شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د نورستان اسطورې، اوومه برخه

د نورستان اسطورې، اوومه برخه

ليکوال: سمیع الله تازه

ژباړن: سید اصغر هاشمي

د پخواني نورستان يوه اسطوره: د لمر د مور مړينه

په يوې کورنۍ کې اووه ورونو او يوې خور ژوند کاوه، خور يې چې يوه ورځ يې څاروي (پسونه) اوبو څښلو ته وړي وو، پام يې شو چې يو پسه اوبه نه څښي، نجلۍ خپه شوه او دې ته په تشویش شو چې پسه ولې اوبه نه څښي؟ په دې وخت کې لمر ښکاره شو او له نجلۍ يې وپوښتل ولې تشویش کوې؟

نجلۍ وويل: له پسونو څخه يو اوبه نه څښي او همدې خبرې په تشويش کې يم.

لمر وويل: ته مه پريشانه کېږه، زه يې دليل درته وايم، پسه ځکه اوبه نه څښي چې په اوبو کې يې چاړه (چاقو) ليدلی دی، کور ته ستا له تللو وروسته دا پسه (ذبحه) حلالوي او تا دې يو ورور ته په نکاح کوي.

نجلۍ له لمر څخه غوښتنه وکړه چې هغه له ځان سره کور ته يوسي.

لمر وويل: زما مور ډېره ظالمه ده، ته له هغه سره ګزاره نشې کولای، خو نجلۍ غوښتل چې له لمر سره لاړه شي، لمر ومنله، هغه يې له ځان سره بوتله او له هغې سره يې واده وکړ.

د لمر مور يوه ظالمه خواښې وه، يوه ورځ يې خپلې اينګور ته يو سپين ګلم ورکړ او ورته يې وويل چې هغه تور کړي او بېرته يې راوړي.

نجلۍ ګلم واخيست، د لمر څنګ ته لاړه او کيسه يې ورته وکړه، لمر سپين ګلم تور کړ او خپلې مېرمنې ته يې ورکړ چې د لمر مور ته یې يوسي.

د لمر مور دا وار تور ګلم خپلې ناوې ته ورکړ او ورته يې وويل: دا ګلم بېرته سپين کړه او را يې وړه، نجلۍ لمر ته ولاړه او کيسه يې ورته وکړه، لمر دا ځل تور ګلم سپين کړ، خپلې مېرمنې ته يې ورکړ چې خپلې خواښې ته یې يوسي.

له ورځو څخه يو ورځ د لمر مور د غنمو يوه بوجۍ خپلې ناوې ته ورکړه چې هغه په غره کې چپه کړي او بېرته راشي، د لمر مېرمنې د خواښې امر پر ځای کړ او بېرته راغله؛ د لمر مور خپلې ناوي تا امر وکړ چې هغه غنم دانه دانه له غره راټول کړي او بېرته يې راوړي. د لمر مېرمنه لمر ته راغله او کيسه يې ورته بیان کړه. لمر له غره څخه د غنمو دانې ټولې کړې خپلې مېرمنې ته يې ورکړه؛ چې يې د لمر مور ته يوسي.

يوه ورځ د لمر مور خپلې ناوې ته وويل چې په سر کې يې سپږې ولټوي، خو امر يې وکړ چې يوازې دې د سر ښي طرف ولټوي او د سر د چپ طرف سره کار ونه لري، د لمر مېرمنې د خواښې د امر خلاف د کنجکاوۍ له مخې د خپلې خواښې د سر چپ طرف هم ولټوه، د خواښې د سر د لټولو پر مهال يې پلار، مور، ورونه، ورځني ژوند او د پلار کورنۍ ياده شوه او له سترګو يې اوښکې روانې شوې، د اوښکو یو څاڅکی د لمر د مور په لاس ولويد او د لمر مور نيوکه وکړه چې ولې يې د امر خلاف د دې د سر چپ طرف لټولی دی.

د لمر مېرمنې له خپلې خواښې غوښتنه وکړه چې دې ته اجازه ورکړي چې د پلار د کورنۍ ليدلو ته لاړه شي او وعده يې وکړه چې ډير زر به بېرته راشي.

د لمر مور په دې شرط اجازه ورکړه چې که په درې ورځو کې بېرته رانشـي، نو د پلار کور به يې په تېږو وويشتل شي.

د لمر مېرمن د خپل خاوند خوا ته ورغله او له هغه يې وپوښتل چې د پلار له کوره ورته څه شی ډالۍ راوړي؟

لمر وويل: د پلار له کوره دې يو لړم او دوه زر پښې لرونکي راوړه.

د لمر مېرمن په درې ورځو کې د لمر کور ته رانغله، نو د خپل خسر کور يې په تېږو وويشت (سنګ باران) يې کړ.

د نجلۍ کورنۍ هيله کوله چې د دوې د کور ويشتل دې ودروي د دوی ناوی به راشي.

د لمر مېرمنې چې د وعدې پر بنسټ لړم او زر پښې له ځان سره د تحفې په شکل د لمر کور ته وړي، له لمر څخه يې وپوښتل چې هغه چېرته کېږدي؟

لمر ځواب ورکړ: چې هغه په خُم کې کېږدي. د لمر مېرمنې همدا کار تر سره کوي.

لمر خپلې مېرمنې ته وويل: کله چې مې مور د ډالۍ پوښتنه وکړه، نو ورته ووايه چې ډالۍ مې په خُم ايښی دی.

د لمر مور له خپلې ناوې څخه پوښتنه وکړه چې د خپل پلار له کوره يې څه راوړي؟

ناوې وويل: څه چې مې راوړي دي په خُم کې مې ايښي دي او ته کولای شی ويې ګورې.

کله چې د لمر مور په خُم کې لاس داخل کړ؛ نو لړم د هغې لاس وچيچه تر دې چې د لمر مور د زنکدن حالات ته ولاړه.

خلکو وپوښتل چې په تا څه شوي دي؟ د لمر مور وويل: زه د ناوې مکر نه د زور مکر چېچلې يم او له هماغه وخته دا متل دی، چې:

وُۋ به ډېن بېست نۍ؛ پؤتر به ډېن بېست.

ژباړه: د ناوې مکر نه، د زوی مکر عام شوی دی.

۱. اشه وټلا: يوه اصطلاح ده چې تحت الفظي مانا يې باران ژاله يا تېږې ته کارول کېږي، خو په اصطلاح کې د ږلۍ شديد اورښت ته ويل کېږي. دا کلمه په اصطلاح کې د چټکتيا قهر او عصبانيت په وخت کې کارول کېږي.

۲. اۉپه شَوړه: د دې کلمې لغوي مانا لړم يا زر پښې دي، خو په اصطلاح کې يو جنجالي او مزاحمت کوونکي عنصر ته کارول کېږي.

له اسلام څخه مخکې د نورستان په فرهنګ او اسطورو کې د آس یادونه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب