دوشنبه, نوومبر 11, 2024
Home+د نورستان اسطورې، اتمه برخه

د نورستان اسطورې، اتمه برخه

د يويي جهيل د رب النوع اسطوره

لیکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

له اسلام څخه وړاندې نورستانيانو دا باور درلود چې سور (جهيلونه) د ارباب الانواعو او د زورورو جنياتو د اوسېدلو ځای دی. خلک له جهيلونو څخه ډاريدل، هر جهيل له ځان سره لویه کيسه درلوده. يويي د دې ډول جهيلونو څخه يو دی چې د کانتيوا په لرې پرته سیمه کې موقعیت لري، دغه ځای د غرونو په منځ کې دی. په دې ځای کې د يويي جهيل يا د دې جهيل د اوسيدونکي اسطوره راوړم، چې په ۱۳۹۶/۸/۱۳ کال کې مې د کانتيوا د کلي له يو اوسيدونکي څخه په کابل کې ثبت کړې ده. له اسلام څخه وړاندې زمانه کې د کانتيوا د اوسيدونکو تر منځ يو دود شتون درلود چې د قهر يا غصې په وخت کې او يا د يويي جهيل د رب النوع د خوشحاله ساتلو لپاره به يې هر کال يوه ځوانه نجلي یاد جهيل ته د قرباني په ډول وړله او هلته یې اچوله، د هغې د منلو او يا نه منلو لپاره د جهيل له لوري اواز کېده.

يوه ورځ د يوې ځوانې نجلۍ وار را ورسيده چې له يوه سپين ږيري پلار پرته يې نور هېڅ نه درلودل، يوه ورځ يې سپين ږيري پلار خپل لور ته مخ واړوه او ورته يې وويل: لورې! له دې وړاندې چې خلک تا د قرباني ځای ته يوسي، راځه زه او ته به په ګډه هلته ولاړ شو چې زما او ستا د ژوند وروستۍ لحظې د يويي جهيل تر څنګ تېرې کړو تر هغې چې ستا د قربانۍ وخت را ورسېږي.

دواړه د خپګان، غم او جدايي په فکر روان شول، ولاړل ترڅو د جهيل څنګ ته ورسېدل. سپين ږيري پلار يې نور د ودريدو تاب نه درلود، نو ځمکه په ځمکه وغځيده.

لور يې وويل: پلاره! اجازه راکړه چې ستا په ږيره کې خزندې(سپږې) ولټوم.

سپين ږيري پلار وويل: سمه ده لورې راشه.

پلار يې سترګې پټې کړې او د ژوند په فکر کې شو چې د خپلې يواځينۍ خوږې لور او ملګرې پرته به پاتې ژوند ته به څنګه دوام ورکوي.

لور د پلار د ږيرې د لټولو سربېره، د هغې جدايي درد چې خامخا به ورسره مخ کېده ورو ورو په ژړا کړه او اوښکې يې توی شوې، نجلۍ کوښښ کاوه تر څو يې پلار له غم څخه خبر نشي، خو د اوښکو يو څاڅکی يې د پلار پر مخ ولويده.

پلار خپلې سترګې خلاصې کړې او ويې ويل: لورې! خپه يې چې د رب النوع لپاره قرباني کېږې؟

لور يې ځواب ورکړ: له تا بېلتون راته تر قرباني کېدو ډیر سخت دی.

پلار يې بې اختياره له ځايه پورته شو او د جهيل په لور ولاړ. په خپګان يې يوه ستره چيغه ووهله او ويې ويل: ای د جهيل اوسيدونکيه! پرېږده چې د خپلې يوازينۍ لور پر ځای درته اتلس يو کلن نر وزې قرباني کړم.

له جهيل څخه غږ پورته شو چې قبول دی.

پلار او لور له يوې دنيا خوښۍ سره بېرته د کانتيوال کلي ته ولاړل، سپين ږيري سړي د کلي خلکو ته اعلان وکړ چې د يويي جهيل رب النوع منلې چې د لور پر ځای يې اتلس نر وزې ورته قرباني شي.

خلکو د شخص په خبرو باور ونه کړ او ټول د جهيل په لور ولاړل چې د سپين ږيري سړي ادعا ځان ته څرګند کړي، د کلي خلکو جهيل ته غږ وکړ چې آيا د سپين ږيري خبره رښتيا ده چې تا يې د لور د قربانۍ پر ځای اتلس نر وزې د قربانۍ لپاره منلي دي؟

له جهيل څخه غږ راغی چې هو!

ټول په خوښۍ سره بېرته کلي ته ولاړل.

سپين ږيري سړي د خپلې لور د قربانۍ پر ځان اتلس يو کلن نر وزې قرباني کړې، له هغې څخه وروسته د کانتيوا د کلي خلکو هر کال د پيغلې نجلۍ پر ځای اتلس يو کلن نر وزې د يويي جهيل د رب النوع د خوشحاله ساتلو لپاره قرباني کول.

تبصره: له اسلام څخه وړاندې د نورستان خلکو جهيلونه د ناپېژندل شویو ارباب النوعو او د زورورو جنياتو د اوسېدو ځای باله. په يوې پېژندنې کې راغلي دي چې جهيلونه او د هغوی په منځ کې ټول خيالي ځواکمن اوسيدونکي يو زورور بلا ګڼل کېده. له اسلام څخه وړاندې په نورستان کې جهيلونه تابو وو او د هغې تخيلي بلا له امله چې خلکو فکر کاوه چې په جهيل کې ژوند کوي، جهيل ته له تګ څخه ډ ډه کوله. خلکو فکر کاوه که دوی جهيل ته نژدې شي، د جهيل د اوسيدونکي لخوا (چې تر اوسه يې د هغې د پيژندلو لپاره کوم تعریف نه درلود) له ځاني او مالي خطر سره به مخ شي.

د نورستان اسطورې، اوومه برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب