شنبه, مې 4, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۹ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۹ برخه

احسان الله ارینزی
نهمه برخه 
ناويدود:

كله چې د زوم كورنۍ د ناويدود (ناوى+دود) وخت مناسب او خپل وس برابر وويني؛ نو درې څلور ښځې او نارينه د جوړښت له پاره د خپل خېښ كور ته لېږي، هلته د پېغلې له واكمنو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې كوي او د ناويدود وخت او شرايط ټاكي (145). امكان لري چې په دې غونډه كې د پېغلې واكمن، د ښه نيت د ښودلو او د ورغلو كسانو د درناوي له پاره په ولور او يا نورو پخوانيو لگښتونو كې كمى راولي او يا د هغه لږو او ډېرو خپگانونو په وجه چې كېداى شي د خېښۍ په مياشتو كې پېښ شوي وي، په ولور يا نورو لگښتونو كې زياتوالى وغواړي. وردگ دې ته بابېړى يا (بالابود) وايي. بابېړى د دواړو كورنيو اړيكې خرابوي او كله نا كله ودوزن پرې ځنډېږي (146).

په هر صورت كله چې د ناوېدود د وخت او لگښتونو په هكله يو ځلې بيا موافقه وشوه. د خير دعا كېږي او د زوم له خوا راغلي مېلمانه رخصتېږي او هر څوك خپلې- خپلې تيارۍ پيلوي(147).

په وردگو كې ودونه ډېر په مني كې كېږي. ژمى ساړه او واورې وي او واده نه شي كېداى، پسرلى ورښتونه وي او ډېر خلك په كارونو بوخت وي، اوړي هوا توده او خلك د لو او لور په چارو اخته وي، بس همدا منى(ميزان- عقرب، قوس) دى چې د ودونو له پاره ښه وخت بلل كېږي.

په مني كې ټولو خلكو د خپلو زمكو حاصلات پورته كړي او څه نا څه وزگاره وي، له بلې خوا كه د زوم كورنۍ د خرڅولو وړ كرنيزه توكي ولري هغه خرڅ او يو څه پيسې برابرې كړي وي. همدا راز په مني كې هوا نه ډېره توده وي او نه ډېره سړه او د دواړو كورنيو خپلوان او مېلمانه نه په عذاب كېږي(148).

په وردگو كې ډېرې لږ كورنۍ د واده لگښتونه په خپله پوره كولاى شي، ډېر خلك خپلې زمكې په گرو وركوي او يا له خپلو- خپلوانو څخه پيسې په حسنه پور اخلي. هغه كورنۍ چې واده يې په بدل كړى وي، لگښتونه يې لږ وي؛ خو هغه كورنۍ چې واده يې په ولواره (ولور) كړى وي، د ولور، پوښ، توى او نورو لگښتونو د پوره كولو له پاره له ډېرو ستونزو سره مخامخ كېږي. هغه كورنۍ چې ځوانان لري او دا ځوانان كار او عايد ولري او يا په بهرنيو هېوادنو لكه سعودى عربستان، عربي متحده اماراتو يا ايران كې زيار باسي، نو د خپل زوى- ورور د واده د لگښتونو له پاره ډېرې ستونزې نه لري؛ خو هغه چې دلته په افغانستان كې عادي كارونه كوي، د كلونو- كلونو له پاره پوروړى پاته كېږي او تر ډېرو كلونو پورې د واده بوج ور په غاړه وي او داسې هم ليدل شوي چې د دغه لگښتونو پېغورونو (149) د خېښانو او يا د نوي مېړه او ښځې ژوند او اړيكې خړپړ كړې وي. دلته د دې خبرې يادول ضروري دى چې ځنې هغه كورنۍ چې حسنه پور نه شي پيدا كولاى. له كوچيانو څخه په سود پيسې اخلي. د سيمې خلك او كوچيان دا معامله شرعي بولي؛ خو  ملايان يې سود بولي. په دې معامله كې كوچي كليوال ته د مثال په توگه دوه سوه بوجۍ اوړه په 50% جگه بيه وركوي. كليوال مكلف دي چې دا پيسې يو كال وروسته بېرته وركړي. كليوال دا اوړه په بازار كې خرڅ كړي او نغدې پيسې يې په خپل واده ولگوي؛ خو دې ته نه گوري چې كال ته به دا پيسې خلاصول غواړي. مثلاً  كوچى (احمد) ته دوه سوه بوجۍ اوړه، هره بوجۍ په 3000افغانۍ (د بازار نرخ 2000 افغانۍ) وركوي دا كېږي شپږ لكه؛ خو په بازار كې بوجۍ په  1950 افغانۍ خرڅ كړي، ډېر داسې ليدل كېږي چې دا حمد نومى بل كال د كوچي پيسې نه شي وركولاى؛ نو بيا 300 بوجۍ اوړه اخلي چې د كوچي تېر پور پرې خلاص كړي. په دوو- دريو كلونو كې احمد مجبورېږي چې خپله زمكه په كوچي وپلوري او يا يې په بل چا گرو كړي او د كوچي پور پرې كړي؛ خو د تل له پاره له زمكې خلاص شي او يا زيار وباسي چې د گروي پيسې ومومي او خپله زمكه خلاصه كړي.

پوښ:

د ناوېدود د پوښ د وړلو طريقه د ناستې د پوښ په شان ده؛ خو په دې توپير چې دناوېدود په پوښ كې د شيانو اندازه ډېره، كيفيت يې لوړ او خوښي او درنښت يې زيات وي.

د ناوېدود په پوښ كې د ناوې له پاره څو جوړې جامې (كميس، پرتوږ، پوړنى، جرابې، بوټ او نور)، گاڼه، د سينگار سامان، د ناوې د ډېرو نژدې كسانو(مور، پلار؛ خور، ورېندار، ورور، تره، د تره ښځه…) له پاره جامې يا ټوكران يا لونگۍ يا پټوگان او داسې نور شيان او د توى له پاره غوښه (ژوندي څاروي)، اوړه، مېوه، د څيرې رخت(150)، نكريزې، چاى، بوره، شيريني او … ټول د ناوې كور ته د استولو له پاره برابرېږي؛ خو لومړى په خپل كلي كې نندارې ته اېښودل كېږي.

د دغه دود په بهير كې چې (پوښ وېشل) نومېږي، د كلي ښځې راځي او پوښ گوري. لكه چې د دې كتاب په سريزه كې هم راغلي دي، په وردگو كې د واده هره روځ، هر دود، هر گام، هره خبره، هره پېښه او حتى هره شېبه ځانته خپلې ځانگړې بدلې لري چې ټنگورې او كورواله يې په نظم اوروي او د خپلو زړونو خبرې پكې كوي. كله چې په وردگو كې پوښ روانېږي، ښځې يې په بدلو كې ستايي، كله چې په لاره روانې وي او كله چې د پېغلې كلي- كور ته ورسېږي، بدلې بولي او خپل پوښ ستايي:

تاسې په امېله كې يوه كلداره روپۍ نه گورئ

تاسې د (…) د ښې ځوانۍ، ده پوښ يې گورئ

*

خلاص كئ د شينكي صندك كلپونه

راوباسئ د (…) د لاس رختونه

 دا ښځې له ځانه سره مېوه راوړي او د پوښ د مېوې په كوټه (انبار) يې اچوي، په بدل كې كورواله د پوښ له مېوې څخه يوه  يوه لپه په دوى وېشي او بيا د پوښ جامې، مېوه او نور شيان په خورجينو يا بكسونو او بوجيو كې ځاى په ځاى كېږي او د كورواله ښځو او نجونو له بدلو او درياوو سره يو ځاى استولو ته چمتو كېږي.

چارگل مې په سرو زرو برېيلى دى

(…) مې په بخملو پسې لېږلى دى

*

د موږ د ناوې شال په څلور چاپه دى

(…) خيالي راوړى له هراته دى

كله چې د پوښ وړونكي نارينه او ښځې تيار شي، نارينه د خير دعا وكړي او پوښ د خرو يا كچرو يا موټرو په واسطه د ناوې كور ته حركت وكړي. دا وخت نارينه يو څو ډزې هم كوي او د كلي خلك په دې خبر كړي چې پوښ ولاړ او سبا بل سبا به واده وي.په همدې وخت كې كورواله خپلو ډمانو ته دنده وركوي چې د دوى ټول خپلوان په ليرو او نژدې كليو كې خبر كړي. په وردگو كې د خپلوي لړۍ ته (بوله)(151) وايي. خلك نژدې خپلوان او كليوال پخپله خبروي او يا هغو ته هم د ډم په خوله احوال لېږي(152).

دلته د دې خبرې يادول اړين ښكاري چې په وردگو كې خلك واده يوازې د يوه كور يا يوې كورنۍ كار نه بولي؛ بلكې دا د ټول كلي او په تېره بيا د زوم د كورنۍ د تربرو(153) او ټولې پښې گډه خوشالي بولي او هر څوك هڅه كوي چې خپله دنده ښه سر ته ورسوي او ځان د دې خوشاله دود يو شريكوال وگڼي او هغه مسووليتونه چې د ټولنيز ژوند وېش د دوى په اوږو ايښي، په بريالي توگه سرته ورسوي او په دې توگه ځان د كلي د قبيلوي ټولنې فعال غړى وښيي او داسې تمه ولري چې سبا به تربرونه او نور كليوال د دوى په غم ښادۍ كې هم ونډه اخلي، د دوى يو شمېر كارونه به سرته رسوي او ښه تربگني (154) به ورسره كوي.

كله چې پوښ وروړنكې ښځې او نارينه د پېغلې كلي- كور ته ورسي،  نارينه د ټوپكو څو ډزې كوي او ښځې د ناوې له كور څخه د باندې او په كور كې د ننه، له روغبړ  او چاى- ډوډۍ څخه وروسته بدلې بولي او خپل پوښ لومړى په نرمو بدلو كې ستايي:

شين بادرنگ اوبو راوړى

موږه دسې پوښ راوړى، چا په خوب نه دى ليدلى

يا: موږه دسې پوښ راوړى، چا يې گل نه دى ليدلى

*

سور اوښ مې په جالو كې درولى دى

پوښ مې زر زري درته راوړى دى

*

ده د مكور (مقر) سړې چينې اوبه يې لرې- لرې

د (…) په غولي ناستې دي جوړه بلبلې

له هغه ځايه چې د واده په بېلابېلو دودونو كې د پېغلې او ځوان د كورنيو پېغلې او ښځې سره مخامخ كېږي، دواړه خواووې هڅه كوي چې ځان په بل لوري ښه وبولي او كله نا كله په مقابل لوري ادبي تند او حتى ډېر تند گزارونه وكړي. دا ډېره حتمي خبره نه ده چې داسې شعري ټكر به پېښېږي؛ خو تجربه څرگندوي چې د ښځو په ټولي  كې شعري ټكر هرومرو راځي چې ځينې بېلگې يې دلته او د كتاب د ضميمې په برخه كې راوړل كېږي:

په غولي به دې پښې ودربومه

څپرگۍ ته به دې اور ورواچومه

تنده بدل:

لوى مرغان كيسې كا، ډم ډومكې(155) يې پېښې كا

(…) په ډوډۍ ناست دى، لكه باز خبرې ښې كا

ډېره تنده بدل:

د چه كله (كلا) د دړو، د (…) كله د دړو

موږ به ناوې يوسو، تاسې وانگولئ گيدړو

او ښكنځل:

د چه ورمېږ د خره دى، د (…) ورمېږ د خره دى

خداى تالا ورته اريان دى، چې ده ما جوړ كړى نه دى(156)

د پوښ له وړلو  او چاى- ډوډۍ وروسته مېلمانه نارينه او ښځې چې اوس نو ټنگورې بلل كېږي بېرته ځي. كورواله دوى ته واړه- واړه يا مناسب سوغاتونه وركوي(157).

پوښ معمولاً د واده له نېټې څخه دوه- درې روځې يا يوه اونۍ مخكې وړل كېږي.
———————–———-

[145] د ننگرهار خلك د ناويدود د وخت او څرنگوالي ټاكلو ته (پرېكوڼ) وايي. د پرېكروڼ په خبرو كې د واده ټول لگښتونه (ولور؛ خوراكي شيان لكه غوښه يا مال، اوړه، وريجې، چاى، بوره، ټوكران، جامې، گاڼې، تنباكو….) ټاكل كېږي.

په كوچيانو كې هم (پرېكړون) يا (لنډون) شته. كله چې د واده موده رانژدې شي، د كوچيانو په خبره بله (ناسته) كېږي. د لنډون په روځ څو كسه مشران د پېغلې كور ته ورځي او له خېښ سره ټول وړاندې او وروسته حساب ټاكي. كه چېرته ولور زيات وي، مېلمانه سپين ږيري هر يو په خپل وار د خپلې لونگۍ، جامو، څادر؛ خولۍ او څپليو په نامه د ولور كمول غواړي. د پېغلې واكمن كسان دلته د پښتنو له دود سره سم لږ_ لږ پيسې ورپرېږدي او د زوم پلارپاته پيسې د پېغلې پلار ته وركوي او د واده نور لگښتونه سره ټاكي(پښتانه كوچيان، ص 138).

 د غزنى او كلات تر مينځ په سيمو كې له (هوكې) څخه وروسته د (واده) وخت راځي. دواړه خواووې خپلې تياريانې نيسي او په پرله پسې توګه يو له بل سره په اړيكو كې وي. د ځوان كورنى هڅه كوي چې د ولور پاته پيسې، د واده لګښتونه او د ناوي جامې او گاڼې برابر كړي. د زوم پلار د ناويدود د لومړى روځې له پاره ناوې ته ټكيالى او د جولى كميس، د درېيمې روځې له پاره لونګى او د سندوف كميس او د اوومې روځې له پاره سالو او د اله چې كميس برابروي. دا ټولې جامې له گران بيه ټوټو څخه ښه په ډول جوړيږي.

(د پښتو دودونه ، ص ۱۷)

[146] دا ناوړه دود په لغمان كې هم شته او كېداى شي چې په ځينو خېښيو كې د پېغلې پلار هڅه وكړي چې له خپلې اړتيا څخه ډېر شيان وغواړي او د زوم له كورنۍ سره خپل راتلونكي ښه اړيكې خراب كړي. كه داسې وشي، نو له واده څخه به وروسته دا دوه كورنۍ يو له بل څخه لږ او ډېر خپه كوي، زوم د خپه وي، د خپل خسر كورته نه E ورځي او حتى خپله ښځه  به د پلار كور نه پرېږدي. په لغمان كې د واده د پرېكون له پاره د زوم نژدې خپلوان او د كلي څو سپين ږيري يوه شپه د پېغلې كور ته ورځي او خبره E  خلاصوي. له دې وروسته د زوم نژدې ښځې د پېغلې كور ته ورځي او د پېغلې له واكمنو ښځو سره د پېغلې د جامو د شمېر او څرنگوالي په هكله خبرې كوي. له دې موافقو څخه وروسته د ځوان نژدې خپلوان ښځې او نارينه بازار ته ځي او د (توى) سوداوې اخلي. د لغمان د خلكو په پرېكون كې په دې هم خبرې كېږي چې د زوم كورنۍ بايد د ناوې د كور (بسترې، فرش، ظرف او داسې نور)  له پاره څومره نقدې پيسې وركړي (په لغمان كې د واده دودونه، ص 35)

[147] پښتانه د (دعا)، (ستنې)، (ناستې) او (ودوزن) له پاره داسې وختونه ټاكي چې لږ فرصت ولري او مېلمانه سمبال كړي شي؛ خو د دې دودونو د كړن له پاره كوم (ملا) يا بل چا ته مراجعه نه كوي چې هغه كتاب يا فال ورته وگوري او مناسب وخت ورته وښيي. فغاني شعيه گان دا دود لري، كتاب گوري يا فال نيسي.. د هند په ځينو برخو كې ځوانان د خپل واده له پاره له پنډت يا ملا سره مشوره كوي. پنډت په داسې يوه سكه فال ورته نيسي چې په يو پلو يې (هو) او په بل پلو يې (نه) ليكل شوي وي. كه (نه) ښكاره شو؛ نو دا هلك او پېغله به دوه كاله انتظار باسي او بيا به پنډت ته ورځي. ويل كېږي چې د ځينو كسانو له پاره څو ځلې پرله پسې (نه) راوځي او كېداى شي چې دا جوړه ان تر  دوولسو كلونو پورې په تمه كيني؛ خو د (هو) تر راوتلو پورې به هرومرو انتظار باسي {3Marriage customs, Page }. [148] ډېر افغاني هندوان او سكان د ويساك په مېله كې ودونه كوي. د دې خلكو د ويساك ستره مېله به معمولاً د ننگرهار په سلطان پور كې كېده او په لسگونو پېغلو او ځوانانو به هلته ودونه كول. اوس- اوس د جگړو له امله د سلطان پور مېله پيكه شوې؛ خو ډله ييز ودونه اوس هم په درمسالونو كې كېږي. په سلطان پور كې خلكو اووه روځې په كېږديو كې تېرولې او هره شپه به څو- څو ودونه كېدل. دوى به زومان د سلطان پور په چينو كې لمبول او بيا به د گروگرانت، بهگوت گيتا او راماين د كتابونو دعاوې لوستې اوتمه به يې كوله چې په نويو كورنيو باندې د خداى(ج) رحمت نازل شي. له دې وروسته به پنډت (ملا) د واده (انندكاج) موعظه اوروله. د دې دعا د اورولو په وخت كې زوم او ناوې څلور ځلې له خپل ديني كتاب او اووه ځلې له اور څخه تاوېږي. د درېيم ځلې تاويدلو په پاى كې زوم د ناوې په سر سندر وهي او په دې توگه له خپلې مېرمنې سره ژمنه كوي چې دى د دې په غم او ښادي كې شريك پاته شي. په هندويزم كې طلاق نشته او ښځه دوهم مېړه نه شي كولاى؛ خو نارينه په داسې حال كې دوهم واده كوي چې لومړنۍ مېرمن يې مړه شوي وي(افغاني هندوان او سكان، ص 142- 143). د دې بحث تفصيل په ضميمه كې شته.

[149] په قبيلوي مناسباتو كې پېغور قبلول د مېړانې منافى عمل دى. هر څوك چې د قبيلې له مقرراتو څخه تېرى كوي. هغه ته پېغور وركول كېږي. د يوه سړي چې پېغور په برخه شي، هغه له وطنه وځي او كه پاته هم وي، نو كه دغه پېغور څوك ور په ياد كړي ډېره سخته مقابله ورسره كوي. پېغور د يوه نسل څخه بل نسل ته هم لېږدي. هغه پېغور ډېر بد بلل كېږي چې په قبيلوي ننگه كې د بې غيرتي څخه ورپېښ شوى وي( د پښتني قبيلو، ص 48).

پېغور ټاكلى حدود نه لري، واړه او غټ بد كارونه يا هغه څه چې له دود سره په ټكر كې وي ټول پېغور لري. په سترو چارو كې پېغور داسې وي لكه يوه تېره چاړه چې په گوگل ننوزي او ټپونه يې تر دېره نه جوړېږي. د نجونو د بدگشت او د مړي پېغورونه ډېر درانه وي. په قبيلوي ټولنه كې په وړو- وړو خبرو شخړې پېښېږي، په داسې شخړو كې په تېره بيا چې ښځې هم په كې ښكېل وي، پېغورډېر وي او دواړو خواوې يو بل ته روا يا ناروا پېغور وركوي. روا پېغور هغه دى چې يو چا ته منسوب بد كار شوى وي؛ خو ناروا پېغورهغه دى چې په شخړه كې ښكيل كسان د مقابل لوري د خوارولو له پاره هر څه چې په خوله ورځي وايي. نالوستي، ناپوهـ او وروسته پاتې انسانان يو بل ته ډېر پېغور وركوي. پېغور وركوونكى اكثراً شرير، بد ژبي، بې منطقه، احساساتي او داسې كسان وي چې نه خپل شخصيت ته په درنه سترگه گوري او نه د مقابل لوري د شخصيت درناوى ساتي. ډېر پېغور وركونكى نارينه او ښځې په كلي كې درانه خلك نه حسابېږي او خلك ځانونه ځنې ساتي.

[150] څيره څو گزه رخت دى چې د پېغلې په پوښ كې اېښودل كېږي. د پېغلې كورواله د دې رخت ريتاړې يا ټوټې وباسي او له ميوې سره يو ځاى يې د كلي په كورونو وېشي. دا برخې د كور په سر وېشل كېږي؛ خو ډېرو نژدې كورونو او خپلوانو ته د كور د ښځو په سر مېوه او څېره ورلېږي. په وردگو كې خلك د دې مېوې د وېش له پــاره د كلي     څو مشرانې او نژدې خپلوانې كور ته بولي او بيا د كور ماشومانو ته برخې وركوي چې په كليوالو يې وويشي. د وردگو ځنې ښځې د بېلابېلو ودونو د څيرو ټوټې چې معمولاً گلدار كتان يا چټ ټوكران وي غونډوي او بيا ځان ته كميس ترې جوړوي.

[151] بوله په غم او ښادۍ كې د كليوالو او خپلوانو د خبرولو لړۍ ته وايي. د مثال په توگه د ښاغلي احمد په بوله كې دا كسان راځي: خپل كلي ټول( كله عام- كله كور سر يو نارينه او ښځه، كله د كور يوازنى نارينه مشران او داسې نور)، د احمد او د احمد د اكا د زامنو واده شوې خويندې (ترلې)، د هغوى واده شوې لوڼې او ترورگانې، د احمد او د ده د وروڼو او د اكا د زامنو د مېرمنو پلارگنۍ، د دوى واده شوې لوڼې، ماما خېل او د هغوى واده شوې لوڼې، نژدې دوستان، همزولي او ملگري. دا خلك ټول په هر واده يا مړي كې خبرېږي او د هغوى په غم او ښادۍ كې به هم برخه اخلي.

[152] د كونړ ولايت په سركاڼيو كې د زوم د كلي خلك د وړو ماشومانو په چېغو رابلل كېږي. دا ماشومان چې وړې نجونې هم پكې وي ډله- ډله گرځي او چېغې وهي! د پلاني لالا يا ماما يا كاكا… واده ته راشئ(فولكلور مجله 1353، 5 گڼه، 41- 47 مخونه).   

مروت پښتانه د واده له پاره خپل- خپلوان د كاريگرو (كلال، لوهار او نور كسبگر) په واسطه خبروي. پخوا به دا كاريگر ډېر گرځېدل چې ليرې- نژدې خپلوان د چا د زوى، ورور د واده د مراسمو په بېلابېلو وختونو خبر كاندي. 

[153] د اكا زوى تربور دى. په قبيله او پښه كې د يوې لړۍ خلك سره تربرونه دي، هغه كسان چې ميراث يې سره وړل كېږي، تربور بلل كېږي. په قبيلوي ژوند كې له تربور سره سيالي عام عمل دى؛ خو د بدۍ پر ځاى تربور د تربور ننگ كوي. وايي (تربور سربور) يا سربُر – سرخوځونكى دى. همدا شان متل دى چې تربور د تيارې مږوى دى؛ خو په بل ځاى كې بيا داسې هم ويل كېږي چې: بد تربور په بده روځ په كارېږي. د تربور له كلمې سره د تربورگلوي اصلاح هم ملگري كېږي چې په ختيځو قبيلو كې تربگني هم ورته وايي. تربور په پلرينه كې په ميراث شريك عنصر دى او په پلرينه كې لوى سيال گڼل كېږي.

كه په نارينه ؤ كې تربور ډېر وتلى ځاى لري، ښځو ته هم د (ترلې) خطاب كېږي. استاد محمد ابراهيم عطايي ليكي چې د اكا يا كاكا لور ترله ده. په قبيله كې هره په عمر برابره ښځه له نارينه سره ترله ده.

په كاكړو كې د ترلې اصطلاح خورا ډېره ده او هر سړى خپل د غيرت ثبوت هغه وخت پوره كولاى شي چې ترله يې ومني. د كاكړو په فولكلور كې ترله خورا لوى افسانوي ځاى لري. ترلې د تربور د غيرت او ننگې په نامه ځانگړي شعرونه لري چې د كاكړو غاړې هم ورته وايي. يوه كاكړه ترله شېرجان نومي غازي چې پرنگى (فرنگي- انگريز- انگليس) يې وژلى، داسې ستايي:

ترله دې نه كوي ارمان          پرنگۍ كونډه كړه شېرجانه

(د پښتني قبيلو، ص 52- 53)

[154] د تربرو تر مينځ سيالۍ ته تربگني وايي. تربگني كله كله ډېره ساحه په ځان راكښېباسي او قبيله له قبيلې سره په تربگنيو كې درېږي. د لويديځې خوا پښتانه قبايل د تربگنۍ په ځاى د تربورگلوى اصطلاح راوړي. ځنې قبيلې د لرغونو زمانو څخه خپل ترمينځ تربگني لري او د هغو عوامل دومره لرغوني وي چې حتى د دوى په ياد هم نه وي؛ خو په تربگني سره اخته وي. د ځينو قبيلو تر مينځ د تربگنۍ سرچينه ډېرو پخوانيو افسانو ته رسېږي چې مشران يې كشرانو ته وايي او په دې توگه د بدۍ تخم تل زرغون ساتي.

هغه قبيلې چې په پوله – پټي كې سره شريكې وي، د هغو تر  مينځ دغسې تربگنۍ ډېرې وي. كوچي قبيلې د تربگنيو په برخه كې د هېڅ په حساب كې دي او چندانې تربگني نه لري(د پښتنې قبيلو، ص 50- 51).

[155] ډم ډومكه- يوه وړه مرغۍ.

[156] د كوچيانو نرمو او تندو بدلو نمونې:

موږه (…) ډېرې نازولې يو

يا: موږه د زم زم په اوبو ولې يو

دلته تا په خاورو كېنولې يو               

 لږ تونده بدل:

په سر مې درد ده درېدى نه سم

د (…) كور د خرو غوجل ده، كې كيناستم نه سم

[157] د كرمې ايجنسۍ د شعيه پښتنو د زوم كورنۍ د خپل واده ټول لگښت په خپله كوي؛ خو د واده د روځې له پاره به د پېغلې كور ته هم خرڅ (پسه يا پسونه، وريجې، اوړه، غوړي، پنځه تولې سره زر، پنځه جوړې جامې، چپړې او سينگار شيان) لېږي. په كرمه كې د پېغلې كورنۍ خپلو مېلمنو ته د ماښام ډوډۍ وركوي. د دې شپې په سبا د ناوېدود نور دودونه تر سره كېږي. په كرمه كې د زوم كورنۍ خلكو ته دوه- درې شپې ډوډۍ وركوي او واده ښه په درز لمانځي( د غزل خوږژبی سندرغاړی نعيم تورى).

د وردگو د واده دود او بدلې | ۸ برخه

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب