دوشنبه, مې 20, 2024
Home+په دې ورځ لومړنۍ الوتکه والوته

په دې ورځ لومړنۍ الوتکه والوته

تاند- له نن څخه 120 کاله پخوا د ۱۹۰۳ د دسمبر په ۱۷ مه رایټ وروڼو (Wright brothers) د شمالي کارولینا کیټي هاوک ته نژدې د لومړي ځل لپاره الوتکه والوزوله.

اورفیل رایټ (Orville) او یلبر رایټ (Wilbur Wright ) ډېر کلونه په ګلایډرونو او ګلایډر ته په ورته وسیلو کار کاوه خو بالاخره یې د ۱۹۰۳ د دسمبر په ۱۴ مه لومړنی ماشین، چې دوی په خپله اختراع کړی و، والوزاوه خو دا هڅه یې بریالۍ نه شوه. له دې درې ورځې وروسته د دسمبر په ۱۷مه بریالي شول چې یو انجینه الوتکه څلور څلې والوزوي او خپل نوم د الوتکو د مخترعانو په توګه د بشر په تاریخ کې ثبت کړي.

دوی له یوه عادي څلور سلینډره ډیزلي انجن څخه، چې قدرت یې ۱۲ هارس پاوره و، کار واخیست او د الوتکې د وزن د کمېدو لپاره یې المونیم وکاراوه.

انسانانو له ډېرو لرغونو زمانو د الوتلو ارمان درلود. کله چې د ایټالیا نامتو انځورګر داوینچي د یوه الوتونکي ماشین رسم وکیښ، هیچا ګومان نه کاوه چې دا خوب به یو وخت رښتیا کېږي.

ده دا طرحه په پنځلسمه پیړۍ کې جوړه کړې وه خو هماغه وخت په اروپا کې واکمن مذهبي وحشت او تعصب د دې سبب شوی و چې انسانان له ډېرو اختراعاتو او نوښتونو راوګرځوي.

په اروپا کې مذهبي سختدریځۍ د بشر د ډېرو پرمختګونو مخه نیولې وه.

له دې سره سره د داوینچي انځور د ډېرو څېړونکو لپاره په زړه پورې و او ښايي د لومړنۍ الوتکې په جوړولو کې یې د امریکا رایټ وروڼو ته الهام ورکړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب