چهارشنبه, دسمبر 17, 2025
Homeخبرونهانګلستان له خپلو وګړو غوښتي چې، افغانستان ته سفر ونه کړي

انګلستان له خپلو وګړو غوښتي چې، افغانستان ته سفر ونه کړي

تاند ( سې شنبه د لیندۍ ـ قوس ۲۵مه) د انګلستان د بهرنیو چارو وزارت له انګلستاني اوسېدونکو غوښتي چې، افغانستان ته له سفر کول ډډه وکړي.

یاد وزارت نن (سه شنبه) پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې، ښايي برېټانويان په افغانستان کې ونیول شي.

تر اوسه افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکي د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت هم له خپلو اوسېدونکو غوښتي وو چې، افغانستان ته سفر و نه کړي.

خو په غبرګون کې طالبانو وویل چې، په افغانستان کې اوس تر بل هر وخت امن او ثبات راغلی او هر څوک په ډاډه زړه افغانستان ته راتللای شي.

انګلستان داسې مهال خپل وګړي افغانستان ته له ورتګه منع کوي چې، په دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...