راپور: داود جبارخیل
په خیبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، افغانستان ته تر تګ مخکې د خپلو مړو شویو مشرانو قبرونه پخوي او پرې د نوم، پلار نوم او د وفات د نېټې شناختې لګوي، څو په راتلونکي کې د هغوی قبرونه له منځه ولاړ نه شي او که کله راتلونکې نسلونه بېرته پاکستان ته راستانه شي، د خپلو مشرانو قبرونه وپېژني.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو او هدیرو کې یو شمېر افغان کډوال لیدل کېږي چې د خپلو پلرونو، نیکونو او نورو خپلوانو قبرونه په سمنټو پخوي. ځینې نور بیا د قبرونو پر سر ډبرلیکونه لګوي، چې پکې د مړي نوم، د پلار نوم او د وفات نېټه لیکل شوې ده.
کډوال وایي، دا کار ځکه کوي چې د کډوالو د کمپونو له خالي کېدو وروسته هسې نه هدیرې او قبرړونه وران شي یا پرې څوک قبضه وکړي. هغوی زیاتوي چې په پاکستان کې یې لسیزې تېرې کړې دي، دلته زېږېدلي، لوی شوي او ان درېیم نسل یې هم دلته ژوند کوي، خو اوس داسې ښکاري چې په پاکستان کې یې د پاتې کېدو ورځې پای ته رسېږي.
د تاجاباد اوسېدونکی حاجي رحیم، چې اصلاً د تخار ولایت دی، د خپل پلار قبر ته د دعا لپاره ورغلی او وایي:
«موږ په پاکستان کې زېږېدلي او لوی شوي یوو، کلونه مو دلته ژوند کړی، خو اوس مجبوره یوو چې ولاړ شو. د خپلو مشرانو قبرونه پخوو، څو سبا پرې څوک قبضه ونه کړي او که زموږ اولادونه کله بېرته راستانه شول، د خپلو نیکونو قبرونه وپېژني.»
کډوال وایي، افغانستان ته د تلو تر ټولو سخته شېبه دا ده چې دلته د خپلو مشرانو قبرونه شاته پرېږدي. ډېری کورنۍ د وروستي ځل لپاره د خپلو مړو قبرونو ته ورځي، دعاوې کوي او له اوښکو ډکې سترګې ستنېږي.
د معلوماتو له مخې، دا مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو ټولټال ۵۴ کمپونه موجود دي، چې له دې ډلې ۴۳ په خیبر پښتونخوا، ۱۰ په بلوچستان او یو په پنجاب کې موقعیت لري. کډوال وایي، افغانستان ته ستنېدل، هلته له صفره نوې ژوند پیلول او دلته د خپلو مشرانو له قبرونو جلا کېدل، د دوی لپاره یو ډېر دردناک او زړه بوږنوونکی حالت دی.