پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ۲۰۲۶ کال ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر پیل شوی

د ۲۰۲۶ کال ای‌پي‌اېل سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر پیل شوی

تاند ( سې شنبه د لیندۍ – قوس  ۲۵مه)  د هند د کرکټ غوره لیګ (IPL) د ۲۰۲۶ کال د نولسم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو پېرلو بهیر نن(سه‌شنبه، د لیندۍ ۲۵مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د یادو سیالیو لپاره به د لس افغان لوبغاړو په ګډون له بېلابېلو هېوادونو او خپله له هنده شاوخوا ۳۵۹ لوبغاړي د پېرلو لپاره وړاندې شي>

په دغو کې ۲۴۶ هندي او ۱۱۳ د نورو هېوادونو لوبغاړي شامل دي.

د افغانستانه لخوا سږکال رحمن‌الله ګربز، نوین‌الحق، مجیب‌الرحمن، فضل‌الحق فاروقي، ګلبدین نایب، وقار سلام‌خېل، صدیق‌الله اتل، قیس‌احمد، وحیدالله ځدراڼ او عرب‌ګل بولۍ ته شارټ لیست شوي دي.

باید وویل شي چې په دغو سیالیو کې څلور نور افغان لوبغاړي له وړاندې له بېلابېلو لوبډلو سره قرارداد لري.

راشدخان د ګوجرات ټایټنز، عظمت‌الله عمرزی د پنجاب کینګز، نوراحمد د چنای سوپر کینګز او الله‌محمد غنضفر د ممبی انډینز لوبډلو له ځان سره ساتلي او بولۍ ته یې نه وړاندې کړي.

په نننۍ بولۍ کې تر دې دمه رحمن الله ګربز وړاندې شوی خو کومې لوبډلې وانخیست وبه لیدل شي چې په دوهم پړاو کې اخیستل کېږي که نه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...