مصري نبات وي چې پخوا موافقه پرې شوي وي(د مروتو، ص 40).

په لغمان كې د واده له نېټې څخه يوه روځ مخكې د زوم كورنۍ خرڅونه (خوراكي توكي)، ختې او د پېغلې د نژدې خپلوانو سوغاتونه (جامې، ټوټې، پټوگان، لونگۍ….) د ډمانو په شا، خرو او اوس د موټر په واسطه د پېغلې كور ته استوي. ښاغلي عبدالجبار نادر ليكي چې په دې روځ د پېغلې او ځوان په كورونو كې د دوى نژدې خپلوان را ټولېږي، دا خلك نوې جامې او يا پاكې پخوانۍ جامې اغوندي او د (خرڅونو) دود په ځاى كوي. كله چې خرڅونه او ختې د پېغلې كور ته ورسېدل، كورواله مېلمنو ته د غرمې ډوډۍ او سوغاتونه (د ستنې كارونه، ريمالونه، د تنباكو كڅوړې، لجروملې او داسې نور شيان) وركوي. E په لغمان كې د زوم كورنۍ د پېغلې ټوټې چې دوى ورته (ختې)وايي، لږ مخكې د پېغلې كور ته لېږي چې هغه يې پخپله او يا د نورو ښځو په مرسته (وړيا يا په اجوره) وگنډي او بېرته يې د زوم كور ته واستوي. د خرڅونو او ختې د استولو په دود كې د ځوان كورنۍ خرڅونه په څارويو يا موټر كې د پېغلې كور ته لېږي؛ خو د (ختى) پنډه يا صندك په داسې حال كې د پېغلې كور ته راوانېږي چې ډېر ښځې په بدلو، درياوو او گډا ورسره يو ځاى روانې وي. د پېغلې په كور كې دا ښځې يوه- يوه ټوټه د پېغلې كور واله ؤ او حاضرينو ته ښكاره كوي.

په لغمان كې كه چېرته د ختو  د وړلو د نېټې او  د ناوېدود د روځې په مينځ كې نور وخت نه وي، دا مېلمنې ښځې له ډمو سره هملته پاتېږي او د واده د شپې دودونه لمانځي؛ خو كه نور وخت وي دوى بېرته ځي او بيا د واده په شپه ورځي (په لغمان كې د واده دودونه، ص40).

 پكتياوال د ولور پيسې وار په وار د پېغلې پلار ته سپاري او له واده څخه مخكې د ناوې جامې او خوراكي توكي د پېغلې كور ته استوي (ولسي پوهه، ص 22).

په تڼيو او خوست كې په هغه سهار چې د ژڼي كورنۍ د واده له پاره خپل خپلوان راغواړي، د جلكۍ څو خپلوان هم رابولي او د جلكۍ سندك ورته سپاري. په دې سندك كې د جلكۍ جامې، دسمالونه، ږمنځې، هېندارې، ستنې او څڼكې اېښودل شوي وي. همدا راز د جلكۍ ماما، تره، ډم، د كلي هندو او پښ هم جلكۍ ته خپل برابر شوي سوغاتونه (زړوكي او گاڼې لكه هوټي، تاويزگي، ځنځيرونه، لښتۍ، ببرې روپۍ، ټيكونه، اوږدې، روپۍ او داسې نور) په دې سندك كې ږدي. د ژڼي كورنۍ د دې سوغاتونو په بدل كې د جلكۍ ماما او كاكا ته قبا، ډم ته ډمگيري، پښ او هندو ته د پښ گيري او هندوگيري په نامه مناسبې پيسې وركوي. ناويلې دې نه وي پاته چې د دغه روځې له پاره دواړه خواوې ډېره موده تيارى نيسي، ان دا چې د ژڼي د كلي نارينه په خپلو ټوپكو او د كارتوسو په كمربندونو لاس وهي چې د ناوې د وړلو پر مهال يې (لوگى) كړي( د تڼيو، ص 30).

كوچيان له واده څخه يوه روځ مخكې د واده خرڅ (پسونه، ورېجې، اوړه…) او د ناوې پوښ (جامې، گاڼې، نكرزې….) د څو ښځو په لاس د پېغلې كور ته استوي. د ناوۍ كورواله دې ښځو ته سوغاتونه وركوي او دوى ښې ساتي. دا ښځې د واده شپه هملته د پېغلې په كور تېروي او ځانونه په بدلو او گډاوو ښه ستړى كوي(پښتانه كوچيان، ص 138).

 د غزنى او كلات تر مينځ غلجي پښتانه د ناوى كالي او نور شيان له واده څخه يوه روځ مخكې د خپل خېښ كور ته ليږي. دا خلك دې دود ته (د واده خوړه) وايي (د پښتو دودونه، ص ۱۹).

د كنړ په پېچدره كې كوم وخت چې د واده نېټه راورسېږي يوه روځ مخكې ښځې د ځوان په كور كې راټولې شي، دوى هلته گډېږي، چمبې وهي او سندرې بولي. په ځينو سيمو كې خو كومه سپين سرې ښځه د خپل سر په وېښتانو پورې يو ژوندى چرگ تړي، د ښځو په گډا كې دا چرگ وزر غورځوي او تر هغه آوازونه كوي چې مړ شي. له دې وروسته دوى د ناوې پوښ او ميوه (غوزاڼ، چغژۍ، گونزاخې، د غنمو يا كلولو نينې، د ناوې جامې او سينگار) په يوه پنډه (يا بكس) كې وتړي، يوه ښځه يې په سر كېږدي او له څو ښځو او ماشومانو سره د ناوې د كور په لور روانېږي. دا ښځې چې كنړيان يې (د ورايز ښځې) بولي په لاره بدلې بولي او د چم گاونډ ښځې له خپلو بامونو څخه غوزاڼ پرې  E غورځوي. كله چې دوى د ناوې كور ته ورسي هلته هم سيل او گډا جوړوي. كورواله ښځې او په تېره بيا د پېغلې همزولى په دوى لږ- لږ اوبه شيندي او كله خو دا اوبه په ايرو ككړې وي. له دې وروسته پوښ وروړنكې ښځې بېرته خپل كلي ته ستنېږي. د دې سيمې د ښځو د بدلو يوه نمونه:

هلك نرى چنار دى جنۍ د گلو ونه

په سر يې زرين شال دى په غاړه امېلونه

چې مازديگر پرې ښه ښكارېږي- بسم الله خورې ولې

هغې جنۍ ته مور منگۍ نه وركوينه

هلك نرى چنار دى جنۍ د گلو ونه

هلك نرى چنار دى جنۍ د گلو ونه

په سر يې زرين شال دى په غاړه امېلونه

وېل كېږي چې د پېچدرې په ځينو كليو كې د ورايز ښحې چوپ روانې وي؛ خو كومې وړې نجونې چې ورسره وي بدلې بولي (د پېچدرې, ص 87-89).

[159]  تاويتك- د رخت ښايسته كوچنۍ مثلثلي ډوله ټوټه ده چې د يوه تار په واسطه د غوا يا غوايه په ټنډه ځوړند وي.

[160]  نوزى_ ښويه (لشم) وړوكى ډبره چې د چاړو د تېرولو له پاره په كارېږي.

[161]  چربل- د غوايه د لامده پوستكي له نريو_ نريو تراړو څخه اوبدل شوي رسي چې ډېره مظبوط وي. وردگ دې تراړو ته ريتاړي وايي.

[162]  رسۍ _ ريسمان (د سنيو رسۍ يا اوسنۍ پلاستيكي رشمه).

[163]  تبرگى – وړوكى تبر.

[164]  زما د گل ده، زما د جان ده، زما د خان ده.

[165]  للولى_ الالول- حلالول.

[166]  د يوې خېښې يا كورواله ښځې نوم.

[167]  نگښى: د ښځو هغه اوبدلي ويښته چې له ناويدود څخه وروسته جوړېږي. په نگښي كې ښځې د خپلې مخې د خوا وېښته په دوو برابرو برخو وېشي، هره برخه د نريو – نرو كوڅيو په شان اوبي، كنډ پرې وهي او د وچولي (ټنډه) او مخ ډېره برخه پرې پټوي. ښځې نگښى په خپله نه شي جوړولى او يوه له بلې سره مرسته كوي چې دا ظريف كار سرته ورسوي.

[168]  غاړي_ غواړي.

[169]  مروت د خپلې خور- لور د واده له پاره نارينه نه غواړي، يوازې كليوالې ښځې د كاريگرو او نژدې خپلوانې په خپله خبروي. دا ښځې له واده څخه دوه ماښامه مخكې د پېغلې كور ته ورځي.

په لومړي ماښام دا ښځې- نجونې په خپل كور كې ډوډۍ خوري او بيا د پېغلې په كور كې غونډېږي. دوى هلته غلې او خپه ناستې وي او ژر ويدې كېږي چې سهر وختي پاڅي او په ناوې باندې (سار خور) يا د  سهار د غم سندرې وبولي.

د پېښور د پښتو اكاډمي مشر ډاكټر راج ولي شاه خټك ليكي چې (سارخور) د وير په وخت كې هم بلل كېږي. د ده په وينا (سارخور) د كنډيانو او گنداپور په سيمو كې هم دود دى E او دى يې د كاكړو له (اينكي) سره ورته بولي. د گنډاپور خلك (سارخور) ته (سحرباد) وايي. په دغه سهار ناوې كېدونكې پېغله د ښځو او نجونو په مينځ كې كيني او (سارخور) ويونكې ښځې په يو لوړ ځاى كې بدلې پيل كړي. د (سارخور) فرد (وئ خانه خانه خانه لونگينه) دى چې په ويرجنه توگه اوږد بلل كېږي. دا هم د سارخور څو بېلگې:

وئ خانه خانه خانه لونگينه

چېرې زورې چې زړا ده

يا: چېرې ژورې كې ژړا ده

گومان مې كېږي يتيمانې وده وينه

وئ خانه خانه خانه لونگينه

*

وئ خانه خانه خانه لونگينه

مساپر درومي تيارېږي

لوښي كودي يې برلي جللي دينه

يا: لوښي- كودي يې برايي تړلي دينه

وئ خانه خانه خانه لونگينه

*

وئ خانه خانه خانه لونگينه

جينكي توب د بادشاهي ده

خبره مه سې بادشاهي دې ړنگوينه

وۍ خانه خانه خانه لونگينه

*

وۍ خانه خانه خانه لونگينه

يتيم به يو ولا به دوه وو

په يتيمانو يې پټي كرلي دينه

وۍ خانه خانه خانه لونگينه

د (سارخور) ويل هغه وخت پاى ته رسېږي چې اذان وشي او نجونې ښځې اوداسه- لمانځه ته پاڅي.

لږ وروسته كله چې لمر راوخېږي او ښځې- نجونې د سهار چاى وڅښي، ټولې د ناوې په گډون له كور- كلي بهر شنو سيمو ته وځي، په يوه مناسب پناه ځاى كې كيني. ځوان هلكان دوى ته په غټو ونو كې زانگو (ټالۍ) اچوي او بېرته ځي او نجونې هلته خپله ميله پيلوي. په دې نجونو پسې د هغوى ميندې روشه (حلوا)، چغني سيما او په گوړو كې پخې وريجې ليږي. كومې نجلۍ ته به چې هلته له كوره ښنكى (ښانك) يا تالۍ نه رسېده، ښه به نه ښكارېده. دا خواړه يوازې د ناوې د ملگرو پېغلو نجونو له كورونو څخه راځي او معمولاً په دوو بېلو لوښو (ښانك يا تالۍ) كې ځاى په ځاى شوي وي، يو د واده كېدونكې پېغلې له پاره او دويم د نورو نجونو له پاره. دا خواړه د نجونو او ښځو ټولي ته د نجونو مېندې او يا ماشومان وروړي. كله چې ټولې تالۍ راورسېږي، نجونې يوه برخه ځان له بېلوي او پاته برخه مېلمستون(چوك) ته لېږي چې نازولي ځوانان يې وخوري. په دې روځ ځوانې نجونې زانگي او خوشالي كوي؛ خو ناوې خپه يوې څنډې ته ناسته وي.  

دا نجونې او ښځې بريځر يا قضا سهار ډوډۍ هملته بهر په شنو فصلونو كې خوري. په دې وخت كې به د پېغلې په كور كې درې كاريگرې په كار لگيا وې. لومړنى به گوړاوبى جوړاوه او دوهمې به(وېشلې) پخولې. بيا كاريگرې دا گوړوبى، وېشلې او د څښو د اوبو منگى د نجونو او ناوې ټولي ته وړي. د دې دود په پاى كې نجونې د تودو اوبو منگى واخلي او د ناوې كېدونكې پېغلې ويښته په (گاجر) وينځي. گاجر يوه خوږه نمجنه خاوره ده چې مروتې ښځې سر پرې وينځي. ځينې ښځې دا خوږه خاوره لږ- لږ خوري هم!  اوس- اوس هلته د صابون او شامپو رواج راغلى دى؛ خو د گاجر دود له مينځه نه دى تللى. بيا د ناوې سر په ږمنځ وهي، كوڅۍ كوي يې په لاسونو او پښو يې نكريزې ږدي او ځانونه د غرمو بدلو ته برابروي.

(غرمه) دوه بندونه لري چې لومړى ويل كېږي، بيا لكه د  سارخور په شان ټپه يا لنډۍ راځي او هغه دوه بندونه تكرارېږي لكه:

ټكنده غرمه ده ياره پورته چغه جنه (ځينه)

يو ساعت به سا وي(…) له تندې مرينه

په جنازه مې بېړه وكړه

وخت ناوختېږي ناولد(نابلد) وطن ته جنه (ځمه)

ټكنده غرمه ده ياره پورته چغه جنه (ځينه)

يو ساعت به سا وي(…) له تندې مرينه

*

په زنكندن مې راحاضر شه

په خماري سترگو مې ته چېژده (كېږده) لاسونه

ټكنده غرمه ده ياره پورته چغه جنه (ځينه)

يو ساعت به سا وي(…) له تندې مرينه

*

بارانه ورو- ورو پرې ورېږه

چې د جانان كډې تړلې پاته شينه

ټكنده غرمه ده ياره پورته چغه جنه (ځينه)

يوه ساعت به سا وي(…) له تندې مرينه

د بېلتانه، مسافرۍ، مرگ او بېوزليتوب همداسې نورې لنډۍ يا ټپې هم شته چې مروتې ښځې- نجونې يې په همدې نظم كې وايي او د خپل زړه بړا س پرې وبا سي. د دې بدلو نورې بېلگې (د مروتو د واده دستور) په كتاب كې لوستلا ى شي(د مروتو، ص 60- 61).

له غرمې څخه وروسته ماسپښين شي. مستې نجونې لا هم زانگي او خوشالي كوي.د نجونو ميندې دا وخت چاى، مړوندې(د جوارو د اوړو كلچې) او روغنځوښۍ (بوسراغې) ورلېږي. همدا شان هغه ځوانان چې مخكې يې د جينكو تالۍ خوړلې وي اوس هغوى ته گوړه او مصري نبات وركوي. مازديگر مهال واده كېدونكې پېغله مخ په قبله درېږي او لږ اوړه شيندي، بيا درې نورو خواوو ته مخ اړوي او اوړه شيندي، په دې كار سره د مروتو په اند، زول يا توپان راځي. بيا دا پېغله لومړى د قبلې او بيا درې نورو خواوو ته اوبه شيندي. په دې كار سره باران اوري. دوى د خپل قول د تصديق له پاره ځنې لنډۍ يا پخې خبرې لري چې دوه بېلگې يې دا دي:  

د وړاندينۍ جونه وديژي

ځكه ساوڼ مياشتې كې ډېر دي بارانونه

*

بوره سه بيا چا داڼه (اوړه) نوستى ده.

نوټ: ونوستل، نوستل، بادول، باد ته وركول. (د مروتو ، ص 61-62)

كوچيانۍ ښځې كله چې د واده د روځې سهار وختې راپاڅېدې او لمنځونه يې وكړل، نو مشرانې ښځې (سهار خور) پيل كړي:

سهار سبا ده سهار سبا ده

سهار سبا ده سهار سبا ده

سهار سبا ده ناوې له پيوند وگورئ

چيغې كې نارې كئ، ادكه ورته ربولئ

يا: چيغې كې ناوې، وروركى ورته رابولئ

*

سرو اوښو غړغړې كړې سهار لا ليرى دى

موږ ته خپله ناوۍ راكئ، د موږ جاى ليرې دى

*

سهر سبا واى، چرگو نارې وكړې

د (… خان) واى، ټوپك ډيډى وكړې

*

سهار سترگه راخېژي ملايكه ده

(پلانۍ) په جاى كې لاس وهي څې لور مې وركه ده

*

د سحر مشكڼيه باد رپوينه

دا بې موره جلكۍ خوب يې زنگوينه

يا: د خورې زړا خو اور رالگوينه

*

سهار د لمانځه وخت ده ټول لمانځه ته ځي

(…) مې په زړا سو، پيوانده ته ځي

*

سهار سبا واى، ناوې خبره كئ

نن يې ماتله ته بريځره كئ

*

له ښكې راسبا كېږي خدايه اوس به رڼا كېږي

د مور او د لور مينه، خدايه اوس به جلا كېږي

يا: د ورور او خور مينه، خدايه اوس به جلا كېږي

*

ناويه لمونځ كزا كه بيا بې وكې

د ادكې ديدن كيميا ده بيا بې نه كې

يا: د ترلو ديدن كيميا ده بيا بې نه كې (كوچيانۍ پانگه، ص 98- 99).

[170]  په كور كې د اور بلولو ځاى ته نغرى ويل كېږي. نغري وړوكي، منځوي يا لوي جوړېږي. د ودونو د كټوو نغري معمولاً لوى وي. په عنعنوي ډول نغري سپېڅلي دي او په درنه سترگه ورته كتل كېږي. په نغري قسم كېږي او په سپكه سترگه كتل يې شرم لري. ډېرې ښځې چې نغري تودوي، لومړى يې مچوي او بيا اور پكې بلوي. كورنۍ په نغري راټولېږي او د اتحاد مركز دى. د نغري ايرې هم هر ځاى نه غورځول كېږي، بلكې په داسې يوه ځاى كې يې غونډوي چې هلته نوره ناپاكي نه اچول كېږي. نغرى د خير او بركت منبع بلل كېږي او په دعا كې ويل كېږي چې نغرى دې مه سړېږه (د پښتني قبيلو، ص 277).

[171]  اوس- اوس په وردگو كې د كټوو په ځاى لاستيوال المونيمي ديگونه ډېر كارېږي.

[172]  سرخوان – د سر او خوان له دري كلمو څخه جوړ شوى تركيب دى او هغه چا ته ويل كېږي چې د پخلي د چارو مشر وي او نورو ځوانانو ته د كار امر او نهى كوي.

[173]  په وردگو كې ښځې هره روځ (په روځ كې دوه ځلې يا يوه روځ وروسته) په تناره كې اور بلوي، ډوډۍ او كټوې پرې پخوي، (ژمى مهال خلك په همدې اور خونې تودوي چې دى خونو ته توخانه يا تاوه خانه وايي، نارينه به جوماتونوپسې هم اور كوي) او يا د تويونو او خيراتونو كټوې يا ديگونه پرې پخوي، دا ټول خس غواړي. په وردگو كې خلك دا خس په څو ډوله لاس ته راوړي: 

الف- له غرونو څخه بوټي راوړي. په غرونو كې د هر كلي برخه معلومه وي. بيا د مني په يوه ټاكلي وخت كې د بوټو د راوړلو ناغه ماتېږي او خلك په بوټو پسې ځي. يا هر څوك ځانته بوټى راوړي او يا يو څوك حشر كوي او ډېر كسان د بوټو د راوړلو له پاره رابولي. دا كسان چې بوټوانه (بوټوه مفرد، بوټوانه جمع) بلل كېږي، نيمه شپه غره ته ځي، له ځانه سره كيه (د بوټو د وهلو وسپنيز تبر چې ځانگړى جوړښت لري)، چربل يا رسۍ، گونده، خره او لږ ډوډۍ ورسره وړي او د سپوږمۍ په رڼا كې د خپل كلي د حدودو په اندازه كې د بوټو په وهلو لاس پورې كوي.

كله چې بوټونو گوندي يا خپل بارونه پوره كړل. د سهار لمنځونه وكړي، خپل بارونه په خرو بار كړي او مخ په كلي راروان شي دوى زياتره بريځر مهال (9 -10 بجې) كلي ته رسېږي. كه چېرته هر چا ځان ته بار راوړى وي، نو هر څوك خپلو- خپلو كورونو ته ځي او كه چېرته په حشر تللي وي، د حشرچي په كور كې ډوډۍ وخوري او رخصت شي. په وردگو كې كليوال د نارينه ؤ په شمار جوماتونو هم ته بوټي راوړي. د بوټو نامتو ډولونه په وردگو كې دا دي:

سپېره ترخه، سورغنډ، ميخكه(تېره اغزي لري) ملابوټي، شين شوبي، گوند (د گ او و په زور، سپيره- سپين لكه ټېټه ونه چې شنې پاڼې او سپين گلان كوي) نمه (چې خلك يې ايره د نصوارو د جوړولو له پاره كاروي) او ښځې او نجونې چې كله خپلو غوږونه او پوې سورى كوي؛ نو دغه لرگى د ټپونو د ژر روغتيا له پاره په هغه ځايونو وهي.

نمه يا نوما يا سوما همغه لرغوني آريايي بوټي دى چې په پخواني بلخ كې به له هغه څخه سره شراب جوړېدل. د كيان د درې اسماعيليه اوس هم له دې بوټي څخه شراب جوړوي.

ب- د ونو خس. په وردگو كې هر څوك لږى يا ډېرې ونې او ځنگل لري، لكه سنځلې، چنار، مڼې، توت او داسې نور چې منى  يې ځنې څانگې وهي او په لمر كې يې وچوي.

ج- خوشايه. په وردگو كې ښځې كله چې شپلونه (شپول) توږي يا پاكوي، د مال لانده خوشايه په ټوكريو كې وباسي او يا د وربوى خوشايه ځاى په ځاى راټول كړي او بيا لږ واښه ورسره يو ځاى كړي او ښه يې واغږي. بيا يې په يوه وچه زمكه د گردو – گردو كلچو په شانې پلن كړي چې وچ شي. په ځينو نورو سيمو كې ښځې خوشايه په ديوالونو وهي چې وچ شي. كله چې خوشايه وچ شول د ژمي له پاره يې ساتي او له نورو خسو سره يې يو ځاى سيزي.

د- پاڼې. په وردگو كې د ځينو خوارو كورنيو ښځې – نجونې منى مهال پاڼې په جارو ټولوي او د ژمي د سون له پاره يې ساتي.

ذ- لرگي. په وردگو كې ځنې هغه خلك چې بوټي نه شي راوړى او يا ډېرې ونې ولري، خپلې وچې يا تازه ونې وهي او بيا يې د سون له پاره ماتوي. همدا راز هغه خلك چې خپلې ونې په سوداگرو خرڅوي، د ونو بيخونه راوباسي او د سون له پاره يې كاروي. اوس- اوس په وردگو كې هم د لرگيو د خرڅلاو هټۍ خلاصې شوې او نژدې ټول خلك د خپلو ژميو د اړتيا وړ لرگي له دې هيټو څخه په بيه اخلي.

وچكاليو د غرونو او بېدياوو بوټي له مينځه وېوړل او د خلكو د څارويو شمېره دومره راكمه شوه چې د هغوى خوشايه د ژمي خس نه شي برابرولاى؛ نو خلك له همدې امله هغه لرگي په پيسو اخلي چې سوداگر يې له پكتيا څخه راوړي. 

دلته د دې خبرې يادول اړين دي چې د وروستيو جگړو او وچكاليو له امله د بوټو د وړلو دود له مينځه تللى او خلك ډېر له لرگو څخه كار اخلي. اوس هلته ځاى- ځاى لرگي خرڅېږي او خلك يې رانيسي.

[174]  پېكى- د وېښتو هغه ځانگړى جوړښت ته وايي چې پېغلې يې جوړوي. پېكى په دوه ډوله جوړېږي: په لومړي ډول كې د تندي د مخې وېښته بياتي (قيچي) كېږي. دې ته غوڅ پېكى وايي. په دوهم ډول كې چې اوبدلى پېكى ورته وايي د تندي د مخې وېښته اوبي او پاس يې دواړو خواوو ته اړوي. دا ډول پېكي ته اوربل هم ويل كېږي.

[175]  استاد عطايي ليكي چې په كاكړو كې پېغلې چې دوى يې (چورۍ) بولي په خپله هم ځان ته مېړونه ټاكلي شي او دا يوازنى امتياز دى چې كاكړې پېغلې ته په نصيب دى چې مور او پلار ته د خپل راتلونكي مېړه په باب مصلحت وركولاى شي (د پښتني قبيلو، ص 86).

[176] پرې كړه يعنې ليري كړه.

[177] – يوه سكه ده چې تر دې څو پخوا كلونو يې په افغانستان كې چلند درلود. ارزښت يې 30 پوله و؛ خو دا هم امكان لري چې په دې سندره كې د پارس د پاچا شاه عباس سكه ياده شوى وي.

[178]  د پښتنو د واده د دودونو په بېلابېلو شېبو كې سروكي هم په ښكلې اندازه كې ويل كېږي چې دا يې بېلگه ده:

د كلي مشره پېغله سر په ړنگوينه   نن خپه ده ښكلى ليلا سبا ودېږي

جدايي راغله جدا كېږو      نن خپه ده ښكلى ليلا سبا ودېږي

جدا- جدا به سره ځو ويشتلي زړونه

*             

مه يې ړنگوه د گوړگوتو څڼو سرونه   كه يو وار وران شي بيا به نه شي ولونه- ولونه

(غرنۍ سندرې, ص 198).

[179]  په لغمان كې ښځې هغه پېغله چې سبا ته واده كېږي د لمر پرېوتو او ماښام تر مينځ په داسې حال كې بهر ته وباسي چې يوې ښځې قران عظيم الشان پاس پرې نيولى وي. لغمانيان په دې ماښام پېغله رود، ډاگ يا شنو پټيو ته بيايي، پېغله چې شين شال يې په سر وي، كرار- كرار او په ناز چكر وهي او د خپلو همزولو سندرو، درياوو او نڅاوو ته په خوند- خوند گوري. دوى تر قضا ماښام او يا ناوخته پورې بهر چكر وهي او بيا كور ته راگرځي.

ماخستن مهال دا ښځې او نجونې ډوډۍ وخوري. له دې وروسته ناوې كېدونكې پېغله او همزولې يې په يوه جلا خونه كې كيني. نجونې هلته سروكى وايي، درياوې وهي، گډېږي، ټوكې ټكالې كوي او هڅه كوي چې پېغله ډېره خوشاله وساتي (په لغمان كې د واده دودونه, ص 40- 14).

د كوچيانو د واده له روځې څخه مخكې مازديگر، د مېنې پېغلې په ناوې كېدونكي نجلۍ باندې سور پړونى اچوي، درياوې وهي او ناوې شنيليو ته وباسي او هلته سندرې وايي. ناوې ورو- ورو اوښكي تويوي. كله چې ماښام تروږمۍ پيل شي پېغلې او ناوې بېرته خپلو كېږديو ته راځي، ډوډۍ خوري او ټوله شپه په سندرو او اتڼونو تېروي.

[180] خورلڼې: واده شوې خويندې، د تره لورانې او د هغوى لورانې.

[181] د مروتو د واده په شپه هم كورواله مېلمنو ته د شپې ډوډۍ وركوي. دا ډوډۍ د پسه د غوښې شوروا (شوربه) وي چې پنځلس- شل كسان يوې تتۍ ته كېني او ډوډۍ خوري. په مروتو كې ډېر لږ كسان د خپلو خپلوانو ودونو ته پسونه بيايي؛ ځكه چې خلك ډېر خواران دي(د مروتو, ص43).

په لغمان كې د روځې ماسپښين مهال د كلي ډمان په لويو ديگونو (پخوا كټوې) كې غوښې پخوي. ماښام دا غوښه او شوروا له ديگونو راباسي، شوروا په مټونو او تالي گانو او غوښه په كجاوو كې اچوي او ساتي يې. له دې وروسته ډمان همدا ديگونه بېرته په اور ږدي او شوله پخوي. كه د واده والا اقتصادي وضع ښه وي، نو ښځو او مېلمنو ته پلو وركوي.

د ماخستن په اوو بجو (شا او خوا) لومړۍ ښځې او بيا نارينه مېلمانه ډوډۍ ته منظم شي. ډمان او ډمانې د خلكو لاسونه پريونځي او د شولې يا پلو ښانكونه يا غوري يا مجمې ورته كېږدي. له دې وروسته خلك لمنځونه كوي او بيا د شپې ساز مجلس پيل كېږي( په لغمان كې ، ص 47).

[182]  اتڼ ډېر ځنډن او لرغونى تاريخ لري. د هنري ارزښتونو څېړونكي وايي چې د نڅا او اتڼ تاريخ د لومړنيو انساني ټولنو وخت ته رسېږي او خلكو به خپل يوه برخه احساسات په ريتم او د خپل وجود په خوځښت سره بيانول. د آريانا د ويدي او ريگويدا په بدلو كې داسې بېلگې شته چې د نڅا او اتڼ په شته والي دلالت كوي. په بنير او سوات كې هم گډ اتڼ تېر شوى چې ثبوت يې د آدم خان په نكل كې راغلى دى.

اتڼ ډېر ډولونه لري چې دلته پرې ډېرې خبرې نه شو كولاى. هغه ښاغلي چې غواړي په دې هكله ډېر معلومات تر لاسه كړي د ښاغلي سرمحقق علي محمد منگل كتاب (د اتڼ د نارو هېنداره) ته دې مراجعه وكړي.

اتڼ د پښتنو گډه يا ډله ييزه نڅا ده. اتڼ په افغانستان كې ملي بڼه لري او په پښتنو سربېره ډېر نور ځوانان هم ښه اتڼ كوي. په پښتنو كې اتڼ په خوشاليو سربېره د جگړې په وخت كې هم كېږي. كله چې چيغه وشي، هر كليوال ځوان مكلف دى چې په اتڼ گډ او قومي جگړې ته لاړ شي. اتڼ په هغه خاص مفهوم چې په پښتنو كې دود دى په نورو ولسونو كې نشته. په نوره نړۍ كې خلك په خوشاليو كې په گډه ناڅي؛ خو پښتانه جگړې ته هم په اتڼ روان وي. ختيځې قبيلې اتڼ ته (نڅا) او ځڼې نور يې (گډا) بولي. د زيارت د سيمې كاكړان يې لوبه Lwaba او د (هرنايي) سپين ترين يې لبه Laba بولي. (لوبه) او (لبه) يوازې په خوښيو كې كېږي. په لويديځو پښتنو كې د بزم او رزم په وختونو كې اتڼ يا گډه نڅا كېږي. په كاكړو،شيراڼو او د سليمان د غره په لمنو كې د ښځو او نارينه ؤ گډ اتڼ ته (گډه امۍ) يا (برگه امۍ) وايي (فولكلوري سوغات، ص 13 او د پښتني قبيلو، ص 3). E

په مروتو كې هم له ډوډۍ څخه وروسته د ماخستن تر لمانځه پورې ټول نارينه مېلمانه، د گېسونو په رڼا كې ډول او سورڼي (سورنا) ته گډ اتڼ كوي. په مروتو كې له لمانځه څخه وروسته (لندارې) پيل كېږي. دا هغه مجلسيان وي چې په ناسته يا ولاړه او حركت كې موسيقي غږوي او سندرې وايي. كېداى شي چې دا مجلسيان د ځوان پلار يا كورواله ؤ راغوښتي وي او يا كوم خپلوان ورته راوستلي وي همدا شان په مروتو كې له موسيقي سره د پخوانيو نكلونو (آدم خان او درخانۍ، يوسف او زليخا او  نور) موزيكال اورول هم دود دى. (د مروتو ، ص 42).

