شنبه, مې 18, 2024
Home+د وردگو د واده دود او بدلې | ۸ برخه

د وردگو د واده دود او بدلې | ۸ برخه

احسان الله ارینزی

د خسر په كور كې د زوم لومړۍ شپه

اوس به راشو زوم ته چې د ناستې په روځ د خپلې خواښې په كور كې پاته كېږي. زوم چې په دې كلي كې نابلده انسان وي، هرومرو د خپل چاپيريال او نويو څېرو تر اغېزې لاندې وي، شرمېږي، ډېرې خبرې نه شي كولاى او خوله  خوله وي؛ خو له خدايه غواړي چې روځ لنډه او ژر ماخستن شي چې له خپلې راتلونكې ښځې يا نجل سره وگوري او شپه ورسره ښه تېره كړي. په دې روځ د ځوان مشره ښينه (ښمينه)(135) او خواښې هڅه كوي چې خپل نوي ځوان زوم د كلي د ځوانانو له ټوكو ټكالو څخه ليرې او خوشاله وساتي.

كله چې د شپې ډوډۍ وخوړل شوه(136) او زوم د درناوي له پاره لږ يا ډېرې پيسې په دسترخوان كې كېښودې او د ماخستن لمنځونه وشول، زوم بېلې كوټې ته بيايي، داسې هـم اورېدل كېږي چې نوي زوم ته د ځاى د نشتوالي او يا د كور د ځوانو هلكانو د غوسې له امله په كومه گوښې كوټه كې (د تناره تياره او خيرنه خونه، د وښو خونه او يا داسې نور) ځاى غوړوي. په كوټه كې له زوم سره د ده ښينه يا خواښې هم وي؛ خو كله چې هغوى د (ټيكري) په نامه لږ پيسې واخستې، له كوټې څخه وځي او پېغله د ځوان كوټې ته ورولي.

پېغله چې نوې جامې يې اغوستې وي او سينگار يې كړى وي، په خپله خوښه د زوم كوټې ته نه ورځي؛ خو مور او خور يې هڅوي چې هلته ورشي او دوى ترينه ځي.

په وردګو كې د ځوان او پېغلې دا لومړى ديدن وي. پېغله مخ پټوي او ځوان هڅه كوي چې خبرو ته يې وهڅوي او مخ يې وگوري؛ ځكه د ځوان د دې رنگ او ښايست ته سودا وي(كه چېرته خېښۍ په كلي يا د كور د ننه شوي وي؛ نو ځوان او پېغلې پخوا سره ليدلي وي او په دې ماخستن دا تلوسه ډېره جدي نه وي).

په هر صورت د ځوان او پېغلې دا لومړى ديدن كومه عمومي تجربه نه ده چې دلته وكاږل شي؛ بلكې دا د هر چا خپل- خپل كار وي چې څنگه سره روږدي كېږي او دا شپه څنگه سره تېروي؟

د وردگو په ځينو كورنيو كې چې لا تر اوسه ډېرو پخوانيو دودونو ته په درنه سترگه گوري، د پېغلې د كلا نورې ښځې حق لري چې ماخستن له زوم سره وگوري. دا ليدل كتل معمولاً تفريحي وي او دا ښځې غواړي چې زوم په ډېرو پوښتنو، خبرو او ټوكو وځوروي او بيا يو څه پيسې ځنې ترلاسه كړي(137).

پخوا په وردگو كې ډېر خلك په يوه كلا كې اوسېدل لكه څو وروڼه او د اكا زامن او ځانله به يې جلا جومات درلود، په دې كلا كې به د وروڼو ښځې او لورانې يا د تره د زامنو ښځې، لورانې او خويندې سره نژدې اوسېدلې او په غم او ښادۍ كې به سره شريكې وې. اوس د اشتراكي يا گډ ژوند مينه لږ شوې او خلك هڅه كوي چې يوازې واوسي او جلا كور يا كلا ولري، له همدې امله كلي په وردگو كې په دې وروستنيو كلونو كې ډېر پراخه او لوى شوي، ډېرو خلكو گډې او زړې كلاوې چې ډېرې يې په جگړو كې زيانمنې شوې وي، پرېښې او ځانونو ته يې ليرې- ليرې جلا غټې يا كمكۍ كلاوې جوړې كړي دي. دا خلك اوس هم پخواني دودونه پالي؛ خو نه په هغه زور چې په گډ ژوند كې به يې پاللو!

سبا سهار زوم چاى وخوري او كه چېرته د دوهمې شپې د پاته كېدلو نيت نه لري؛ نو اجازه غواړي او ځي(138).

خواښې په دې وخت كې خپل زوم ته يوه غوټه مېوه وركوي چې له ځانه سره يې ويسي او په خپل كلي كې يې په خپلو خپلوانو ووېشي. داسې امكان لري چې په زوم پسې د ده له خپله كوره څوك راشي چې له ځانه سره يې بوزي او يا دلته د ده خسر، اوښى (د ښځې ورور) يا كوم بل خپلوان دى تر يوه ځايه پورې بدرگه كړي او له كلي څخه يې په خير رخصت كړي. په وردگو كې نوي زومان معمولاً دوه- درې  شپې د خسر په كور تېروي او بيا ځي او بيا هر كله چې وغواړي د خسر كور ته راتلى شي.

هتله دود داسې دى چې زوم د خپل خسر كور ته په هر تگ كې له ځانه سره تازه او وچې مېوې او راز- راز سوغاتونه وړي او هڅه كوي چې هغه كورنۍ او په تېره بيا خپله خواښې او ښينه خوشاله او راضي وساتي.

ستن:

كه چېرته كومه كورنۍ خپل كور ته د زوم د پرېښودلو هوډ و نه لري؛ نو د ناستې په ځاى د ستنې غونډه جوړوي. كه د ستنې له پاره د ورتلونكو مېلمنو شمېر ډېر كم وي لگښټ يې د پېغلې د كورنۍ په غاړه وي؛ خو كه د ورتلونكو مېلمنو شمېره ډېره وي، لگښت د ناستې په شا د زوم د كورنۍ له خوا پرې كېږي(د پېغلې له پاره جامې او گاڼې نه وي). كه ستن غټه وي په يو مناسب وخت كې د ځوان د كورنۍ يوه ډله ښځينه او نارينه مېلمانه د پېغلې كور ته ورځي. هلته د پېغلې د كورنۍ له ښځو او نارينه ؤ سره مجلس كوي؛ خوشالي جوړوي، بدلې بولي او بيا د واده يا ښادۍ نښه له ځانه سره اخلي او د ناستې د دود په شان د پېغلې له كوره څخه په درنښت رخصتېږي او خپل كور ته ستنېږي. د ستنې په مېلمستيا كې ډېر زومان د خپل خسر كور ته نه شي ورتلاى او له دې وروسته هم له خپلې راتلونكې مېرمنې سره چې په دغه وخت كې يې، خلك (نجل) بولي نه شي ليدلاى او نه په ښكاره ډول د خپل خسر كور ته ورتلاى شي. داسې زومان چې په لږ لگښت د خسر كور تلل غواړي په كليوالو ځوانانو ښه نه لگي

دا دې خبرې مانا دا ده چې د ستنې د مېلمنو شمېره په هر صورت د ناستې په پرتله كمه وي چې لږ لگښت پرې راځي او كه داسې زوم غواي چې خپله نجل وويني او جغل بازۍ وكړي په ځوانانو ښه نه لګي.

دغسې يو زوم كه چېرته يې د خسر كور په خپل كلي او يا په كوم نژدې كلي كې وي كولاى چې شي په پټه خپله نجل وويني او چغل بازي وكړي. دا كار هغه وخت شونى دى چې د زوم خواښې له ده سره په پټه هوكړه وكړي او د شپې يې په پټه كور ته پرېږدي، هلته شپه تېره كړي او سهار مهال وختي او بيا هم په پټه له كوره ووځي او بې له دې چې د كلي كوم څوك يې وويني ځان وباسي. د پټې زوم بايد ډېر محتاط وي چې د كلي ځوانان پرې خبر نه شي؛ ځكه د كلي ځوانان دا ورتگ د دوى پر اصولو تيرى او ځان ته سپكاوى بولي او ډېر كلك غبرگون ښيي.

ويل كېږي كه چېرته د كلي ځوانان په دې پوه شي چې د دوى د كور- كلي زوم په پټه راځي او هلته چغل بازي كوي؛ نو په شپو _ شپو لارې څاري چې دا د پټې زوم ونيسي او جزا وركړي. كه داسې پېښه شي چې ځوانان د پټې زوم ونيسي؛ نو جومات غوندې غټ ځاى ته يې بيايي، راز_ راز ملنډې پرې وهي او هڅه كوي چې زهير يې كړي او د ناغې(139) وركولو ته يې اړ باسي. هوښيار زوم به هغه وي چې ژر د كلي د ځوانانو ناغه ومني، نغدي روپۍ وركړي، پسه ورته حلال كړي، دوى ته په ننواتي (140) كيني او خپل ځان ترينه وژغوري. كه داسې نه وي؛ نو د كلي ځوانان راز  راز جزاوې وركوي او ان تر دې چې په غوجل كې يې له څارويو او يا په غټه ټوكرۍ كې له سپي سره تړي. په داسې مواردو كې د زوم خسرخيل د ده د خلاصون له پاره هڅه نه شي كولاى او د كلي اصول په پام كې ساتي.

په وردگو كې ټول هغه زومان چې ناسته يې نه وي كړې، په پټه د خواښې كور ته نه ځي او هغه زومان هم كال دوولس مياشتې د خواښې په كور كې نه وي پراته چې ناسته يې كړې وي. كه زوم ته داسې چانس برابر شي چې د خپلې نجل تر ودوزن پورې، بې له ناستې د خپلې خواښې كور ته لاړ شي او هلته چغلبازي وكړي، دا نو د ده د ښه بخت نښه ده. داسې هم ډېر پېښېږي چې داسې يو زوم چې ناسته يې نه وي كړي، اصلاً د خپلې خواښې كور ته نه ځي او انتظار وباسي چې خپله نجل په خپل كور كې وويني(141).

په داسې كورنيو كې چې ناسته شوې وي، زوم هر  وخت كولاى شي چې د خپلې خواښې كور ته ولاړ شي او هلته شپه يا شپې تېرې كړي. زوم د خپل خسر د نژدې عزيزانو په كورونو كې مېلمه كېږي لكه د پېغلې اكاگان، د تره زامن، ماما او داسې نور. په داسې مېلمستياوو كې زوم د (ټيكري) په نامه لږ پيسې چې د هر چا په اقتصادي وضع پورې اړه لري، د درناوي له پاره په دسترخوان ږدي. دا پيسې په منځنۍ توگه دوه  دري زره افغانۍ دي. البته لږ او ډېرې هم اورېدل كېږي. كله چې دا زوم ماخستن مهال بېرته د خپلې خواښې كور ته ځي، كورواله سوغات وركوي او ځينې كورنۍ خپلې پيسې هم بېرته وركوي.

همدا شان كه چېرته زوم له خپله ځانه سره كوم مېلمه (ترورزى، د تره زوى، د ماما زوى يا كوم ملگرى) د خپلې خواښې كور ته بوزي، مېلمه بايد د ده نجلې ته سوغات ويسي، په بدل كې كورواله هم د تگ په وخت كې سوغات وركوي.

ناويلې دې نه وي پاته چې پـه وردگو كې ځنې كورنۍ (ستن) وړي او هغه چې لږ شتمن وي او يا يې خېښان د زوم ورتگ بد نه بولي (ناسته) كوي؛ خو داسې خلك هم شته چې لومړى ستن وړي او بيا ناسته كوي او د عوامو په اصطلاح خلكو ته د خپلو شتو او پيسو زور ښيي او يا د زړه له كومي غواړي چې د خپل زوى- ورور ښادي ښه په درب ولمانځي او ښادنامې وكړي.

پښه خلاصي:

تر ناسته(يا ستن) وروسته، د ځوان كور- كلي ته د نويو خېښانو (د پېغلې پلارگنۍ) د پښې د خلاصون وخت رارسېږي. په وردګو  كې د پېغلې د خوا خلك د خپل زوم كور ته د پښه خلاصي تر مېلمستيا پورې نه ورځي. البته ځينې ډېر اړين مناسبتونه مستثنى دي، لكه جنازې او يا د مړي د دعا له پاره ورتگ او يا د يوه ډېر مشر يا عاجل ناروغ پوښتنه او داسې نور. په وردگو كې كه د ځوان په كورنۍ كې كومه غټه پېښه وشي، د پېغلې پلار، وروڼه، مشرانې ښځې او نور كسان كور ته ورځي؛ خو خپله پېغله په هېڅ صورت له واده څخه مخكې د خپل  مېړه او خسر كور ته نه ورځي142)]

په پښه خلاصي كې د پېغلې د كورنۍ يو شمېر ښځې او نارينه د ځوان كور ته ورځي، هلته شپه تيروي او سهار له سوغاتونو څخه بېرته ځي (يا سهار ورځي او مازديگر مهال بېرته ځي).د ځوان كورواله هڅه كوي چې خپل مېلمانه خوشاله وساتي، ښه چاى، ډوډۍ او د هر چا له شانه سره سم سوغاتونه وركړي. د ځوان كورنۍ د دغه مېلمستيا له پاره خپل ډېر نژدې كسان او مشران كليوال هم رابولي.

ويل كېږي چې په وردگو كې هر عمل ځانله غبرگون لري. كه چېرته د ستنې يا ناستې په وخت كې د پېغلې كورواله وو د زوم له خپلوانو او مېلمنو سره ښه چلند كړي وي، دوى هم دلته ښه چلند ويني او كه داسې نه وي دلته هم له ساړه چلند سره مخامخ كېږي.

 له دې مېلمستيا څخه وروسته د خېښۍ بهير عادي شي. دواړه خواوې يو د بل كور ته ځي، خپله ښادي او وير په گډه لمانځي، يو بل ته مېلمستياگانې كوي او نويو زېږېدلو ماشومانو ته جامې استوي. البته دا د هغه كورنيو د اړيكو خبره ده چې يو له بل څخه خوشاله وي، يو د بل عزت وساتي او د خيښۍ نزاكتونه په پام كې ونيسي. په دې لړ كې داسې كورنۍ هم شته چې په وړو خبرو يو له بل څخه خپه وي، يو د بل درناوى نه ساتي او تل د روغې جوړې جرگې ورته ناستې وي. دا ستونزې له بده مرغه دوه لامله لري: يو د لگښتونو په برخه كې د پېغلې د كورنۍ ډېرې غوښتنې او بل د ځينو خپلوانو ناوړه لاس وهنې او لمسون، چې ځان يوې خوا ته دوست ښيي او د بل لوري سپكه يا بده ورته وايي او د دغه دوو نويو كورنيو تر مينځ زړه بداوي او خپگان زېږوي(143).

عيدي (اختري):

كه چېرته د پېغلې د نامزادۍ او ودوزن د دوو نېټو تر مينځ اختر يا اخترونه راشي، د زوم كورنۍ د پېغلې كور ته عيدي يا اختري لېږي. سپين سرې ښځې وايي چې د اختر له پاره هره كورنۍ، له خپلې وسې سره سم چمتووالى نيسي، نوې جامې جوړوي، خپل كور پاكوي، مېوې او نورې سوداوې اخلي او لنډه دا چې د اختر د ښه لمانځلو له پاره ډېر تيارۍ كوي.

هغه كورنۍ چې نوي خېښان لري، داسې فكر كوي چې د دوى د كور يو نفر (پېغله) په هغه بل كور كې پاته دى او په دوى د اختري جامو او نكريزو حق لري. له همدې امله د پېغلې له پاره يو – دوه جوړې جامې، لږ گاڼه، ساعت، د سينگار شيان او د پېغلې د مور، خور يا خويندو او نورو نژدې خپلوانو (وريندار، د تره ښځه…) له پاره كميسونه يا پوړني (ټيكري) او د عامو كليوالو له پاره ميوې او نكريزې استوي. د پېغلې كورنۍ دا ميوه او نكرېزې د خپل كلي په ټولو كورونو وېشي او په دې توگه كلى د پېغلې په اختري خبروي، له همدې امله د كلي ښځې راغونډېږي، اختري گوري او ستاينې يې كوي. عيدي يا اختري معمولاً له اختر څخه دوه- درې روځې مخكې د پېغلې كور ته استول كېږي. پوښ وروړنكى كله چې د پېغلې كور ته لنډ شي د ټوپكو په ډزو سره د اختري د نژدې كېدو اعلان كوي او ښځې يوه نيمه بدله بولي او درياوې وهي. البته كه چېرته د پېغلې په خپلوانو يا كليوالو كې مړى شوى وي او يا كوم څوك كلك ناروغ وي، نو بيا دا ډزې او بدلې نه وي او اختري په پټه خوله وړل كېږي.

د پېغلې كورنۍ د اختري سوغاتونو وروړونكى نارينه او ښځې له كوره درانه وباسي او تحفې وركوي.

په وردگو كې خلك د دوو اخترونو تر مينځ چې نژدې دوه مياشتې كېږي نكاح او واده نه كوي.

د هغه مودې په اوږدو كې چې پېغله د پلار په كور ناسته وي، له يوه اختره څخه نيولې بيا تر ډېرو پورې د ځوان كورنۍ د اختري د استولو مسووليت لري؛ خو كه چېرته په دې موده كې هېڅ اختر رانه شي، نو بيا (اختري) هم نه وي. ناويلې دې نه وي پاته چې د عيدي سوغاتونو لېږل د زوم د كورنۍ په اقتصادي وضع پورې اړه لري.

كه د دې خلكو اقتصادي حالت ښه وي، عيدي سوغاتونه او نور پوښونه او لگښتونه يې هم ښه وي او كه دا خلك بېوزلي وي؛ نو لگښتونه يې هم لږ او سوغاتونه يې د ارزانه بيو وي(144).
_____________________________________________________

[135]   د ښځې (مېرمنې) خور چې په دري ورته (خاشنه يا خياشنه) وايي.

[136]  د كلات او شاجوى د سيمو خلك د زوم لومړنى ماښامنۍ ډوډۍ (ماليده) بولي چې وردگ (ښيلى) ورته وايي. كله چې زوم د ماليدې لومړنى گوله پورته كړي؛ خواښې يا ښينه دا گوله ورځنې اخلي او پېغلې ته يې وروړي. دا خلك وايي چې د ماليدې غوړوالى او خوږوالى د ځوان او پېغلې د راتلونكي ژوند خوښي څرګڼدوي. په دې سيمه كې زوم د ماليدې په لوښي كې پيسې ږدي(د پښتنو دودونه، ص15).

[137]  د كندهار په كليو كې، د وردگو په شان ځينې ښځې د زوم او پېغلې د ليدو په لومړۍ شپه، هڅه كوي چې دوى په پټه وويني او يا يې خبرې واوري. له همدې امله د پېغلې مور او كه هغه نه وي مشره خور د كوټې وړې هېندارې په پردو يا د بالښتونو په اېښودلو پټوي چې څوك ور ونه گوري او يا د دوى خبرو ته غوږ ونه نيسي. ويل كېږي چې پـه كندهار كې ځنې ښځې هڅه كوي چې په دغسې كوټه كې پټې شي، د مثال په توگه د اوړو په كندو كې ننوزي. نوى زوم معمولاً ډېر ځير وي چې داسې (غل) ومومي. د كندهار د ارغنداب په سيمه كې د چغلبازى په دوهمه شپه د پېغلې نژدې خپلوانې او همزولې له زوم سره په داسې حال كې گوري چې پېغله هم حاضره وي. دا مهال بايد زوم د پېغلې لاس دومره ټينگ ونيسي چې هغه يې د خلاصولو وس ونه لري. دوى عقيده لري هرڅومره چې زوم پر پېغله غښتلى وي، هومره يې وقار او دروندوالى ډېرېږي(فولكلور مجله، 1353 – 4 -5 گڼه، 31 مخ).

[138]  د كلات او شاجوي په سيمو كې ماخستن مهال كه زوم خپلو ښينو ته د (ټيكري) په نامه پيسې وركړې، دوى ځي پېغله ورته راولي او دوى ويدې شي؛ خو كه پيسې ورنه كړې او يا پيسې لږ وي،  پېغله نه ورته راولي او چې كله دى ويده شو، دوى په پټه راځي او جامې يې له نهالى (توشك- دوشك) سره گنډي چې وځورېږي. د دې شپې په سهار له زوم سره مل سړى چې شپه يې په جومات يا مېلمستون كې تېره كړې وي ځي او زوم د خپلې خواښې په كور كې يوازې پرېږدي.    

بله شپه زوم د پېغلې د اكا مېلمه وي. له ډوډۍ وروسته كورواله د ميوې ډك يو ښكلى ورېښمين دسمال وركوي. زوم بيا د خپلې خواښې له كوره د خپل اكاخسر كور ته (ټيكرى) وراستوي او دا شپه له خپلې نجل سره تېروي. په درېيمه شپه زوم خپلې نجل ته د (پلو غوټې) په نامه يو څو پيسې وركوي او سهار خپل كور ته ځي. خواښې هم خپل زوم ته دسمال او مېوه وركوي. په دغه سهار د پېغلې مور هغه د پلوغوټې پيسې په ټول كلي وېشي(د پښتنو دودونه، ص14).

د كرمې ايجنسۍ د شعيه پښتنو زوم د خپل خسر كور ته يو- دوه ځلې ورتلې شي؛ خو له خپلې راتلونكې مېرمنې سره نه شي ليدلى او نه هلته شپه تېرولې شي. په كرمه كې كه كوم زوم وغواړي چې د خپل خسر كور ته ورشي، د يو- دوه سپين ږيرو په مشري خپل 4- 5 ملگري له ځانه سره اخلي او هلته ورځي. د دغه مېلمستيا ډوډۍ د پېغلې كورنۍ پخوي او دا خلك په ډېر درناوي بېرته رخصتوي (نعيم تورى).

د ننگرهار په ځينو سيمو كې زوم او پېغله د نامزادي په دوره كې يو له بل سره هېڅ نه گوري؛ خو په ځينو سيمو كې د زوم له پاره بېله كوټه ټاكل كېږي. . په دې سيمه كې زوم د برات په پنځلسمه، د مړو په شپه، دوولسمه، اخره چهارشنبه او عاشور كې د خپلې خواښې كور ته ورځي، له ځانه سره غوښه وړي او هلته پيسې اچوي. په ننگرهار كې د زوم له پاره په هره ډوډۍ كې حلوا هرومرو وي.

د خواښې كور ته د زوم ورتگ يا د چغلبازۍ دود په ټولو كوچيانو كې يو شان نه دى. په ځينو كې زوم خپله نجل كتلاى شي؛ خو په ځينو كې د خسر كور ته د زوم ورتگ رواج نه لري. البته پټه چغلبازي شته؛ خو داسې ليدل شوي چې زوم سپيو داړلى او يا د غله گومان پرې شوى او وېشتل شوي دي(پښتانه كوچيان،ص 137 مخ).

[139]  ناغه: ناغه جريمه ده چې د جرم په مقابل كې بايد د مجرم له خوا وركړ شي. په نرخ كې د جرايمو له پاره د ناغې حدود ټاكل شوي دي، ښكاره خبره ده چې د كوچنيو جرايمو ناغې هم وړې وي، لكه يو څوك له بل چا سره وعده خلافي كوي، هغه ورته وايي چې ناغه دركوم.

ناغه سړى خپله پړه مني او مقابل لوري ته ناغه (د مثال په توګه ډوډۍ) وركوي. د پښتنو په قبيلوي اصولو كې د ډېرو مواردو له پاره ناغې شته، كه چېرته جرم ډېر دروند وي او يا جرم نوې بڼه ولري؛ نو د نرخ چلوونكي يا مركچيان د ناغې په ټاكنه باندې جرگه جوړوي او پرېكړه كوي. د ناغې نه وركول بله ناغه غواړي. ناغه په عذر او د بښنې په غوښتلو سره معاف كېداى شي؛ خو خلك عذر د خپلې خېلخانې له پاره عيب بولي (د پښتنې قبيلو ، ص 271).

[140]  ننواتې: د بښنې د غوښتنې يو ځانگړى دود دى چې د ټولو پښتنو په قبيلوي تعاملاتو كې ډېر مهم ځاى لري. ننواتي په هره هغه پېښه كې چې پړه او ملامتي ولري، د تورن (متهم) له خوا زيانمن شوي لور ته كېږي. په پښتنو كې د قتل ننوانې ډېره درنه وي. په دې دود كې ښځې، ملايان او نور مشران د مقتول كور ته ورځي او له ځانه سره پسه يا پسونه بيايي. په ځينو پېښو كې خلك قاتل هم له ځانه سره بيايي په خوله كې واښه وركوي او په غاړه كې يې پټكى اچوي. د دې خبرې مانا دا ده چې دا مو د يوه بوده (څاروي) په شان ستاسو درشل ته راوستى، نور نو ستاسو خوښه چې بښي يې او كه وژني!

لوى استاد ارواښاد عبدالحى حبيبي ليكي چې ننواتې د پښتنو يو عنعنوي د عذر غوښتلو دود دى او د كلو – كلو دښمنۍ او عدواتونه په ننواتي له منځه وځي او داسې وي چې د يوه خورا لوى كار يا لوى خصومت د عذر او بښنې له پاره مغلوب يا مجرم سړى د خپل كلي يا كام (قوم) سپين ږيري او ستانه خپل مقابل ته ورلېږي(د پښتني قبيلو، ص 278-280).

په پښتنو كې ننواتې خپل ترتيب لري. په لويو او مهمو مسايلو كې چې مرگ ژوبله ډېره وي، په ننواتې كې سپين پټكيان (ملايان)، دوې سپين سري او يو قران عظيم الشان لازم دي. دا خلك لومړى د مقتول د كور سره يو پسه حلالوي، بيا د ننواتې نور مراتب پيل كېږي. په عادي مسايلو كې يوازې يو ملا يا څو سپين پټكيان په ننواتي ځي؛ خو پسه حلالول په ټولو لويو پېښو كې اړين كار دى. په كوچنيو پېښو كې يو ملا ځي او پسه هم نه بيايي؛ خو په لويو پېښو كې ننواتې والا ډېر پسونه بيايي او د مقتول د نژدې خپلوانو له كورونو سره يې جلا- جلا حلالوي.

په پښتو كې د عادي يا د وړو پېښو د ننواتې ترتيب داسې دى چې يو يا څو كسان د زيانمن شوى كس او يا د هغه چا كور ته ورځي چي يو څه ځنې غواړي، دى يا دوى هلته  كيني؛ خو هېڅ نه خوري او وايي چې تر هغو پورې چې د دوى غوښتنه نه وي منل شوي، دى يا دوى به د روژه تي په شانې ناست وي، نه به څه خوري او نه به څه څښي، ترهغه پورې چې عذر يا غوښتنه يې ومنل شي.

كله- كله چې امر ډېر مهم او د بښلو وړ نه وي؛ نو خپلې ښځې په ننواتي ورلېږي. دا ننواتې دومره اهميت لري چې پښتون مري؛ خو ننواتې نه كوي، مگر كه يې وكړه، نو د ده مقابل پښتون هم ضرور دا مني او دا د پښتنو له صفاتو څخه ده چې ننواتې به نه كوي او كه يې وكړي ها  مقابل يې هم ضرور مني.

كه د يو چا پر ناموس تېرى وشي او يا څوك د چا له ښځې سره نا مشروع اړيكې ولري، دا ننواتې نه لري. كه څوك د قتل ننواتې ونه مني، مانا يې دا ده چې هغه به په مناسب وخت كې خپل كسات اخلي. كه ننواتې ومنل شوه؛ نو د جرگې د پرېكړې له مخې دېت او ښځه يا ښځې (يو يا بل يا دواړه) وركوي او روغه كېږي. د ديت اندازه د سيمې په اصولو او يا د جرگې په پرېكړه پورې اړه لري. د تېرا پښتانه ديت (ساز) او وزير او كاكړ يې (نېك) بولي. پښتانه د ديت اخستلو ته په ښه سترگه نه گوري او داسې فكر كوي چې خپل مړى يې په پيسو خرڅ كړى دى!(د پښتني قبيلو، ص  140- 141)

[141]  د كلات د ناصرو، خروټيو او مياخېلو كوچيانو په دود كې زوم د خواښې كور ته د ورتگ هېڅ حق نه لري او كه چېرته د پټې په تلو ونيول شو، نو ښه پوره ډبول كېږي(د پښتنو دودونه، ص 105).

 په ځينو كوچيانو كې چغلبازي شته او زوم كولاى شي چې د كلي- كور د نرخ په مراعاتولو سره له خپلې نجل سره وگوري او شپې ورسره تېرې كړي. په وردگو او ټولو هغه پښتنو كې چې زوم له خپلې نجل سره كتلاى او شپې ورسره تېرولاى شي، كه چېرته پېغله د پلار په كور بلاربه يا حامله شوه درنه ناغه به مني او خسرخېلو ته په ولور سربېره يوه (سپين پايڅي) هم وركوي. وردگ داسې حمل ځان ته پېغور گڼي او زوم بايد ناغه وركړي.

 سپين پايڅې هغه پېغله ده چې بې له ډنگ و ډوله د مېړه كور ته بوتله شي يعنې د واده خرڅ او مصرف نه لري او دا د پېغلې د كورنۍ له پاره يوه اقتصادي مرسته  بلل كېږي. په كندها ركې اصطلاح ده چې پلاني خپله لور په سپينو پايڅو له كوره وويسته يا په پټه خوله واده كړه. سپين پايڅې ښځې ته د ميړه په كور هم په ښه سترگه نه كتل كېږي. د سپين پايڅې واك د هغه خوا وي چې دا ورودېږي او هغوى به له خپله مينځه ميړه ور ټاكي نه د سپين پايڅۍ پلار يا ورور! (د پښتني قبيلو، ص 172).

د ارواښاد استاد عطايي په قول د هغه زومانو نجل زياتره د پلار په كور حمل اخلي چې بېوسه وي او ژر خپله ښځه نه شي ناوې كولاى، يا هغه كسان چې مسافر وي او يا په بديو ككړ زومان دغسې سهوې كوي چې ښځې يې د پلار په كور حامله شي دا حمل ښځې ته د اوږدې مودې  پېغور بلل كېږي او امكان لري چې هر وخت كومه خپله يا پردۍ ښځه د غوسې په وخت كې پېغور وركړي چې ته هغه څوك يې چې د پلار په كور بلاربه شوې!؟

كندهاريان چغلبازۍ ته (گردونه)، (گردنۍ) او (بازۍ يا لوبې) وايي. كه څوك غواړي چې له واده څخه مخكې خپله نجل وويني؛ نو لومړى به د خپلو خسرخېلو (هوكړه) ترلاسه كوي. له دې وروسته د گردونو د شپې مېلمستيا جوړېږي. كه د پېغلې كورنۍ شتمنه وي دا مېلمستيا خپله جوړوي او كه نه لگښت يې له زوم څخه اخلي. د زوم كورنۍ په دغه وخت كې ناوې ته جامې هم استوي. د (گردونو) په شپه د زوم د پلو ښځې مازديگر او 5- 20 نارينه ماښام مهال د پېغلې كور ته ورځي او هتله ډوډۍ خوري. له ډوډۍ وروسته E نارينه ځي؛ خو زوم پاته كېږي چې د لومړي ځل له پاره د نورو ښځو په وړاندې له خپلې راتلونكې مېرمنې سره وويني او ځنې دودونه په ځاى كړي. په دغه دود كې ځوان او پېغله يو بل ته شربت ورڅښي، كيك يا ماليده خوري او په ښاري سيمو كې يو بل ته د سرو زرو گوتې ور په گوته كوي. د نورو ښاري سيمو په شان په دغه حلقوي گوتو باندې د زوم او ناوې يا د ځوان او پېغلې نومونه ليكل شوي وي. په بله ژبه د پېغلې په گوته د ځوان نوم او د ځوان په گوته د پېغلې نوم ليكل شوې وي. په ځينو كندهاري كورنيو كې پېغله په دې وخت كې خپله گوته  (چله) په لاس كې ټېنگه نيسي زوم بايد د پېغلې موټى په زور خلاص كړي او گوته ځنې واخلي.

زوم دا لومړى شپه له خپلې (نجل) سره تېروي او سهار ملا اذان له كوره وځي. كه چېرته داسې زوم شتمن وي، دوه- درې شپې نور هم د خپل خسر كور ته مېلمانه بيايي، ډوډۍ خوري، مجلسونه كوي، بيا نور نارينه ځي او زوم او يو- دوه ښځې هلته پاته كېږي او زوم شپه له خپلې (نجل) سره تېروي. په لومړيو دوو شپو كې كندهاري زوم سهار وختي خپل كور  ته ځي؛ خو په درېيمه روځ هملته پاته كېږي له خپلې نجل سره د سهار چاى خوري. د غرمې د ډوډۍ له پاره هملته پاته كېږي، په دې ډوډۍ كې د پېغلې د كورنۍ او څو كليوالې مشرانې ښځې هم مېلمنې وي؛ خو هغه جلا كيني او پېغله او ځوان جلا ډوډۍ خوري (د كندهار فولكلور، ص 22-23)

د لغمان خلك د ستنې دود ته (شيرين خوري) وايي. په دې دود كې د ځوان كورنۍ د پېغلې كور ته نقل. پتاسې، چاى او بوره، دسمالونه او نور اړين شيان لېږي. داسې ښكاري چې په لغمان كې زوم د ناستې (خوړه) يا ستن (شيريني خوري) له غونډو او (پايوازۍ) څخه وروسته د خپلو خسرخېلو كور ته تلاى شي او د چغلبازي حق لري. د لغمان خلك زومان په دريو ډلو ويشي: زوم، زومگى او چينگ داړى. زوم هغه چاته وايي چې خپلو خسر خېلو ته په تگ او راتگ او چغلبازيو كې د دواړو كورنيو عزت، وقار، درناوى او حيثيت ته په درنه سترگه گوري او خپل ځاى پېژني. هغه څوك چې په دې كار كې لږ سست وي هغه ته زومگى وايي او هغه چا ته چينگ داړى ويل كېږي چې په خپل قدر او ناسته پاسته نه پوهېږي او خپل حيثيت  د خلكو په وړاندې ټېټوي (په لغمان كې د واده دودونه، ص 18-19).

[142] كه د كوچيانو د خېښۍ په بهير كې له پښه خلاصي څخه مخكې يا وروسته كوم څوك مړ شي، نو د مقابل لوري ښځې او نارينه د پسه، وريجو او اوړو سره د مړي كور ته ورځي او ځان د هغه په غم كې شريك بولي. كوچيان دغه ناستې ته (شل) او د مقر او شاجوي خلك يې (ويروسې) بولي (پښتانه كوچيان، ص 137).

كه په تڼيو او خوست كې د ژڼي په كور كې كوم څوك مړ شي او يا كومه بله غټه پېښه وشي. د پېغلې د كورنۍ مشرانې ښځه او نارينه له پسونو سره هلته ورځي. كه مړى ډېر دروند وي، كېداى شي چې دا خلك دغه ناواده شوې پېغله هم له ځانه سره بوزي چې هلته په دې وير كې گډون وكړي. په تڼيو او خوست كې داسې مثالونه هم پخوا ليدل شوي چې دې خلكو د وير د ستروالي په وجه دا پېغله هملته پرېښې  او بېرته يې نه ده بيولې. په داسې مواردو كې به د ولور او پور پاته حسابونه وروسته د دواړوو كورنيو تر مينځ خلاصېدل او بل واده به نه جوړېده (د تڼيو، ص 35).

[143]  د لغمان خلك د پښه خلاصۍ مېلمستيا ته (پايوازي) وايي. په لغمان كې له شريني خوري يا خوړې څخه وروسته، په مناسبو وختونو كې دواړې كورنۍ يو بل ته مېلمستياوې جوړوي. يو بل ته په دسترخوان كې پيسې ږدي او هدف دا وي چې يو له بل سره ښه وپېژني. په هغه مېلمستيا كې چې د پېغلې په كور كې جوړېږي او د زوم خپلوان هلته ورځي، د زوم مور، خويندې، ترورگانې او نورې خپلوانې پېغلې ته سوغاتونه وركوي(په لغمان كې د واده دودونه، ص16).

په پكتياوالو كې هم د دې مېلمستياوو دود شته او دواړه خېښې كورنۍ يو بل ته حد اقل يو ځل ډوډۍ پخوي (ولسي پوهه، ص 20- 21).

د كنړ په پيچدره كې له (هوكې) وروسته، په يوه مناسب وخت كې د ځوان كورنۍ مېلمستيا جوړوي او د جنۍ د كور او خپلوانو يو څو كسه ښځې او نارينه ورته راغواړي. بيا د جنۍ كورنۍ مېلمستا كوي چې د ځوان د كورنۍ خلك ورځي. په دې تگ كې چې (پښه ارتى يا كوره كاونه) نومېږي زوم خپله هم گډون كوي. په پېچدره كې جنۍ تر دېره وخته له خپل مېړه څخه مخ پټوي. كتابونه ليكي چې دا كوم شرعي امر نه دى؛ خو شرم او حيا باله شي. (د پېچدرې، ص 86).

[144]  په اپرېديو كې اختري شته او د ځوان كورنۍ په ټولو هغه اخترونو كې د پېغلې كور ته اختري صندك استوي چې دا د پلار په كور ناسته وي. په دې صندك (صندوق) كې د پېغلې له پاره جامې، چپړې (څپلكې، بوټونه)، زړوكى(پوړنى). د سينگار شيان او نكريزې لېږي. په دې صندك كې د پېغلې د خپلوانو ښځو يا نارينه ؤ له پاره سوغاتونه نه وي؛ خو په واده كې 20- 40 جوړې جامې په پام كې نيول كېږي(حاجي تاج محمد شينوارى).

د صوابۍ په يوسفزيو پښتنو كې اختري او شوقدر(شب قدر- ښه شپه) دواړه شته. په دې دود كې د زوم كورنۍ د پېغلې كور ته د سوغاتونو صندك لېږي(فيصل فاران).

د كونړ ولايت د سركاڼيو زوم د اختر په روځ له خپلو ملگرو سره د خپل خسر كور ته ځي، چې هلته تر ډوډۍ وروسته په دسترخوان لږ_ لږ پيسې ږدي او زوم د خپلې نجل همزولو ته د (ټال) په نامه اختري پيسې وركوي (فولكلور مجله، 1353، 5 گڼه، 41- 47 مخ).

د كنړ په پېچدره كې د ځوان كورنۍ په هر اختر كې  د جنۍ  كور ته د اختر جوړه استوي. پخوا په په دغه جوړه كې يوه جوړه جامې، زړوكى او بوټان څپلۍ په يوه دسمال كې د جنۍ كور ته استول كېدل؛ خو اوس دا كار لږ دروند شوى، شتمن خلك د چم گاونډ يوه ډله ښځې غونډې كړي او لوى- لوى بكسونه په سر وركېږدي چې په ساز او بدلو يې د جنۍ كور ته وروړي (د پېچدرې … ص 87).

د لغمان خلك (اختري) يا (عيدي) ته (اختر ناري) وايي. په دې دود كې په هر اختر كې د زوم كورنۍ د پېغلې كور ته معمولاً درې- څلور منه وريجې، چرگان يا فيل مرغان، خوږه، د پېغلې له پاره يو- دوه جوړه جامې، نكريزې، د سينگار شيان او كپړ (اټال) لېږي. د شتمنو كورنيو د موادو اندازه ډېره وي او كېداى شي چې د چرگانو په ځاى پسه يا وزگوړي واخلي. دا شيان معمولاً ډم د پېغلې كور ته وړي. كه د شيانو اندازه لږ وي، ډم يې په شا وړي او كه شيان ډېر وي په خره باندې يې لېږي. د پېغلې كورنۍ ډم ته د (ډمانې) په نامه يو څه پيسې وركوي.

د اختر كپړ(اټال) له كټ بون څخه جوړېږي او د اوبدلو په وخت كې ځنې شنې او سرې ښكلې ريښكې هم ټومبي. كليوال له دې كپړ څخه ټال اچوي چې د كلي نجونې او هلكان لوى او واړه پكې زانگي.

په لغمان كې د اختر ناري ډوډۍ د اختر په لومړي يا دويمه روځ د پېغلې په كور كې پخېږي. دغه ډوډۍ ته د پېغلې او زوم د كورنيو مشران بلل كېږي. له ډوډۍ وروسته د زوم پلار په دسترخوان كې يو موټى پيسې ږدي او كورواله مېلمنو ته په ښايسته دسمالونو كې دوه- دوه اېشول شوې هگۍ وركوي. په دې سربېره ځينو مشرانو ته نور سوغاتونه هم E وي چې د تمباكو گلابتوني كڅوړې پكې د ډېرې يادونې وړ دي. دا كڅوړې يوازې هغه كسانو ته وركول كېږي چې چلم څكوي.

په لغمان كې په اخترونو كې د پېغلې او زوم كورواله يو د بل كورونو ته ځي او اختر مباركوي. دا مشران معمولاً د كورنيو كشرانو او ماشومانو ته پيسې وركوي. زوم په دې تگ كې خپلو ښينو، اوښو او خواښې ته يو موټى پيسې وركوي او د زوم مور او پلار خپلې نږور ته (عيدي) وركوي.

په لغمان كې د زوم كورنۍ په اخترونو سربېره په كال كې يو- دوه ځلې (جوړه) استوي. په جوړه كې د پېغلې له پاره جامې او د سينگار شيان اېښودل كېږي. (جوړه ) څو نجونې او ښځې له ساز يا چمبو (چمبه – دايره، دريا) سره د پېغلې كور ته وړي. ښاغلى عبدالجبار نادر ليكي چې جوړه حتمي نه ده؛ خو د زوم كورنۍ ځان مكلف بولي چې دا دود په ځاى كړي او كه نه پېغلې او حتى دواړه كورنيو ته پېغور جوړېږي.

په لغمان كې (برات ناري) هم شته او تقريباً اختر ناري ته ورته دى چې د كورنيو له اقتصادي وس سره سم لمانځل كېږي. د برات ناري د چرگانو يا فيل مرغانو په پښو او وزرو كې ښكلې ټوتې ځوړندوي چې ښايسته ښكاره شي او كه د زوم كورنۍ اقتصاد ښه وي د پېغلې كورنۍ ته له نورو شيانو سره پسه يا وزگوړي لېږي چې په غاړه او وژغونو كې يې ورته رنگارنگ ټوټې ټومبل كېږي.

په لغمان كې د زوم كورنۍ د خپلو نويو خېښانو كور ته د كال تازه مېوه يا تركاري هم لېږي د مثال په توگه د لوكاټو، زردآلو يا انگورو ټوكرۍ يا كجاوې چې د پاسه د مېوو پاڼې پرې اېښې وي او بيا سره او شنه شالونه پرې غوړېدلي وي او ډمان يې د پېغلې كور ته وړي. په تركاري كې بادرنگ د يادولو وړ دي. د پېغلې كورنۍ بيا يو څه مېوه ځان  ته ساتي او نوره مېوه يا بادرنگ د كلي په كورونو وېشي. دوى همدا شان ډم ته د (ډمانې) پيسې وركوي او د زوم كور ته سوغات (جوړ شوى دسترخوان، د جامو ټوټه يا ورته كوم بل شى) استوي (په لغمان كې د واده دودونه، ص30-32).

كندهاريان له واده څخه مخكې په بېلابېلو وختونو (اخترونه، پنځلسۍ او داسې نور) كې د پېغلې كور ته جوړه (جامې، موچڼې يا بوټونه، جرابې، نكريزې، د سينگار شيان…) يا (خنچه) استوي. كندهاري كورنۍ ښې جوړې ته د قدر په سترگه گوري، په وياړي او د بېرته تگ په وخت كې يو دسمال هغه ښحې ته وركوي چې خنچه يې وروړي وي او هم په هغه پتنوس كې سوغات اېږدي چې د خنچې په دود كې خواړه په كې وروړل شوي وي. په كندهار كې د زوم كورنۍ د ژمي په يوه مناسب وخت كې د پېغلې كورته څو مجمعې فالوده لېږي. د پېغلې كورنۍ يا خپل كليوال او خپلوان د دې فالودې خوړلو ته راوبولي او يا فالوده د دوى په كورونو وېشي. كندهاريان د ناوۍ كور ته د فصل په وخت كې تازه مېوې او د لومړي روژې په لومړي ماښام د روژه ماتي ډوډۍ هم لېږي چې په خپلوانو وېشل كېږي.

د وردگو د واده دود او بدلې | ٧ برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب