چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Homeخبرونهد عامې روغتیا وزیر په څو ورځني سفر هند ته لاړ

د عامې روغتیا وزیر په څو ورځني سفر هند ته لاړ

تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۵ مه) د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا په هدف د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته لاړ.

 د عامې روغتیا وزارت نن (سې‌شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي نورجلال جلالي د هند د حکومت په رسمي بلنه دې هېواد ته تللی او د یوه جګپوړي پلاوي مشري کوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا څو ورځنی سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراخولو، د تجربو د تبادلې او د ګډو هڅو د همغږۍ په هدف ترسره کېږي.

دا په وروستیو دوو میاشتو کې هند ته د طالبانو د درېیم وزیر سفر دی. تر دې وړاندې د طالبانو د باندنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزیران د هند په رسمي بلنه دغه هیواد ته تللي وو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، جلالي به د سفر پر مهال له بېلابېلو هندي چارواکو، په ځانګړي ډول د روغتیا له مسوولانو سره جلا جلا وویني او په یو شمېر تنظیم شوو پروګرامونو کې به ګډون وکړي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د عامې روغتیا وزیر به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د فرصتونو رامنځته کولو، افغانستان ته د معیاري درملو او طبي وسایلو د واردولو، او له دې سره تړلو نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

هند ته د عامې روغتیا د وزیر له سفر سره همهاله په کابل کې د یو خصوصي شرکت مسوولینو ویلي چې، د یو معتبر هندي شرکت استازولي پرانیستل کېدو سره له هنده افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شول.

د هغوی په خبره، لومړۍ مرحله کې به ۲۵قلمه درمل وارد شي او نږدې راتلونکي کې به دغه پروسه پراخه او د هېواد روغتیایي اړتیاوې پوره شي.

1 COMMENT

  1. موږ د جمهوریت په شل کلنه موده کی مالی امکانات او نړیوال مساعدات ډیر درلودل خو مع الاسف ملی خادمان کم وو ،ضایعات ،فساد او نا اهلو ته کار او امانات سپارل د بن د فساد اساس کی نغښتی وو ؛ قومی ویش او جاهلی تعصباتو د فساد لپاره فضاء مساعده کړی وه ،والی ،جنرال ،وزیر ،معاونین او روئسا په ویش وو ،او تر دولتی عهدی خپل شهرک،هوټل او زر ټولولو ته جنون ساری شوی وو ،مجاهد ،ملا،معلم ،ماستر او دکتور،د غرب وږی تږی ترجمانان ټولو ناولې منګولې د بیت المال په تالان او د فاستبقواالخیرات پر ځای فاسبقواالفساد ته یی سقوط کړی وو دا ولی؟
    ځکه دا حکام اهل نه وو په خپله وظیفه او مسئولیت خبر نه وو ،د بن د ویش په اساس کرسۍ اشغال د لوټ لپاره وه نه د خدمت او ملت سازی لپاره.
    نو هرچا کوشش کولو چي شهرک ،هوټل او نور ولری ،قصرنشین او کوچۍ دواړه دی ملت ته غله وو؛ پیسی که څه هم زیاته برخه یی بهر ته انتقالیدی خو د ننه داسی کار چي عام المنفعه او علمی وی چندان قابل حساب نه وو لکه معتبر پوهنتون ،شفاخانی ،دوا سازی سره لدی چي دارویی بوټی ډیر لرو ، زراعت او آبیاری ،مالداری او نور کوم چي د ملت احتیاج کمولی شی څه ونشول ؛سره لدی چي دا ټول ښه عایدات لری خو نا اهل حرامخورو دا سویه او ظرفیت یی نه درلود چي فاستبقوا الخیرات کی ګام واخلی یا سرمایه ملی ګټو ته سوق کړی نو ځکه نن زموږ وزرا په علم مباح پسی تر دهلی منډی وهی.
    اوس هم زموږ امرا کوم چي سرمایی لری لکه متقی ،وزراء،والیان او قوماندانان اوسنی او سابقه خپلی پانګی دِ دننه او په ملی لمړیتوبونو په کار واچوی او دا ابتکار د لمړی امرا وکړی او د خیر اساس دې قایم کړی نو که دِ امرا او علماوو عملی ژوند کی دین وځلید بیا د ملت اصلاح ته لار پرانیستل کیږی او معیار به مفتی و شیخ نه متقیانو ته لوړ شی .
    خو پانګوال باید لازم دولتی سهولتونه ولری بلا انحصار او هم مطمئن وی چي مجاهدین په اختطاف ،غصب او حرامو خپل جیب نه ډکوی لکه د مخدوم او وړوکی عبدالرؤف پیښه په شمال کی .
    نور باید امراء غیر مسئول او واجب الاحترام نه وی لکه ندیم ،وفا او امثالهم طالبان چي کومه ادعا او تقاضا لری .خلک او اکثریت د ملت په دین تر خالد حنفی او ملت ځپونکی ټولګی یی ډیر ښه پوهیږی او حملی ،وهل او تحقیر د یو مسلمان مامور کار ندی بلکی ښه ژبه ،خدمت او حمایت د ملت د هر مامور دنده جوړوی ؛نو نباید د خپل کلی نادودی تعمیم او نوم یی اسلام کیږدو.
    فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...