جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد هیله لري چې نړیوال به سږ کال د طالبانو حکومت په...

مجاهد هیله لري چې نړیوال به سږ کال د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

تاند (یکشنبه، د جدې ۱۷ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي، په روان میلادي کال کې هیله شته چې د افغانستان اوسنی حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

ده زیاته کړه، امارت هڅه کوي چې له هیوادونو سره د تعامل په لاره کې خنډونه لېرې کړي.

ښاغلي مجاهد په عین حال کې وویل:«دا یو طرفه سړک نه دی او نه شي کېدای چې له یوه لوري ورته وکتل شي، ځینې سازمانونه او هیوادونه خنډ پېښوي، هغوی هم باید انعطاف وښيي.»

د طالبانو ویندوی په داسې حال کې هیله ښيي چې د نړۍ نور هیوادونه به د دوی د حکومت په رسمیت پېژندلو کې خپل دریځونه نرم کړي چې د طالبانو حکومت هر څه موده وروسته داسې اقدامات کوي چې د نړیوالې ټولنې د پارونې سبب کېږي.

طالبانو نه یوازې نجونې او ښځې له زده کړو او کاره منع کړي، بلکې د ښځو د ټولنیزو فعالیتونو د محدودولو  لپاره یې لسګونه فرمانونه صادر کړي. په درسته نړۍ کې افغان ښځې د ټولې کُرې تر ټولو مظلومې ښځې ښکاري او له همدې کبله د سویس په شان یو شمېر هیوادونو اعلان کړی چې افغان ښځو ته بې پوښتنې پناه ورکوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...