Homeخبرونه‏له هند څخه افغانستان ته په رسمي ډول د درملو واردات پیل...

‏له هند څخه افغانستان ته په رسمي ډول د درملو واردات پیل شول

تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) په کابل کې د یو خصوصي شرکت مسوولینو ویلي چې، د یو معتبر هندي شرکت استازولي پرانیستل کېدو سره له هنده افغانستان ته د درملو واردات په رسمي ډول پیل شول.

د هغوی په خبره، لومړۍ مرحله کې به ۲۵قلمه درمل وارد شي او نږدې راتلونکي کې به دغه پروسه پراخه او د هېواد روغتیایي اړتیاوې پوره شي.

بل‌ لورتع د افغانستان درملو خدماتو اتحادیي مسوولان وایي، دا مهال هېواد کې د درملو واردولو تر ۴۰۰زیات شرکتونه فعالیت کوي او ټول دغه شرکتونه هڅه کوي په روغتیایي معیارونو برابر او باکیفیته درمل هېواد ته وارد کړي.

په ورته مهال د هند «سپلا» شرکت مسوولانو ویلي، چې دغه شرکت د درملو تولید برخه کې ۹۰ کلنې تجربې په درلودلو سره ژمن دی چې روغتیایي برخه کې افغانستان سره دوامداره همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له لوري له پاکستانه د درملو په واردولو تر بندیز وروسته د درملو واردونکو ته سپارښتنه شوې، چې د درملو واردولو لپاره بدیلي لارې ولټوي، هغه اقدام چې له هنده د درملو واردولو کې یې عملي بڼه خپله کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...