جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېدریانسان پاتې شه| نګین کرګر

انسان پاتې شه| نګین کرګر

 ملالۍ بشیر یې بیانوې.

نوم مې ناموس نه دی

غيرت نه يمه

کډه نه یم

زه هغه شی نه يم

چې ته مې ګڼې

زه هم ماغزه لرم

هم فکر هم شعور او عقل

د وينې رنګ مې سور دی

ستا غوندي زېږم

ستا په شان مړه کېږم

د ژوندون پېټی مې پخپله وړمه

نوم لرمه

د چا ناموس نه يم

غیرت نه يمه

کډه نه يم

ما دې د خپلې ځانځانۍ په ښامار مه چيچه

انسان پاتې شه!

هو باید انسان پاتې شو ، له بده مرغه زمونږ لوستې کسان لا حتی د ریشتیا اوریدو زغم نلرې.

   ریشتیا ویلو او اوریدلو زغم زمونږ ټولنه کې ‌‌‌‌‌ډیرکم دي، مخصوصاً نن سبا چې بیا دی لږ سرووضع په شامپو او صابون پالش وې نو هر یو ته ځان جامعالکمالات عقل کُل او د عقل كرامات ښکارې او د اغا صیب بیان چې ناقصالعقل دي تصدیقوئ. ما فکر کوه چې زمونږ لوستې  خلک به د نسل د سنې توپیرونو او ددوی د موضوع د برداشت سره  عادی وې.

 ځکه د هری موضوع څیړل د نسلونو منځ کې زیات توپیر لرې.  هغه څه چې زه فکر کوم کیداې شې چې تر ما لس کاله کشر یې بل رقم وارزوئ. دا چې مشر شو او هر څه وایې او د مشرولې په احترام به ورته څه نه وایې چوپ به ناست یې اوس وخت او زمان کې نکیږې، ځکه تکنالوجې سره د ځوانانو سرو کار وې دوی هر څه په نوې بڼه لولئ، او خپل برداشت تری کوې. باید یو مشر کس ته وویل شې چې ستاسو او زما برداشت د وخت سره فرق کوې.او په پوره درناوې سره تاسو مشر محترم صیب، استاد ، پلاره تره .ملا و غیره صیب…. غلط یاست.

زما پلار وایې ما د خپلو لمسیانو نه ‌‌‌‌‌‌ډیر څه زده کړل  مثلاً :

لاس يې په دروازه کې ايښى و. که دروازې پورى شوى واى  نو ارمورو چې دهغې لاس يې ژوبلولو ، چا پرې غږ کړ ، لاس دې ليرې کړه دروازې دسړیلاس چيچي . هغه په ژړا شوه .

زه خو سړى نه يم زه خو نجلۍ يم .

مقابل لورې : نو ولې سړى بد وي ؟

خو زه سړى نه يم ، نه غواړم چې ما ته سړى ووايي . زه نجلۍ يم ،

 ښه نو وبه وايم چې لاس دې ليرې کړي  چې ستا نجلۍ لاس ژوبل نه شي ،

هو .زه نجلۍ يم ،

ما ته بيا هلک ونه وايي :

 دانسان  له پاره ډېره ژوره خبرتيا په ځان پوهيدنه اودځان پيژندنه ده .

د ځان پیژندنی شپږ

میعارونه چې انګریزی کې ورته VITALS وایې دې دا دد هغهه

 ټکو مخفف دی کوم چې د ځان پیژندلو کې مرسته کوې.

ارزښتونه یا values , زمونږ د ژوند ارزښتونه څه دې؟ دا ددي پوری اړه نلری چې ‌‌‌‌‌‌ډیر عمر وکړئ یا کم ، دا ددې پوری اړه لری چې څنګه ژوند وکړئ. مثلاً ریښتنولې ، مینه، اعتبار ، میړانه، ثابته اراده، او خپل هدف ته رسیدل.

علاقه یا Interest ,

څه کار مو ژوند کې خوښ دې تاسی څه خوشاله کوې، او د څه نه د راحتۍ احساس کوئ. څه غواړئ ولولئ، کوم سپورت مو خوښ دې، کوم رشته مو خوښه ده، دا تاسی د بریا هغه لور ته بیایې کوم چې پر تاسی یوه تحمیل شوی د مور او پلار شوق مو نشې بیولې، هر څوک باید ‌‌‌‌‌‌ډاکتر یا انجینیر نه وې، هر انسان خپل خاص استعداد او وړتیا سره نړۍ ته راځې.

Temperament,

یا ستاسو طبیعی استعداد ستاسو په شخصیت کې مهم رول لوبوی مثلاً که تاسې یو ښه ورزشکار یاست، هنرمند یا یو پیاوړی اکا‌‌‌‌‌‌ډمیک انسان.

Around-the-Clock, ورځیني ژوند ، تاسې څرنګه مهالویش لرئ، او څنګه خپله ورځ پلان کوئ؟ د ورځې او سبا د بلې اونۍپلان مو څه دی، او که د پلان سره سم مخ ته لاړ نشې نو دوهم کار به څه وې چې تاسې په نظر کې نیولې دی؟

Life Mission د ژوند هدف‌، ستاسو په ژوند کې هدف څه دی ؟ ‌‌‌‌‌‌ډیره پوهه لاس ته راوړئ،پیسی لاس ته راوړئ، په څه رقم یې لاس ته راوړئ، ایا ژوند کې مو معنویت شته؟ چا ته مو معنوی ګټه رسیږې؟ ، کله چا لپاره خپل وخت نه تیریږئ، او مرسته ورسره کوئ؟

Goals, هدف مو د ژوند کوم ځاې ته رسیدل دی، ایا په یو مکتب او فاکولته اکتفا کوې؟ او بیا د کتاب مخ بندوئ؟ او یا علم باید د ژوند تر پای پوری حاصل کړئ؟

Strengths/Skills ستاسي پیاوړتیا فزیکې او یا اکادمیک

او یاهنر مو څه دئ. تاسې خپل مهارتونه څنګه په کار اچوئ، او خپل ورځینې ژوند کې څنګه  خپل یا د چا په ګټه کاروئ.

که مو دا ټکې په ژوند کې زده کړل نو ‌‌‌‌‌‌ډیره بریا به ولرئ، متاسفانه زمونږ ټولڼه کې ديکتاتوری نظام وې او تل باید مشرانو ته غوږ شو حتی که هغوی غلط هم اوسی دا ورته نشو ویلې چې تاسو غلط یاست.

مونږ ته ندی ښودل شوی چې یو چا ته ( نه ) ویل او هغه ته قناعت ورکول څنګه وې؟

مخصوصاً اوسمهال چې خلک حتی د یو انسان شخصیت او پوهه د فیسبوک د فالورزو په شیمره سره تړې. وایې یوی نجلۍ پسی جرګه تللې وو نو د نجلۍ مور وویل چې د هلک فیسبوک څه دئ، مور یې ورته فیسبوک لیدلئ دې چی هلک یوه اونۍ د مخه فیسبوک جوړ کړې دی، ویل یې اوس وخت کې چې څوک د پنځه زرو نه ملګرې او فالورز کم ولري نو د سړی زوی ندی لور مې نغواړې.

نړۍ په دی فکر کې ده چې په 2030  gender gap ختم کړې او د ښځو اقتصادی پیاوړتیا ته قانون بدل کې دشړومبو وطن کې لا اوس هم  نکتایې داره طالبان ویکیپیدیا لولې. د شړمبو او د چون‌‌‌‌‌‌ډی نسوارو خمار د سره ایسته کړئ.

اول باید لږ ځان وپیژنو خپلو نیمګړتیا او پیاوړتیاو ته او د یوی میرمنې نیمګړتیا او پیاوړتیا ته درناوۍ ولرو.

د ځمکې په سر 2.7 بیلیونه ښځي د قانون په اساس د نارینه و سره هم مسلکه کار نه محرومې دی

104 نړیوال اقتصادی ځواکونه قانونی اجازه نه ورکوی چې ښځی دی مشخصو کارو کې ون‌‌‌‌‌‌ډه واخلې .

59 اقتصادی پیاوړی هیوادونه د جنسی تعبیض قانون لا نلرې او په اتلسو اقتصادی پیاوړو هیوادونو کې لا میړه صاحبان حق لری  چې د ښځو د کار نه مخنیوی وکړې.

د شړومبو وطن منطق ته ښه راغلاست.

87% افغانی میرمنی  فزیکی ، روحی او جنسی تاوتریخوالی سره مخامخ دې، او ددی نه دوشپیته فیصده یې دا دری رقمه تاوتریخوالی سره مخامخ دی .

دا ارقام د مللګرو ملتو د دورزه اتلسم کال د بشری حقوقو راپور کې راغلې دې .

نو

که دا حال وی دغه ځانځانی خاماران به همداسی په ټولنه کې موجود وې.  ښه به دا وې چې خپلو کورونو کې هر انسان خپل ځان پیژندلو ته وخت ورکړل شې. که هغه لور وې که زوی. حتی که هغه یاغی باغی وې. هغه یو وخت ته ضرورت لری چې ځان پیدا کړې. او که وخت ورنکړئ شې تعلیم ته اولویت ورنکړو نو دا وړۍ به کله هم شړۍ نشې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب