Homeخبرونهد قرغیزستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی

د قرغیزستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته راغی

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۶ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د قرغیزستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دې پلاوي د سفر موخه د قرغیزستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول او د سوداګرۍ او پانګونې د کچې لوړول دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې سفر پر مهال به د قرغیزستان پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره جلا جلا وویني، د سوداګریزو اړیکو په کنفرانس کې به ګډون وکړي او همداراز به دوه‌اړخیزې ناستې ترسره شي.

سرچینه زیاتوي چې پلاوی به په افغانستان کې صنعتي تاسیسات او بېلابېلې فعالې تصدۍ هم وویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....