[183]   په لغمان كې د واده په شپه د زوم په كور كې سندرغاړي، خلكو ته په ناسته يا ولاړه او حركت كې، ښايسته سندرې اوروي. په دغسې غونډو كې چې په يوه ميدان كې جوړېږي او ټوله سيمه رڼا وي، كله نا كله هلكان يا بازينگرې نجونې هم نڅېږي او ځنې حاضرين پيسې پرې شيندي. د ښاغلي عبدالجبار نادر په وينا پخوا په لغمان كې د ساز او د هلكانو د نڅا خبرې ډېرې وي؛ خو كېداى شي چې په اوسنيو شرايطو كې دا دود ډېر پيكه شوې وي. پخوابه خلكو دا سازيان او نڅاگر هلكان د پيسو په شيندلو يا وركولو ستايل او كله  نا كله به په دې سيالو كې خپگانونه هم پيدا كېدل. په لغمان كې د شپې په يوه يا دوو بجو د ساز عمومي مجلس پاى ته رسېږي او (شاه) د خلكو مينځ ته راځي چې په ورغوي او كمكۍ گوته يې نكرېزې كېږدي. شاه په دې وخت كې په هغه تخت كيني چې كورنۍ يې له نالينچو او بالښتونو څخه ورته جوړ كړي وي. په دې وخت كې سازيان د نكريزو ځانگړى سروكى وايې او خپلوان په شاه باندې شريني او د نكريزو په لوښي باندې چې د ډمې په سر وي او هغه ورسره گډېږي، شريني او پيسې شيندي( په لغمان كې د واده دودونه، ص 46)

[184]  د مروتو په واده كې هم د ناوې له راوړلو څخه يوه شپه مخكې د زوم په كور كې مجلسيان راځي او ساز كوي (د مروتو ، ص 72).

[185] په پكتيا كې په دغه شپه وروڅۍ (وراوالې) ښځې په لومړي سر كې د خپلوې ستاينې بدلې بولي؛ خو ورو- ورو په كورواله ښځو، د دوى په كور كلي، مشرانو، چاى ډوډۍ او دكور باندې ملنډې وهي:

پورې شنه كچره مړه، پورې شنه كچره مړه

گل بي بي يې غوښې نه خوري، دا د خره په پښو مړه

يا: گل مكۍ ده دومره وږې، شپه او روځ ده پې پرته

يا: د جلگۍ خپلوانې ربولئ، د دوى نه وه ښه خوړه

د غزني او كلات تر مينځ پښتانه هم د واده له نېټې څخه يوه روځ مخكې خپل ليرې او نژدې خپلوان او خورلڼې راوغواړي. دا وخت د كلي ځوانان په خپل ډم غږ وكړي:

ډمه! د ډاله لرګى دې مات شه

نجونې دې واده كړې، دا څلور روپۍ دې زار(زهر) شه

دا خلك دلته ځانونه ښه ستړي كړي. غرمه مهال د كلي د ښځو ورا له يو دوو سپين ږيرو سره روانه شي. له دوى سره د توى له  پاره خوراكي توكي، ژوندي څاروي (پسونه چې دا خلك يې كوتوني بولي)، پوښ او د ناوى د راوړلو له پاره يو سينګار شوى اوښ هم وي. دا ښځې د خېښ كورته له رسېدو سره سم د كورواله وو ښځو له سندريزه هر كلي سره مخامخ كيږي:

ورا دې راغله ټك يې نسته

موږ به دارو وركړو، د ويشتو سړى يې نسته

*

د نجونو سپرلى ورك دى په رمو كې

خېښې شرمنده سې په مېړو كې

*

پورې خوا زرګر دى راولو به يې

د خېښې پزه كږه ده جوړوو به يې

دا ښځى له ځانه سره كورواله وو ښځو ته يو ځانګړى كوتونى (مږ، وزګوړى يا سېرلكى) د سوغات په توګه وركوي چې هغه يې خرڅوى او پيسې يې سره وېشي، كه چېرته دا سوغات نه وي نو كورواله ښځې په بدلو كې مېلمنو ښځو ته پېغورونه وركوي، ماښام د نارينه ؤ ورا هم له بدلو او د ټوپكو له ټكهار سره راورسيږي. د دغه ماښام ډوډۍ د پېغلې كور برابروي؛ خو په ورا راغلي ميلمانه په همدې ماښام خپل څاروي حلال او د شوروا وو كټوې بار كړي، همدا شان په ورا راغلي مشرانى ښځې د پاستيو په پخولو لاس پورې كړي؛ ځكه د سبا روځې د عامى ډوډۍ برابرول د زوم د خپلوانو كار دى. په دې شپه  د دواړو خواوو ځوانې ښځې او پېغلې نجونې په انګړ كې جلا- جلا ناستې وي او ټنګورې خپلې بدلې بولي:

زموږ ناوكۍ زيړه لكه لوخه ده

دا خپل ورور يې را كښلې له سندوخه ده

*

په سر مې د ټوپكو ټكهار دى

موږ به ناوي يوسو ستاسو ولى بڼهار دى

(د پښتو دودونه، ص ۲۳)

د وردگو د واده دود او بدلې | ۹ برخه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب