دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeسپورتهند د افغانستان په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

هند د افغانستان په وړاندې خپله لوبډله اعلان کړه

د هندوستان کرکټ بورډ ادارې د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په ۷مه نېټه په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه. 

ټاکل شوې چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل او په ۱۷مه نېټه پای ته ورسیږي. 

د یادو سیالیو لپاره د جنورۍ په ۶مه نېټه افغانستان د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۹ـ کسیزه لوبدله اعلان کړه. 

هندي کرکټ بورډ هم دې سیالیو ته خپل اکثره مخکښ لوبغاړي هم غوره کړي دي. 

د هند په اعلان شوې لوبډله کې روحیت شرما(لوبډلمشر)، ویرات کولي، شبمن ګیل، یشسوي جایسوال، تیلک وارما، سنجو سامسون، اکشرپټیل، رینکو سینګ، جتیش شرما، شیوام ډوبي، واشنګټن سوندر، روي بیشنوی، کولدیپ یادو، ارشدیپ سینګ، اوېش خان او مکیش کومار شامل دي. 

افغان کرکټ بورډ وویل چې لوبډله یې د یکشنبې په ورځ د هندوستان موهالي ښار ته رسېدلې ده. 

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ به په موهالي، دویمه به په ایندور او درېیمه به په بنګلور ښار کې ترسره شي. 

د ویلو ده چې دواړه ملکونه په لومړي ځل د کرکټ لوبلړۍ لوبوي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب