Homeخبرونهاروپايي ټولنه، افغانستان کې د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ۵ میلیونه ډالره...

اروپايي ټولنه، افغانستان کې د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ۵ میلیونه ډالره لګوي

تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) اروپايي ټولنه وايي، په نړیوال بانک پورې اړوند له نړیوال مالي شرکت (I.F.C) سره یې یو تړون لاسلیک کړی چې، پر اساس به یې په افغانستان کې د خصوصي سکټور د پیاوړتیا له پاره پنځه میلیونه یورو ځانګړي کوي.

یادې ټولنې لیکلي چې، په دغه پروګرام کې د کوچنیو متشبثینو ملاتړ او پانګونې ته د خصوصي سکټور هڅول، د ځانګړو میکانیزمونو له لارې د سوداګرۍ پیاوړتیا، د ښځو اقتصادي بدلون او د هغوی له پاره کاري زمینه برابرول شامل دي.

سرچینه وایي دغه پروګرام به په راتلونکي ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې پیل او ۴۲ میاشتې به دوام وکړي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، روانه اوونۍ هم یادې ټولنې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر وړاندې او ټولنیزو پروژو د پلي کولو له پاره له خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) سره د ۲۵ میلیونه یورو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ځپلی وطن او ښاغلي مخونه

د ملي بانک باغ ته ور داخل سوو، پر وجود مي د پغمان خوږه هوا نرمه او پسته ولګېده، یو څو قدمه نور هم...