سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبکره کتنهمېلمه پالنه له ذهنه نه وځي| ایمل پسرلی

مېلمه پالنه له ذهنه نه وځي| ایمل پسرلی

لکه د شعاري شعرونو شاعري، شعاري لنډې کیسې هم کمې نه دي. په خپل وخت خوند کوي، خو د وخت له تېرې شوې څپې سره یې خوند او رنګ له چا هېر شي. کلیشه شوي مسایل همداسې دي. هضمول یې اسانه وي خو د ذهن پردو ته نه سپارل کېږي. د ښاغلي نور سعید کیسه ٫٫ مېلمه پالنه٬٬ چې مې ولیده، وار له واره زړه ته همدا راوګرځېدل چې یو دودیز عمل ستایل شوی یا غندل شوی دی. عمومآ دغه ډول قضاوت په دې مانا شي چې کیسه ونه لولم. خو ښاغلی سعید مې پېژانده او کیسه هم ډېره لنډه وه نو ومې لوسته. اوس مې له ذهنه نه وځي، ولې؟ دلیل به یې د دې لنډې کیسې له بیا لوستو وروسته ووایم:

٫٫مېلمه پالنه
د پاخه عمر سړي د حجرې له وره سر بهر کړ، په ټیټ غږ یې وویل:
–    وه هلکه! له دا چایو مو څه د غوايي غوښه جوړه کړه، له مېلمنو شرم دی، ژر شه که نه!
د نغري څنګه ته ناستې ښځې پتنوس کې پيالې کتارولې:
–    یوه دقیقه، بس، تیار دی!

له ښځې لږ هاخوا پر چوتره ناست هلک د مور او پلار تر منځ مکالمې ته له توجه پرته موبایل ته سترګې نیولې وې.
لږ ځنډ وروسته ښځې ډک پتونس د هلک خواته کېښود او له دالانه ووته.

سړي بیا له وره غاړه اوږده کړه. د زلمي خواته ایښی پتنوس یې ولید. لوڅې پښې ورروان شو. هلک ته مخامخ ودرید او بې غږه غوږه یې مبایل د هغه له لاس واخیست. هلک خوله ویړه کړه، خو د پلار سترګو ته یې چې وکتل وډار شو:

آبا! همدا اوس…

سړي په ټول زور مبایل د برنډې پر غولي وویشت او همداسې پټه خوله یې هلک ته سترګې نیولې وې.
هلک ښه ځنډ ټوټه – ټوټه پراته مبایل ته کتل، بیا یې پتنوس ورواخیست او په ټول زور یې په ځمکه وویشت. د سړي زړه ریږد ونیو او هلک په منډه د کلا له دروازې ووت.٬٬

ظاهرآ طنز دی. سړی غوسه دی چې چای ځنډېدلی خو تیار چای د زوی تر غوسې جار شو. خو دې کیسې ذهن ته ډېر څه راوستل. په فېسبوک کې مې ښاغلي نور سعید ته ولیکل ٫٫ زوړ او نوی وخت سره یو ځای شوي. یعنې په اوسني وخت کې له پټانه لار ورکه ده نه د نن شو نه د پرون ، مېلمه تږی، موبایل مات، مېرمن ستړې، چای توی، زوی خپه او دی وره کې شین شهید.٬٬

په کیسه کې مېلمانه راغلي دي. طبعآ بې له بلنې یا  له خبرولو پرته راغلي ځکه خو چای ځنډېدلی دی. سړی  دا ځنډ ٫٫ له مېلمنو شرم دی٬٬ ګڼي. یعنې پخوانی دود او پخوانی ژوند دی چې سړی پکې ګېر دی. سړی دا غوښتنه له مېرمنې کوي خو غږ پر ٫٫ وه هلکه … ٬٬ زوی کوي. مېرمن د غږ وړ نه بولي. لا هم په تېر پېر کې بند دی. مېرمن  بوخته ده نغري ته ناسته ده، وخت غواړي ٫٫ یوه دقیقه، بس، تیار دی٬٬. زوی په نوي ژوند او نوي پېر کې بند دی. ٫٫ پر چوتره ناست هلک د مور او پلار تر منځ مکالمې ته له توجه پرته موبایل ته سترګې نیولې وې. ٬٬ مېرمن ٫٫ لږ ځنډ وروسته ښځې ډک پتونس د هلک خواته کېښود او له دالانه ووته.٬٬ د دې دغه مسوولیت تمام شو، حق نه لري چې تر حجرې یا سالونه لاړه شي، نور کار د هلک دی. دا باید په نورو کارونو بوخته شي.

٫٫ سړي بیا له وره غاړه اوږده کړه. د زلمي خواته ایښی پتنوس یې ولید. لوڅې پښې ورروان شو.٬٬
لوڅې پښې ور تګ، په تېر کې ایسار شوي دې سړي ته باید د قهر اوج وي. مېلمه پالنه پاتې وه، غچ او سزا لومړیتوب موندلی و.

٫٫هلک ته مخامخ ودرید او بې غږه غوږه یې مبایل د هغه له لاس واخیست. هلک خوله ویړه کړه، خو د پلار سترګو ته یې چې وکتل وډار شو:

آبا! همدا اوس…

سړي په ټول زور مبایل د برنډې پر غولي وویشت او همداسې پټه خوله یې هلک ته سترګې نیولې وې.٬٬

تېر وخت او دې کرکټر ته په پام شاید بل لیکوال لیکلي وای چې هلک چای تر مېلمنو ورساوه او مېلمه پالنه پر ځای شوه. خو په دې کیسه کې کاملآ بل څه وینو. ٫٫ هلک ښه ځنډ ټوټه – ټوټه پراته مبایل ته کتل، بیا یې پتنوس ورواخیست او په ټول زور یې په ځمکه وویشت. د سړي زړه ریږد ونیو او هلک په منډه د کلا له دروازې ووت٬٬

دغه بغاوت د تېر او اوس تر منځ د جنګ دی. همدا عمل موږ ته سړی په تېر پېر کې بند راښيي چې طبعآ د داسې غبرګون تمه یې نه لرله او نه یې د خپل عمل د پایلې په تړاو ځان په زحمتاوه چې څه به وي.

په دې کیسه کې لیکوال قضاوت نه دی کړی. دا یې نه دې راته ویلي چې څه ښه و څه بد و، څه باید شوي وای څه باید نه وای شوي. تصویر یې راکړ. هره کلمه او خبره یې د هرې څېرې په راپېژندلو کې پر ځای کارولې. کیسه له زېږېدو تر مرګه نه ده رسولې، لوستونکی یې پراېښی چې پرتې خښتي سره واوبدي. دا یې نه دې راته ویلي چې اوس به مېلمنو ته چای څرنګه کېږي. دغه ټولې پوښتنې یې لوستونکي ته پراېښي چې ځواب یې کړي.  لکه انځورګر چې د انځورګرۍ لویه دړه له رنګونو او برس  سره پرېږدي ، نور نو د ورته ناست کس خلاقیت دی چې څه ترې جوړوي. که څوک پڅ وي بیا یې هم زړه تنګۍ نه دی پراېښی، یوه کیسه یې ورکړې. داسې کیسه او حالت چې له ذهنه په اسانۍ نه ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب