تاند ( سې شنبه د لیندۍ – قوس ۲۵مه) د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت مسوولان وایي چې، تېره اوونۍ (د لیندۍ له ۱۴مې تر ۲۰مې نېټې) د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره ۴۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره۲۱۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴ زره ۸۲ ټنه صادرات او واردات شوي دي.
حق شناس زیاته کړې چې په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند لیکلي: “د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۲۰۲) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي. هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.”
د طالبانو د ټولګټو وزارت د لا زیاتو انتقالاتو لپاره د مناسبو شرایطو برابرولو او سوداگرو ته د اړینو اسانتیاوو د چمتو کولو لپاره د هڅو د دوام ډاډ څرګند کړی دی.