(۶ برخه)
لیکوال: سمیع الله تازه
ژباړن: سید اصغر هاشمي
له اسلام څخه مخکې د نورستان په اساطیرو کې اس هغه ځواکن، ارزښتمند او د یادونې وړ حیوان دی چې د ارباب النواعو د خوښې وړ و او ټولو خلکو خوښاوه. په اساطیرو کې ډېر ارباب النواع پر اس سواره شوي دي او په دې برخه کې ډېرې اساطیري کیسې او نکلونه شته.
د نورستان ارباب النواعو به پر اس سورلۍ کوله او ډېرې خارق العاده کړنې به یې پرې تر سره کولې. د نورستان په فرهنګ کې ځینو خلکو د خپلو پخوانیو نیکونو مجسمې د عزت لپاره پر اس باندې له یو ځای څخه بل ځای ته وړلې. نورستان یو غرنی ځای دی چې د اس سورلۍ پکې ډېره نشي تر سره کېدای، خو بیا هم په اساطیرو او خیالي موضوعاتو کې اس یو اشنا حیوان دی او په ډېرو اسطورو کې یې یادونه شوې ده.
د نورستان د خلکو په افکارو، عقایدو او فرهنګ کې اس پخوانۍ رېښه لري، د نورستان په ولایت کې اسونو نشته، نو له همدې امله د خلکو په ذهنونو کې ځینې پوښتنې پیدا کېږي او ځینې داسې باور لري چې ولې د نورستان په اسطورو کې د اس یادونه شوې ده، خو اسونه پکې نشته؟ د همدغې پوښتنې په ځواب کې به داسې ووایم، چې:
د نورستان جغرافیوي شرایط ښيي چې له اسونو څخه استفاده پکې نه کېږي او د اسونو د ساتلو لپاره ځینې ستونزې لري، خو دا چې آس ولې د دغې جغرافيي د ارباب النواعو لپاره مناسب او ارزښتمند حیوان دی؟ او د مشرانو لپاره یو ښه حیوان دی، باید د دې رېښه وسپړل شي، نو ځکه اړتیا لیدل کېږي چې تېر ته لاړ شو او هلته یې وڅېړو.
په اریایانو کې د اس درلودل او پر اس سورلۍ عادي موضوع وه او باختریانو به د امو سیند پر غاړه د هندوکش په شمال کې اسونه درلودل او د اسونو لويي ډلې او ګلې به موجودې وې. د اریایانو پخوانۍ ټولنې او فرهنګ یو ترکیبي لغت یې د (آریا سپه) په نوم درلود چې له (آریا) او (آس) څخه ترکیب شوی دی، د دې کلمې لغوي مانا (هغه آریایان چې آسونه لري او آسونه ساتي) دی. په اصطلاح کې دغه ترکیبي کلمه د آریانا آس درلودونکي او پر آس باندې سورلۍ کوونکي په مانا ژباړل شوې ده.
له نورو قومونو سره د اریایانو یو توپیر همدغه آس او د آسونو روزل دي. د ویدي عصر اریایانو اسونه درلودل، د اسونو سورلۍ، د اسونو ځغلول او هغه سورلۍ چې اسونو یې د کش کولو دنده تر سره کوله (ګاډۍ) سره یې مینه درلوده.
د اوستا په دوره کې اریایانو د اسونو سورلۍ کوله، لویو کورنیو د اسونو لويي ډلې او ګلې درلودې او هر یو د خپلو اسونو د روزنې په برخه کې د یادونې وړ وو او د اسونو د روزنې په برخه کې په ښه نوم یادېدل، د بېلګې په ډول ګرشاسپه (د ډنګرو اسونو خاوند)، اروت سپه د (د مستو او یاغي اسونو خاوند)، ارجت سپه (د قیمتي اسونو خاوند) او داسې نور د یادونې وړ دي.
د نورستان د ادبیاتو په تاریخ کې د اسونو خاوندان او پر اسونو باندې سورلۍ کوونکي د ټولنې مشران او نامتو خلک وو، له اسونو او د اسونو له سورلۍ څخه د جنګ په میدان کې ګټه اخیستل کېده، په اوستا کې اریایانو اسونه درلودل او په دوی کې لویو کورنیو به د اسونو ډلې درلودې او د اسونو د ډلو (ګلو) په وسیله لويي او مخورې کورنۍ پېژندل کېدې، په دوی کې د بلخ اسونو ډېر شهرت درلود.
د اریایانو په ټولنیز تحول سره د اسونو ساتل او اهلي کول د سیر دریا او د امو سیند په خواوو کې پیل شو، د هوښیارۍ مفهوم د اريايي کلمې له اس سره د باختري ټولنې او فرهنګ یوه برخه وګرځېده.
پورتنۍ بېلګې څرګندوي چې ځینو شاهانو او اریايي لویو خلکو په افتخار سره ځانونه د اسونو خاوندان معرفي کول او اسونه یې درلودل. په رواني توګه اریایانو په جنګونو کې د اسونو درلودل او په جنګونو کې له اسونو څخه ګټه اخیستل پیاوړي کول، دوی په جنګونو کې اسونه ځغلول او په نظامي او ټولنیز ډول رهبرانو او نامتو جنګیالیو له اسونو څخه ګټه اخیسته او اسونو له دوی سره مرسته کوله، دوی به خپل اسونه د ارباب النواعو په خدمت کې کارول او د دوی خدمت به یې کاوه. د ریګویدا په یو سرود کې داسې راغلي دي:
ای اندر! ستا په ملګرو کې ځینې کسان اسونه لري، د اسونو ګاډۍ لري او سرمايې لري، په روښانه مجلس کې داخلېږي.
په یو بل سرود کې د اندر په اړه داسې راغلي دي:
ای اندرا! زموږ په مرسته له لرې ځای څخه د اس د ښکلې سورلې په وسیله راشه او دغه سوما وڅښه.
په یو بل ځای کې داسې راغلي دي:
ای اسوینونو asvins (اسوینونه سهارني ستوري ته وايي چې اریایان یې د اس سورېدونکو په مانا کاروي) په خپلو ګاډیو کې کښینۍ، جنګي وسایل له ځان سره واخلئ او پکې سواره شئ. خپلو طلايي ځایونو کې ځای شئ، تاسو هغه کسان هستئ چې مال او دولت لرئ، له همدې امله په اریايي متونو کې په ځانګړي ډول په سرودونو کې د اس ځغلولو ډېره یادونه کېږي.
که چېرې د نورستان شفاهي ادبیاتو او کلتور ته پام وکړو، دې پایلې ته رسېږو چې په ورځني ژوند کې له اسونو څخه ډېره ګټه نه اخیستل کېږي، خو د نیاکانو او اجدادو په زړو افکارو کې د تل لپاره څرګند وو او د خپلو ارباب النواعو او اساطیرو په یادونو کې د اس یادونه ډېره کېږي او د دوی د ارباب النواعو په خدمت کې وي.
د بېلګې په توګه له اسلام څخه مخکې د نورستان په مذهبي باورونو کې ایندر د شرابو نامتو رب النوع دی، خو د واما په ولسوالۍ کې د لوی او ارزښتمن رب النوع په ډول ترې ستاینه کېده. د اساطیري اس زغلولو په پام کې نیولو سره یې اس ځغلوه او د خپل ملګري ایندر کوڼ د باغ هر پلو ته یې اس ګرځوه او د باغ له لیدلو څخه یې خوند اخیسته. په عیني ډول د واما په ولسوالۍ کې اسونه موجود نه وو او ایندر چا پر اس باندې سور لیدلی نه دی، خو په دې کې شک نشته چې دغه خیالي موضوعات په زړو اسطورو او فرهنګونو کې د ویونکو لخوا له پخوانیو زمانو څخه په الهام اخیستنې سره را پاتې نظریات او فلکوریک پاتې شونې دي. دغه خبرې اسطوره ویونکو له پخوانیو فرهنګونو او ټولنو څخه الهام اخیستی دی او د خپل خوښې رب النواع یې پر اس باندې تصور کاوه او په خیالي ډول یې دغه موضوع د اسطورو په وسیله نورو فرهنګونو او قومونو ته انتقالوه. د پارون په یوې اسطورې کې اس په خبرو راځي او یمرا ته وايي چې په غوږونو کې یې توره پټه ده او شیطان یې نابود کړی دی.
په یوې بلې اسطورې کې د اسپروګرا په نوم پریزاده او الهه د یو دیو له اوو زامنو څخه یو زوی په یوې تورې کوټې کې لمر او سپوږمۍ پټوي، د اس په مرسته ورته نجات ورکوي او اسمان ته یې وړي، امر کوي چې ګرد یې کړي، لمر د ورځې لپاره دی چې خلک تاوده (ګرم) کړي او سپوږمۍ د شپې لپاره ده چې دیوان خپل ځانونه پرې تاوده کړي.
د ږنچیګل (ارنس) د اوسېدونکو په اسطوره کې(نده ـ nadǝ) رب النوع دی، د دې رب النوع په اړه داسې نظر شته چې یو پیاوړی پیری دی، هره شپه له خپل کور څخه د اس په وسیله (کومرتا ـ kumř tā) ته ځي، دغه ځای په یو کلي کې دی، تر ننه پورې د کومرتا په نوم یادېږي، دغه ځای (د کومر الهه) دی او دغه الهه د کرومي، کشومي او کوماري په نوم هم یاد شوی دی، د شپې له پیل کېدو څخه تر سهاره پورې یې هلته وخت تېراوه. د سهار له رڼا څخه مخکې بیا په خپل اس باندې سپرېږي او خپل کور ته ځي.
له بېلابېلو رب النوعو پرته یمرا د نورستان په باورونو او عقایدو کې لوی، قوي او پخوانی رب النوع دی، پر اس باندې د ګرځېدلو نظر یې په خلکو کې شته، له دې پرته چې اس ځغلولو ته ارزښت ورکوي، په اساطیرو کې ډېر ارباب النواع د مجسمې په ډول پر اسونو باندې سواره لیدل کېږي.
د چترال د رمبور کلاښ خلک ځانونه د نورستان د کلښه اوسیدونکي ګڼي، د خپل رب النوع تمثال ته ډېر درناوی لري، مجسمه یې ورته پر اس باندې جوړه کړې ده، دوی عقیده لري چې مهاندیو یې هغه رب النوع دی چې تل پر اس باندې ګرځي را ګرځي، کاهن شان په دې باور دی چې مهاندیو په دوه سره اسونو باندې ګرځېده او دوه نورو اسونو یې ملګرتیا کوله.
د واما په نوم کلي کې (ایندراما ـ indr amā) د رب النوع ایندر کور دی او تر ۱۸۹۶ میلادي کال پورې د مقدس او سپېڅلي ځای په نوم یادېده او ترې ګټه اخیستل کېده، دغه کور خارق العاده و، د ایندر قواره پکې حک شوې وه چې د ایندر سېمبول دی. د کور په پایو کې د ایندر د اس سره چې له لرګیو څخه جوړ شوی وو، ښکاره کېده.
له اسلام څخه مخکې په نورستان کې د نامتو جنګیالیو مشرانو مجسمې به پر اس باندې سواره جوړېدل، د کابل په موزیمونو کې ډېرې داسې مجسمې شته چې د نورستان ارباب النواع، د تاریخ او فرهنګ استازیتوب کوي. دوی هغه خلک دي چې له مرګ څخه وروسته هم د عزت وړ دي او مجسمې یې پر اسونو باندې سواره جوړ شوي دي.
احمد علي معتمدي په دې اړه داسې نظر لري چې اس د نورستان د خلکو په فرهنګ او اسطورو کې داسې تربیه کېده:
د کافرانو په مشرانو او نیاکانو کې اس ډېر نه لیدل کېږي، دغه حیوان په نورستان کې هم لږ لیدل کېږي، کله چې د نورستان په پخوانیو فرهنګو او اسطورو کې د اس یادونه کېږي، دا په دې دلالت کوي چې نورستان یو داسې زوړ فرهنګ لري چې دوی خپلو قهرمانانو ته د ارزښت او ځواک په ډول اسونه ډالۍ کول.
دا موضوع روښانه ده چې د نورستان خلکو له ډير پخوا څخه هغه مهال چې لا دوی د اريانا اوسيدونکي وو د اس ساتنې له کلتور سره اشنا وو چې اس په هغه ځای کې ځانګړی حیوان و، په هماغه ډول چې په ويدي اساطيرو کې اس د ارباب النواعو د ځانګړي ارزښت وړ حیوان و او د نورستانيانو تر منځ اس د هغو باورونو او مفاهيمو په څېر له پخوا څخه ورته پاتې وو چې که اس په وروستيو سلګونو کلونو کې د نورستان په جغرافيه کې د ګټې اخيستنې وړ نه و، خو د دوی په فکرونو کې د ارباب النواعو د ژوند په اډانه او په اسطورو کې تلپاتې وو او د پخواني فرهنګ خاطرې لا هم د دوی په فکرونو، ذهنونو او معنوي فرهنګ کې شتون درلود. دوی خپل اتلان پر اس باندې سپاره مجسم کول او دوی ته یې درناوی درلود او ورته وفاداره وو، خو په هغه کچه نه وو چې دوی ته عبادت وکړي، خو د يادو شخصیتونو شخصيت ته یې ډير درناوی درلود.
د ټولنپوهنې پر بنسټ په لومړنيو ټولنو کې همدا ډول شخصیتونه وو چې د وخت په تيرېدلو سره د ټولنې خلکو د معبوديت او پالنې پړاو ته رسيدلي، خو د نورستان په کلتور کې دا ډول پېښې ډېرې لږې را منځته شوي دي. نورستانيانو له اسلام څخه وړاندې خپل ارباب النواع پر اسونو سپاره تصور کول او خپل ځانګړي مشران يې پر اس باندې سپاره مجسم کول، نو دا په دې مانا ده چې اوسنيو سيمو ته تر راتلو وړاندې يې نيکونو په اريانا کې د اس ساتنې له کلتور سره پوره او اوږده ملګرتيا درلوده او د ارباب النواعو د اس ځغلونې فکرونه يې له اريانا او بلخ څخه له ځان سره د معنوي او کلتوري ميراث په ډول راوړي دي او په پایله کې یې هغه په خپل مادي او معنوي فرهنګ کې د ارباب النواعو او ځانګړو مشرانو د پالنې او هغوی ته د درناوي په موخه ساتلي دي.
د چترال د کلاښ د رمبور درې وګړي ځانونه له پيل څخه د نورستان د کلښه يادوي، دوی د مهانديو ارباب النواع تمثال ته ډېر درناوی لري او په اس باندې یې مجسم کوي، دوی باور لري چې مهانديو هر ځای ته پر اس باندې سور ورځي او له هغه ځايه ليدنه کوي، د دوي کاهن ادعا لري چې مهانديو په يو دوه سره اس باندې سپور دی چې دوه نور اسپونه يې ملګرتيا کوي.
د واما په کلي کې د ايندراما indr amā په نوم يو کور شته، دغه کور د ايندر رب النوع اصلي ځای بلل کېږي او تر (۱۸۹۶) میلادي کال پورې دغه کلی د يو مقدس اوسيدو ځای په ډول کاريده او دغې کور ځانګړې ښکلا او ډیزاین درلود، د دغه ډیزاین شوي کور په دیوالونو باندې د ايندر قواره او شکل د تاو را تاو شویو ښاخونو په شکل چې د ايندر سېمبول دی، حک شوی وو، د دغه کور د پايو په سر کې د ايندر د اس سر له لرګي څخه تراشل شوی (جوړ شوی) و، شتون یې درلود.