پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د اګاتا کریستي ۸۷ تلین

د اګاتا کریستي ۸۷ تلین

له نن څخه ۸۶ کاله پخوا اګاتا ميري کلاريسا ميلر (Agatha Mary Clarissa Christie) مشهوره په اګاتا کريسټ د ۱۹۷۶ د جنورۍ په ۱۲ مه د بریتانیا په وینټربروک کې مړه شوه.

 اګاتا کريسټي په (۱۸۹۰) م کې د انګلستان په دون شاير کې زېږېدلې ده. پلار يې فريد ريک الواميلر او مور يې کلاريسا مالګارېټ نومېده او په ۱۸۷۸ميلادي کال يې په لندن کې واده کړی و، مور يې د ایرلنډ وه ،پلار يې د بریتانيا نظامي افسر و چې په ۱۸۶۳ م کال په ايسلنډ کې مړ شو. مدجي او مونټي يې هم اولادونه ول، مور يې فکر کاوه چې اګاتا به تر اته کلنۍ پورې څه زده نه کړي ،خو هغې په څلور کلنۍ کې لوست شروع کړ، اګاتا د انګلند په چارچ اف ايس ټي مايري ، چيلسي او اکسفورډ شاير کې اوسېدلې ده.

هغې د خپلو خاپوړو دوشاير سيمه په ډېرو اثارو کې د حوادثو د ميدان توګه تصوير کړی دی، د دې د شهرت لپاره به همدومره کافي وي چې ووايو اثار يې د نړۍ په (۱۰۳) ژبو  مطالعه کېږي او تر څلورسوه ميلونه ډېر ټوکه يې په لاسونو کې ښکته او پورته کېږي.

د دې ډېر مشهور جنايي داستان قتل په اور ګاډي کې نومېږي چې د خپل عمر په (۴۴ ) کال يې ليکلی دی.

پاتې دې نه وي چې نوموړې ته د جنايي او پوليسي پېښو د دقيق او منطقي سکښت او اوډون له امله Queen Of Crime يا د جنايت ملکه، دمرګ شهزادګۍ او د راز مېرمن يې هم لقبونه ول.

د دې نامې او تلپاتې جنايي ليکوالې د ژوند ځينې صحنې خپله دې همدې د قلم له څوکې څخه ننداره کړئ:

له چارلز ډيکنز او جين سټين سره مې ډېره جوړه وه، شرلوک هولمز مې بيا تر ټولو ليکوالانو خوښ واو نږدې دوه کاله مې د هنر د يوې مينه والې په توګه د پيانو تمرين ور څخه وکړ، فرانسوي ژبه مې هم همداسې په شپاړلس کالنۍ کې مې يو څه وخت مې د سندرو ويلو زده هم وکړه ، ښوونځي ته ډېره نه تلم ، کور کې مې له خپلې مور څخه رنګارنګ کارونه لکه اشپزي او نور بېلا بېل درسونه زده کړل، يو لامل يې د جنګ د پړاو راتګ هم کېدای شي.

لومړي خاوند سره يې د ډانس په يوه کلب کې مينه پيدا کېږي او ۱۹۱۴ په فرانسه کې واده کوي.لومړی واده مې د ژوند پر پينځه ويشتم کال کې د هوايي ځواک له يوه افسر سره وکړ، نوم يې ډګروال ارشي بالډ کريسټي و، د ژوند دا بدبخته مرحله مې ديارلس کاله وغځېده ،خو له اخ و ډب، جنګ ــ جګړو او اروايي ستونزو پرته بل پکې هېڅ هم نه ول.

په (۱۹۲۶ م ) مې مور له لاسه ورکړه، دا ډېره دردونکې پېښه وه ، هماغه کال په يوه بله ښځه د مېړه د ميينېدو شاهده هم شوم ، په (۱۹۲۶ م ) د سپټمبر پر اوومه مې د خاوند کور د تل لپاره پرېښود او بيا هېڅکله ورنغلم. ۱۹۲۸ کې ترې طلاق واخيست. .روسالېنډ هيک يې لور وه او له طلاق څخه وړاندې له ارشي بالډ څخه زېږېدلې وه.

له همدغې ځورونکې پېښې څخه د تېښتي پر محال مې موټر په داسې حال کې چې د اضطراب او اروايي نا ارامۍ په سمندر کې غرقه وم له يوې لويې تيږې سره وجنګېده، زما د لټون هڅې پيل شوې،خو تر دوو اوونيو چا هم زما درک ونه موند،زه د ديارک شاير په يوه هوټل کې په مستعار نوم اوسېدم.

ددغه ټکر له امله د ميرګيانو ناروغۍ راته پيدا شوه ،خو خلکو داسې وانګيرله چې زه له دې لارې د خپل ليکلي وروستي ناول د مشهوره کېدو هڅه کوم، خو متخصصو ډاکترانو په ما کې ددې ناروغۍ شتون تائید کړه.

څلور کاله وروسته مې د اکسفورډ پوهنتون استاد او مشهور ځمکه پېژندونکي ماکس مالوان سره په ۱۹۳۰ ميلادي کال واده  وکړ. دغه واده مې د لومړي هغه سرچپه ډېر بريالی، نېکمرغه او له خوښيو ما لا مال و ، ما او مېړه مې دواړو له دې خورا ارام ژوند څخه خوند اخيسته.

مېړه مې درې لوی کورونه لري:

لومړی يې ډېر غټ او ښايسته دی چې د سوت ډيون ګرين وې کې د وارت سيند پر غاړه پروت دی ، دويم يې اکسفورډ ته نږدې په ولينګټن کې او درېيم يې کوچنی او د لندن په چلسي کې ودان دی، په ياد ښار کې د اوسېدو پر محال کار ځنې اخلو.

ما همېشه او د هر لاس لاندې کتاب پر محال فکر کاوه چې همدا به مې وروستی اثر وي او د کوم بل کتاب د ليکلو ذوق او توان به ونلرم، په داسې حال کې چې د رنګرېز خم ته ورته يم .

که په دې پوهېدلای چې څارنوال پوارو ( د ليکوالې د جنايي ناولونو خيالي اتل ) به دومره کالونه په ځان پسې کش کړی شم ،نو په داستانونو کې مې هومره ځوان او تکړه انځوراوه چې ژر بوډا او کمزوری شوی نه وای. هرکول پوارو يې د ۳۳ ناولونو او ۵۰ لنډو کیسو اتل دی.

زه خپل ناولونه سهار محال او ښايي زړه ته مو ونه لوېږي چې په يوه داسې حمام کې ليکم چې د ویکټوريا د عصر په سبک جوړ شوی او ډېر مجهز دی، ايا پوهېږې ولې؟ ما تل انګيرله چې همدا تر قلم لاندې کتاب به مې وروستی کتاب وي، هر څه چې مې پکارېږي، له چای او قهوې نيولې تر قلم، کاغذ او ميوې پورې ــ ټول تر ليکنې مخکې همالته ځانته تياروم … که رښتيا ووايم په حمام کې څوک د چا مزاحمت نه کوي.

کله چې ليکلو ته تياره شم، لمړی پلي ګرځم او د تر لاس لاندې موضوع په اړه مې ټول فکرونه او خيالات سره را غونډ او متمرکزوم، د لومړي کتاب طرحه مې د ارت په سيمه

کې د ګرځېدو په مهال جوړه کړه ، دغه کتاب The Mysterious Affairs At Style

نومېږي. زما به تل له خور سره د يوه پوليسي داستان په سختۍ او اسانۍ شخړه وه .

د اګاتا ليکوالي:

په لس کلنۍ کې يې د غوا شونډې په نوم لومړی شعر وليکه، په اتلس کلنۍ کې يې لومړنۍ لنډه کيسه د ښکلي کور په نوم وليکله، لومړی ناول ۱۹۱۶ کال ليکلی. د اګاتا ۱۶۵ لنډې کيسې يې په ۱۵ مجموعو کې چاپ شوي دي.

د لنډو کيسو ټولګه يې درې ړانده موږکان، څلور مشران، د کريسميس پېښې، د کرېميس د پېښو شيريخ، د بغداد په سينه کې معما، ناقانونه غلا او نور دي.

د مايري ويسټيماکوټ په مستعار نوم يې شپږ رومانټیک ناولونه هم خپاره شوي دي.

په ۱۹۳۹ ميلادي کال کې او بيا هېڅوک نه و خپور شو ، ۱۹۳۴ قتل په اورګادي کې وليکه ،قتل په ميسوتوپياما کې ۱۹۳۶ خپور کړ، په نيل کې مړينه ۱۹۳۷ ، راشه او ووايه ته څنګه ژوند کوې په نوم يې ژوند ليک دی چې په سوريه د خپل د ژوند په اړه يې ليکلی ۱۹۴۶. د جرم شريکان ۱۹۲۹، ديارلس ستونزې ۱۹۳۲ ، ژېړبخن اس يې ناول و،

پټ دښمن، د راجر اکرويد وژنه ،څلور لوی ځواکونه، تراژيدي په درېيو پردو کې۱۹۳۵، وژنه اسانه ده ۱۹۳۹ ،په ورېځو کې وژنه ۱۹۳۵، د الفبا په ترتيب وژنه ۱۹۳۶،برخليک ۱۹۷۵، پر دې ۱۹۷۵ ، دبرخليک وړه دروازه ۱۹۷۳ کې وروستی ليکلی ناول دی.

هغې ۶۶ جنايي ناولونه ليکلي ول او د جنايي او پوليسي د داستان د دنيا دغه ځلانده ستورې د (۱۹۷۶ م ) کال د جنوري په دوولسمه ورځ را ولوېده او بيا هېڅکله تر سترګو نه شوه.ويکېپيډيا ۴۲ اخځليکونه او يو شمېر مقالې ورکړي دي چې ددې ليکوالې په اړه بشپړ معلومات پکې شته.

قتل په اورګاډي کې

(لنډيز)

د ناول پيل په دې الفاظو کېږي چې:

د ژمي په يوه ساړه سهار پر پينځو بجو د سوريې اليپور ښار د اورګاډي په پټلۍ يو اورګاډی ولاړ وي، دا اورګاډی توروس اکسپرس نومېږي.

اروګاډی پوره پينځه ډبې لري چې دوه يې د مسافرو د انتقال لپاره وي ، افسر دوبوسک او پوارو هم د مسافرو برخه وي ، له مسافرو سره د توروس، بالکان ، جرمني او په قسطنطنيه کې د شويو واورو اندېښنه وي، دوی له بغداد، سوريه او ترکيه څخه تېرېږي او  يو شمېر مسافر ان انګلينډ ته ځي .يوه مېرمن دې ديبنهام او ډګروال اربت نات هم په اورګاډي کې وي، پوارو له بو سره مخ کېږي، بو يې ملګری او د ريل پټلۍ د نړيوال شرکت رييس وي،د اورګاډي په هوټل کې يو تن د راجت په نوم وي چې هغه له نږدې ارام او بشردوست برېښېده ، وړې ننوتلې مکارې سترګې يې وي، پک سر او بوک تندی، غږ يې نری، ارام، عجيب او خطرناک ښکاري، دی امريکايي وي.

تر ديرشم مخ يوازې د کرکټرونو پېژندنه ده، لا هم اورګاډی تم ځای کې وي.

روسي شهزادګۍ دراګو ميروف هم په اورګاډي کې ناسته وي، شتمنه او هوښياره مېرمنه وي.

مک کوين د راجت نوکر وي .راجت له پوارو سره تر پېژندنې وروسته وايي ، زه پيسې ډېر او يو دښمن لرم ، ژوند مې په خطر کې دی.

د يوګوسلاويا هېواد د دوين کووي او براد تر منځ سيمه کې اورګاډی په واروه کې ورانېږي او همدلته يوه ډېره حيرانوونکې پېښه رامنځته کېږي چې راجت وژل کېږي، هغه يوولس چاکو ګانې خوړلي وي ،خو چا وواژه؟

د ناول اصلي او مرکزي پېښه همدغه وي.

مقتول تر ټولو لومړی ميشل د ټراين مامورويني، ډاکتر کنستانتين په اند چې پېښه د شپې د دولسو او دوو بجو تر منځ شوي وي.

بو د دې قضيه د پرمخ وړلو دنده پوارو ته سپاري، پوارو د ټراين نقشه غواړي او د قضيه په اړه له ټولو مسافرو څخه څېړنې پيلوي.

سامويل اډوارډ راجت د مقتول بشپړ نوم و.

مک کوين څخه لومړۍ څېړنه کوي ، دی ورسره په ايران کې مخ شوي وي، کال راهيسې يې پېژني او وايي چې يو شمېر ګواښونکي ليکونه ورته راتلل.

جسد به جیبونو کې يو شمير توري موندل کېږي چې له يو ځای کيدو څخه يې کاستي جوړېږي، دا يې اصلي نوم وي.مقتول اصلا د امريکا وي ،خو په په جالي نوم له هغه ځای څخه تښتېدلی وي.

ولې يې امريکا پرېښې وي ؟

ډګروال ارمسټرانګ انګريز ؤ ، مور يې د يوه ميلونر لور وه، دی له يوې امريکايۍ سره واده کوي چې د فلمونو اداکاره وه، يوه لور يې وه چې پرې بې حده ګرانه وه، ډيزي ارمسټرانګ نومېده ،کله چې درې کلنه شوه ، چا وتښتوله، درې لکه ډالر يې غوښتل، خو د پیسو اخيستو سره بيا هم د ماشومي مړ جسد وموندل شو چې دوه اوونۍ يې له وژنې وتي وي، مور يې چې ددې له مړينې خبرېږي ، په نس کې یې له بل ماشوم سره له ژور خپګان له وجې مړه کېږي او پلار يې ځان په توپنچه ولي.

يوه فرانسوۍ نرسه هم په دې خاطر ځان وژنه کوي چې پوليس ورڅخه د معلوماتو غوښتنه کوي، خو دې سرهېڅ نه وي.

بندي شوی و، خو د ډېرو خلکو سره د اړيکو او زياتو پيسو په زور خوشې کېږي ، نوم بدلوي او امريکا پرېږدي.

د قضيه اصلي څېړنه چې له ۸۷ مخ څخه پيلېږي، لومړی ميشل څخه پوښتنې کېږي او مکوين ،مسټرسن يې نوکر ؤ، زړه ايټالوي مېرمن هابرډ څخه هم پوښتنې کېږي، د د ايچ توری د هاربرډ د نوم پيل و، نو ځکه پوارو هغه د قاتل په خونه کې موندلی دسمال يې په ناپامۍ کې مخ ته غورځوي، خو هغه مېرمن وايي چې زما نه دی.دې مېرمنې شک وي چې قاتل ددې خوني ته هم ننوتی وي، ځکه هلته يوه تڼۍ هم موندل کېږي چې د اورګاډي د خدمتګارانو د جامو تڼيو ته ورته وي.

پیر ميشل بیا ځلي را غوښتل کېږي ،څو ثابته شي چې تڼۍ د هغه د جامو دی او که نه، خو د ميشل د جامو تڼۍ پوره وي.

سويدنۍ مېرمنه اولسن يوه ښوونکې او مسلکي نرسه ، د شهزادګۍ راګوميروف څېړنه ، د کنت او کنتس پخوا د مقتول په خونه کې د سګرټو يوه قوطۍ هم موندل شوي وي، پوارو کنت ته هماغه سګرټ ورکوي ،خو انکار کوي.ډګروال اربت نات، د هارډمن څېړنه پايپ نه څکوي، خو وايي چې له مقتول يې پېژنده ،ده ته يې ويلي ول چې توربخن، وچ او لږ ښځينه ډوله غږ لرونکی کس يې وژني.

انتونيو فوسکارلي، ميري دېبنهام، هيلډر شميت د شهزادګۍ نوکره د څېړنې وروستی کس وي.

سره چپنه او د چاړه د موندلو لپاره د مسافرو بېکونو تلاشي پيل شوه، د هارډمن،راګوميروف،کنت،دينهام،هیلد ګارد شميت، مک کوين، دسمال د شهزادګۍ وي.

کنتس د ارمسترانګ خينه وي. پيپ د ډګروال اربت نات وي. ديبنهام د ډيزي ښوونکي وي،فوسکارلي د ارمسټرانګ د کورنۍ موټروان وي،ګرتا السن د ډيزي څارنونکې وه ،هارډمن د ارمسترانګ باغوان وي ، ددې ټولو څېړنو په پای کې پوارو د اورګاډي د ډبې دوولس کسان غواړي، دا ورته وايي چې دا قتل پخوا پلان شوی و او مونږ ټولو چې د ارمسترانګ له کورنۍ سره اړيکه درلوده، نو د نومړي سزا چې دوولس کسيزه منصفه پلاوی غوښته جوړ کړ، د راجت په مړينې مو لومړی پچه واچوله، بالاخره د سوزان پلار وواژه، پوارو ته د سوزان پلار وايی چې ټول نه قتل يې يوازې زه په غاړه اخلم، نو ما يوګسلاويا ته له رسېدو سره سم پوليسو ته تسليم کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب