دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Home+وطني ښکلا | زهير سپېڅلی

وطني ښکلا | زهير سپېڅلی

چي د وطن د يوې سيمي حتا د يوې ولسوالۍ طبيعي ښکلا او ښايست وګورې؛ دا فکر به کوې، چي د ټول افغان وطن به څومره او څنګه ښايستونه وي؟!!

افسوس په دې دی، چي
موږ ولي د دې طبيعي ښکلاګانو قدر و نه کړ؟!
ولي مو  د خدای د دې راکړي پېرزوينو شکر ادا نه کړ؟
موږ ولي د دغو ښايستونو ساتنه او پالنه نه کوو؟!!
موږ ولي دا ښکلاګاني د ځان نه کړئ؟!!
موږ ولي دا جنتي وطن ځان ته دوږخ کړی دی؛ چي هره شېبه د بدمرغي جګړې په لمبو کي سوځو؟!
موږ ولي په دومره طبيعي ښايستونو او رنګونو کي ناکراره او بدرنګه ژوند تېروو؟!!
نړۍ په مصنوعي او پلاستيکي ښکلاوو خپل هيوادونه رنګين او حسين کړي دي؛ خو موږ بې هنره ملت په قدرتي او طبيعي ښايستونو کي بدرنګه ګرځو؟
له جنت- جنت وطنه مو دوږخ جوړ کړی دی، لکه خس او خاشاک پکي سوځو.
خوشبوداره فضا مو د جګړو په باروتو او لوګيو ځان او بل ته زهر- زهر کړې ده.
خلکو توري صحراوي، سرې او وچي دښتي ځان او جهان ته ګل ګلزار کړي دي.
نړۍ وچي ځمکي ځنګلونه کړل؛ موږ بدبختو ځنګلونه وهل، ملي شتمني مو لوټ کړه او طبيعت مو بدرنګه کړ.
موږ بې هنرو سره که هنر او احساس وای؛ له عقل او پوهي مو کار اخيستای، نن به د سيند پر غاړه له تندي نه مړه کېدو!!
نن به په کنډ و کپر لارو نه تللای.
د يو ساعت مزل به مو په ساعتونو- ساعتونو نه کولای.
هره لار به مو حسينه او رنګينه وای.
موږ که د خپل وطن د طبيعي شتمنيو قدر کړی وای؛ نن به مو سوکاله، هوسا او د نورو له احتياجۍ ازاد ژوند کولای.
نن به په تيارو کي پاته نه وای او د ګاونډيانو متزلزلي برېښنا ته به ناست نه وو.
په ماړه وطن کي به نهر نه وو او نه به له بدي ورځي په پرديو وطنونو کي پرديو مزدريو خوړو.
په اوبه- اوبه او چينه- چينه  وطن کي به تندي اخيستي او تش جامونه  نه ګرځېدو.
د نوري نړۍ انسانان او حتا ژوي بغير د يو و بل له وېري د طبيعت په غېږ کي په سمسور چاپېريال او مينه ناکه فضا کي ډاډه ژوند کوي او بېغمه ګرځي راګرځي.
د طبيعت له پېرزوينو خوند اخلي او ژوند ئې جنت کړی دی.
موږ ته راشئ،
اشرف المخلوقات هم يو، خو يو و بل خورو.
د يو و بل له وېري ناارامه ګرځو.
د يو و بل له ډاره چېرته تللای نشو.
وېره مو حاکمه کړې ده او ډار مو نه پرېږدي.
خپله جنتي خاوره مو دوږخي کړې ده.
فضا مو لمبه- لمبه ده
او
موسمونه مو انګار- انګار دي.
«ای خدايه عقل را، ای خدايه پوهه را»

1 COMMENT

  1. له جنت- جنت وطنه مو دوږخ جوړ کړی دی، لکه خس او خاشاک پکي سوځو
    خپله جنتي خاوره مو دوږخي کړې ده
    دوګخ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب