تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د خصوصي پانګونې ستر شرکتونه د مصنوعي ځيرکتيا د چټک اقتصادي ودې له اغېزو سره مخ شوي او اوس د(AI) له امله يو ځل بيا بازار د بدلون په درشل کې دی.
رويټرز خبري اژانس د ټوما براوو شرکت د اجراييوي شريک سېت بورو په حواله لیکلي، چې له مصنوعي ځيرکتيا وروسته د پېر او پلور د تود بازار اغېزې اوس هم پر پانګونې فشار اچوي او شرکتونه اړ دي خپلې تګلارې له نوې ټکنالوژۍ، په ځانګړې توګه AI، سره عيارې کړي.
سېت بورو وايي، ټوما براوو هڅه کوي د مصنوعي ځيرکتيا له چټک بدلون څخه د فرصت په توګه ګټه واخلي.
نوموړی وایي دا کار باید د دې لپاره وشي، څو یاد شرکت له روانو اقتصادي ننګونو سره مقابله وکړي او خپله پانګونه د راتلونکي بازار له غوښتنو سره برابره وساتي.
مصنوعي ځیرکتیا د انټرنیټ او ټګنالوژۍ په نړۍ کې د چټک غبرګون یو بېساری ګام بلل کېږي.