تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې نوبتي غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په مسیر د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شو.
د طالبانو د حکومت اقتصادي معاونیت لیکلي، له هراړخیز بحث وروسته یاد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو.
دغه پرېکړه د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.
سرچېنې زیاته کړې، له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو په انتقال سره به د ننګرهار ولایت د ډېری کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.
دا وړاندیز داسې مهال منل کېږي چې، وخت ناوخته د درونتې په برېښنا بند کې د اوبو د کمښت له امله برېښنا کمه او له دې اوبو خړوبېدونکې ځمکې له وچکالۍ سره مخې وي.
کرنیز پوهان هم دا اقدام مثبت ځکه بولي چې، د دوی په وینا د ګمبیري وچه دښته به ورسره خړوبه او دغه راز د ننګرهار د برېښنا ستونزه یو څه کمه شي.
د کونړ سیند اوبه بې بها د پاکستان پر لور بهېږي چې عام افغانان یې د مهار غوښتنه کوي.